د ایراني نجونو تکواندو ډلې بلغاریا کې نړیواله اتلولي وګټله

د عکس سرچینه، http://www.worldtaekwondo.org/
د ایراني پېغلوټو د تیکواندو ډلې بلغاریا کې د دغه رزمي سپورت د نړیوالو سیالیو اتلولي ګټلې ده.
ایراني نجونو دغو سیالیو کې د سرو زرو څلور او د سپینو زور او زېړو یو یو مډال اخیستی دی.
تایلنډ، سویلي کوریا، اذربایجان او ازبکستان نوملړ کې په ایران پسې ځایونه خپل کړي.
د ایراني هلکانو لوبډلې هم دغو سیالیو کې د سرو زرو دوه او د سپینو زرو یو مډال ګټلی او دویم ځای یې په خپل نوم کړی دی.
د هلکانو د تکواندو نړیواله اتلولي سویلي کوریا ګټلې او مکسیکو پکې تر ایران وروسته په دریم ځای راغلې.
د ایران د تکواندو فدراسیون ویلي د نجونو سیالیو کې ورته باران جمال لیواني، سانیا علیپور، پرنیان نوري، حنا زرین کمر او د هلکانو کې رادین زینالي او محمد مهدي سعادي د سرو مډالونه ګټلي.
د تنکیو زلمیو د تکواندو نړیوالې اتلولۍ دغو سیالیو کې د نړۍ له ۹۰ هېوادونو ۶۶۹ ورزشکاران برخه اخیستې وه.
دا د دغو سیالیو پنځم دور و او د بلغاریا صوفیا ښار کې کېدې.



















