کرېکټ غوره لیګ: پکتیا بلخ ته په ۳۷ منډو ماته ورکړه

د عکس سرچینه، ACB
د افغانستان د کرېکټ غوره لیګ سیالیو په اوومه لوبه کې پکتیا لوبډلې بلخ ته په ۳۷ منډو ماته ورکړه.
پچه بلخ وګټله او پکتیا ته یې د منډو جوړړلو بلنه ورکړه.
د پکتیا د لوبې پيل ښه و، او یوازې په ۱۰ اورونو کې یې خپلې ۱۰۰ منډې پوره کړې.
د لوبډلې کپتان محمد شهزاد یوازې په ۲۱ توپونو ۴۲ منډې جوړې کړې.
له ده سره احسان الله جنت هم ښه ملګرتیا وکړه او په ۲۸ توپونو یې ۴۷ منډې جوړې کړې.
تر دوی دواړو وروسته کامرون ډېلپورټ ښه لوبه وکړه او د پکتیا لوبډلې ته یې په ۴۸ توپونو ۷۰ منډې وکړې.
په پای کې پکتیا په خپلو ۲۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۴ منډې جوړې کړې.

د عکس سرچینه، ACB
په ځواب کې د بلخ لوبډلې توپ وهونکي ونه توانېدل چې تر ډېره پر وېکټه پاتې شي.
کرېس ګېل په ۲۰ وسوځېد. مونرو او بوپارا هر یوه ۲۳ منډې وکړې.
یوازې محمد نبي وتوانېد چې خپلو ۴۰ منډو سره بلخ لوبډلې ته یو څه هیله ورکړي.
خو تر ده وروسته پاتې لوبغاړي هم تر ډېره پر وېکټه پاتې نشول.
په پای کې د بلخ ټوله لوبډله په ۱۶۷منډو وسوځېده.
د پکتیا لخوا اوډانا ۴ او ضیا الرحمان ۳ وېکټې واخیستې.
په دې سیالیو کې بلخ لوبډلې تر دې دمه درې لوبې کړي، دوه یې ګټلي او یوه یې بایللې.
پکتیا او کابل ځوانانو هم خپل درېیو لوبو کې دوه ګټلې او یوه یوه لوبه یې بایللې ده.
ننګرهار په درېیو لوبو کې دوه بایللي او یوه یې ګټلې.
خو کندهار خپلې دواړه لوبې بایللي دي.
د پنجشنبې پر ورځ به کابل ځوانان له کندهار او بلخ به له ننګرهار سره لوبه کوي.





















