کرېکټ غوره لیګ: پکتیا په ۹ منډو کندهار ته ماتې ورکړه

د عکس سرچینه، ABC
د افغانستان غوره لیګ سیالیو په ترڅ کې نن لومړۍ لوبه چې د پکتیا پنترز او کندهار نایټس تر منځ وه پکتیا په ۹ مندو وګټله.
لومړی پکتیا توپ وهنه وکړه او په ۱۹ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۷ منډې وکړې.
د دوی له لوري تر ټولو ډېرې، سکندر رضا ۵۱ منډې جوړې کړې.
د کندهار له لوري بیا سید شیرزاد ۴ او محمد نوید دوه لوبغاړي وسوځول. دا د شارجې په میدان ډېر لوی هدف نه و او د کندهار لپاره یې پوره کول ډېر ګران نه برېښېدل.
خو د کندهار ټول لوبغاړي په ۱۱۸ منډو وسوځېدل او پکتیا بریالی شو. د کندهار له لوري ډېرې منډې کریم جنت ۲۷ او نجیب ځدراڼ ۲۰ منډې وکړې.

د عکس سرچینه، ACB
د پکتیا ښه توپ اچوونه ایسوري اودانا او شرف الدین اشرف ۳ ویکټې واخیستلې.تر اوسه پکتیا څلور لوبې کړې چې ۳ یې ګټلې او ۱ یې بایللې.
کندهار بیا څلور لوبې کړې او څلور واړه یې باییلې دي.



















