هغه میلیاردر چې د فلسطینیانو پر ځمکه کورونو جوړولو کې یهودانو سره مرسته کوي

رومان أبراموویچ

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د ښاغلي ابراموویچ ویاند ویلي چې دی د اسرائیل او د یهودانو مدنې ټولنې ملاتړ کې ډېر سخي دي
د خپرېدو وخت

د بي بي سي عربي څانګې یوې څېړنې موندلې چې هغه شرکتونه د روسی بډای رومان ابراموویچ اړوند دي العاد مؤسسې سره یې سل ميلیونه ډالره مرسته کړې ده. العاد د اسرائیل له خوا په نیول شوي ختیځ بیت المقدس کې د یهودانو مېشت کولو لپاره کار کوي.

العاد مؤسسه د بیت المقدس سلوان سیمې ته د داوود ښار وايي او له کله چې په ۱۹۸۶ کال کې جوړه شوې ده د سلوان سیمې په شاوخوا ۷۵ سلنه کورونو کې یې یهودي کورنۍ مېشتې کړي دي.

العاد د بیت المقدس په داوود ښار نومې سیمه کې کې د لرغونو ځایونو اداره هم په لاس کې لري، چې ډېر لرغوني اثار لري او په کال کې یې له یو میلیون زیات کسان لیدنه کوي.

د العاد د بازار موندنې مخکنی مسؤل شاهار شیلوح بي بي سي ته ویلي چې العاد د ګرځندوی له لارې په داوود ښار کې د "یوه نوی سیاسي واقعیت رامنځته کول غواړي".

العاد خپلې چارې د مرستو له لارې پرمخ وړي. د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۸ کال ترمنځ موده کې یې شاوخوا نیمايي مرستې په کارابین کې د بریتانیا په ټاپو ګانو کې له راجسټرډ شویو شرکتونو تر لاسه کړي دي.

بیت المقدس
د عکس تشریح، العاد په خپل ۳۴ کلن تاریخ کې د بیت المقدس سلوان سیمې په شاوخوا ۷۵ کورونو کې چې قدس حرم ته مخامخ دي یهودي کورنۍ میشتې کړي دي

تر دې دمه هغه کس نا مالوم دی چې دا شرکتونه په واک کې لري. د دې مرسته کوونکو شرکتونو نومونه په هغو سندونو کې راغلي چې د ونسن په نوم یادیږي.

په دې سندونو کې د دې شرکتونو د مالي راکړې ورکړې او مالکیت په اړه مالومات شته. دا مالومات بزفیډ نیوز ته رسېدلي چې د څېړنیزو خبریالانو له نړیوالې ټولنې او بي بي سي سره یې شریک کړي دي.

په دې سندونو کې د رومان ابراموویچ نوم د هغو درې شرکتونو د مالک په توګه یاد شوی چې العاد ته یې مرستې ورکړي او پر څلورم شرکت هم دی واک لري.

د العاد مالومات ښيي چې دې شرکتونو څه باندې سل ملیونه ډالره (د نننۍ نرخ له مخې) له دوی سره مرسته کړي. دا ښيي چې ابراموویچ چې د لندن د چلسي فوټبال کلب مالک هم دی، په تېرو ۱۵ کلونو کې تر ټولو لوی مرسته کوونکی وو.

د اسرائیل له خوا په نیول شويو ځمکو کې د لرغونو اثارو لټون د یو لړ ناندریزو قوانینو له مخې کېږي، دا هم شونې ده چې اسرائیل العاد ته په سلوان کې د لرغونو اثارو لټون کې برخې ورکولو سره له نړیواله قانونه سرغړونه کوي.

د دې ترڅنګ په سیمه کې د یهودي مېشتو ځایونو په جوړولو اسرائیل له نړیواله قانونه سرغړونکی بلل کېږي. خو اسرائیل دا سیمې نیول شوې نه بولي او العاد وايي د دې چارې ترسره کول د "یهودو د کلتوري میراث خوندي کولو" لپاره اړینې دي.

د ختیخ بیت المقدس د ( داوود ښار ) لرغونې سیمې ته ملیونونه سیلانیان ورغلي دي
د عکس تشریح، د ختیخ بیت المقدس د ( داوود ښار ) لرغونې سیمې ته ملیونونه سیلانیان ورغلي دي

العاد بي بي سي ته ویلي چې د نادولتي مؤسسو په اړه د اسرائیلي قوانینو سره سم چلن کوي، خو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا رومان ابراموویچ العاد سره مرستې کړي؟ العاد بنسټ وویل چې د دوی د کړنلارې له مخې د مرسته کوونکو هویت نه په ډاګه کوي.

د ابراموویچ ویاند بي بي سي ته وویل:

"ښاغلي ابراموویچ یو ژمن او د اسرائیل او د یهودي مدني ټولنې په ملاتړ کې له سخاوته کار اخلي او په تېرو شلو کلونو کې یې په اسرائیل او د نړۍ نورو برخو کې روغتیايي خدمتونو، ساینس، زدکړې او د یهودي ټولنو د ملاتړ لپاره څه باندې پنځوس میلیونه ډالر مرسته کړې ده".

له دې مرستې پرته العاد نشو کولی چې د بیت المقدس په دې فلسطینۍ ناحیه کې په دومره چټکۍ او بریالیتوب سره د یهودانو د مېشتولو ملاتړ وکړي.

