نجونو د هندوکش پر یوه لوړه څوکه افغان بیرغ ورپاوه

افغانستان یو غرنی هېواد دی، خو د غره ختلو مینه وال هلته د دغه سپورت پیکه بڼې لامل د کلتوري ستونزو تر څنګ د مسلکي روزنې او وسایلو نشتوالی هم بولي.

د عکس سرچینه، @Freshta Ibrahimi

د عکس تشریح، افغانستان یو غرنی هېواد دی، خو د غره ختلو مینه وال هلته د دغه سپورت پیکه بڼې لامل د کلتوري ستونزو تر څنګ د مسلکي روزنې او وسایلو نشتوالی هم بولي.
د خپرېدو وخت

بدخشان کې د افغان نجونو یوه ډله د هندوکش یوې لوړې څوکې ته ختلې. دا لومړی ځل دی، چې افغان غر ختونکې نجونې د نوشاخ څوکې ته ختلې او افغان بیرغ یې هلته ټومبلی دی.

دغه څوکه د سمندر له سطحې نژدې اووه نیم زره متره لوړه ده. د دوی سفر نژدې دريو اونیو کې بشپړ شوی دی.

۲۴ کلنه حنیفه یوسفي د ۱۳ نجونو له ډلې یوه وه، چې له دریو نورو افغان نجونو سره د هندوکش غرونو د لړۍ دویمې څوکې ته له ۲۱ ورځو وروسته ورسېده. هغه وايي سفر یې اسان نه و:

''له هغه هم ډېره سخته وه، چې فکر مې ورته کاوه، اکسیجن لږ و، پر غره واوره پرته وه او ورسره یخني هم ډېره وه. یو مهال خو راته وویل شول، چې که نه شم کولای باید بېرته ستنه شم، خو دوام مې ورکړ او وورسته ټول راته حیران وو. ''

د غزني اوسېدونکې حنیفه یوسفي وايي، له ټولنیزو او کلتوري ستونزو سره یې دغه ستړي سفر ته ځکه ملا وتړله، چې نورې نجونې د سپورت برخه کې ترې د هوډ لپاره الهام واخلي.

د دغو غر ختونکو نجونو د ډلې مشره فرشته ابراهيمي ده، چې له دې مخکې یې بامیانو کې د بابا غره (شاه پولادي) نومې څوکه فتح کړې ده. هغه وايي تېرو دریو کلونو کې یې یو شمېر پلانونه لغو شوي دي:

''د سږ کال پیل کې مو بدخشان ته د تلو پلان درلود، خو هلته جګړه وه او د یو شمېر کورنیو نجونو ته اجازه نه ورکول کېده چې هلته سفر وکړي، پروګرام مو له همدې کبله وځنډید، ځکه نو زموږ دغه بریا ډېره په اسانۍ نه ده تر لاسه شوې. ''

افغانستان یو غرنی هېواد دی، خو د غره ختلو مینه وال هلته د دغه سپورت پیکه بڼې لامل د کلتوري ستونزو تر څنګ د مسلکي روزنې او وسایلو نشتوالی هم بولي.

بدخشان

د عکس سرچینه، AFP/GETTY

د عکس تشریح، دغه څوکه د سمندر له سطحې نژدې اووه نیم زره متره لوړه ده.