د العاد اړوند یهودي کورنیو د مېشت کولو لپاره له فلسطینیانو کورونه اخیستل شوي، خو له ځینو کورونو د ناندریز قانون (د غایبو کسانو د ملکیتونو قانون) له مخې فلسطینیان شړل شوي دي.

دا قانون اسرائیل ته اجازه ورکوي چې د هغو فلسطینیانو جایدادونه په خپله ولکه کې راولي چې له خپلو کورونو کډه شوي او یا د شخړې پرمهال تښتېدلي دي.

د سمرین کورنۍ له ۱۹۹۱ کال راهیسې د هغې قضايي پرېکړې په وړاندې مبارزه کوي چې دوی ته له کوره د وتلو امر کوي
د عکس تشریح، د سمرین کورنۍ له ۱۹۹۱ کال راهیسې د هغې قضايي پرېکړې په وړاندې مبارزه کوي چې دوی ته له کوره د وتلو امر کوي

دې لړ کې یوه مهمه قضیه کې د سمرین پلرنی کور دی چې د العاد له یوه مرکز سره په څنګ کې دی او اوس هم د دې کورنۍ ۱۹ غړي په کې اوسېږي او کشر یې لا دوه میاشتنی هم نه دی.

امل سمرین بي بي سي ته وویل:

"له واده وروسته دلته راغلم، خاوند مې له خپل تره حاجي موسی سمرین سره اوسېده".

دا وايي کله یې چې د خسر مېرمن مړه شوه نو دې ورته خواړه تیارول او ورکول به یې او خاوند به یې په ځان وینځلو کې ور سره مرسته کوله او ډاکټر ته به یې بوتللو.

سمرین وايي هغه به راته وویل: "لورې، دا کور ستا دی، ستا او ستا د خاوند دی"

موسی سمرین په ۱۹۸۳ کال کې ومړ او اسرائیلي دولت د غایبو مالکانو د قانون له مخې دا کور په ۱۹۸۷ کې ونیو.

وروسته دا کور د یهودانو د ملي صندوق پر اړوند بنسټ هیمنوتا وپلورل شو. د دې صندوق یو هدف د یهود ملت په استازیتوب د ځمکو پير او پراخول دي.

په ۱۹۹۱ کې هیمنوتا له محکمې وغوښتل چې د سمرین کورنۍ له دې کوره وباسي. د نادولتي بنسټونو او د فلسطینۍ ادارې په مرسته له هماغه مهال را هیسې د سمرین کورنۍ قضايي مبارزه روانه ده.

د دې کورنۍ مدافع وکیل محمد دحله بي بي سي ته وویل: "د داسې یوه جایداد ژغورل چې د یوه یهودي او یا اسرائیلي جایداد په نوم اعلان شي، ښايي ناممکن وي".

په تېره اګست میاشت کې سمرین کورنۍ په بیت المقدس کې د استیناف محکمې په وړاندې قضیه وبایلله، خو اوس به د اسرائیل د سترې محکمې په وړاندې د تمییز غوښتنه کوي چې د راتلونکي کال په اپریل کې به یې څېړي.

العاد بنست غواړي د یهودي میشتو ځایونو د جوړولو له لارې په بیت المقدس کې د یهودانو حضور پیاوړی کړي
د عکس تشریح، العاد بنست غواړي د یهودي میشتو ځایونو د جوړولو له لارې په بیت المقدس کې د یهودانو حضور پیاوړی کړي

بي بي سي عربي موندلې چې په ۱۹۹۱ کال کې هیمنوتا ته د یوه لیک له لارې العاد د قضیې د لګښت په ورکولو سره د سمرین او په سلوان ناحیه کې د څو نورو کورنیو پر اېستلو فشار راوړی وو.

هیمنوتا د دې قضیې په اړه پوښتنو ته ځواب ونه وایه او العاد هم د دې قضیې د مالي تمویل لپاره د مرستې تر لاسه کولو تایید و نه کړ.

العاد وویل ټول جایدادونه په عادلانه او قانوني توګه استملاک شوي دي. دورون سبیلمان وايي: "په داوود ښار کې هیڅ فلسطیني کورنۍ له اړینو اجراءاتو ، محاکمې، له دعوې او پرته له دې چې مقابل لوري ته قضیه وړاندې شي له خپله کوره نه ده ایستل شوې".

خو محمد دحله وايي : " داسې یو وضعیت دی چې یوه توکمیزه ډله د خپلو ګټو لپاره قانونونه جوړوي خو بله توکمیزه ډله له دې قوانینو کړیږي."

د مالي ملاتړ ترڅنګ د العاد نفوذ هم زیات شوی. په اسرائیل کې د امریکا سفیر دیویډ فریډمان د یهودي مېشتو ځایونو د جوړولو پلوی دی او د داوود ښار پرانستلو مراسمو کې یې برخه لرله.

نوموړی دغه راز په ۲۰۱۹ کال کې د امریکا له خوا د اسرائیل د پلازمینې په توګه د بیت المقدس د پېژندلو پلوی وو. په ۲۰۲۰ کې کله چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سولې پلان اعلان کړ نو د العاد ډېر ځایونه د داسې تاریخي او روحاني ځایونو په توګه یاد شول چې ملاتړ ته اړتیا لري.