"تر ټولو چټک شورلټ کوروټ" ګاډی بازار ته راغلی

د عکس سرچینه، CHEVROLE
شورلټ په اویایمه کال خپل کوروټ ماډل وړاندې کړي. دا هایبرېډ ماشین لري. امریکايي جوړوونکی شرکت یې وايي، شورلټ کوروټ اې رې E-Ray تر اوسه تر ټولو ډېر چټک جوړ شوی موټر دی.
د کوروټ لومړنی ماډل په ۱۹۵۳ کال جوړ او بازار ته وړاندې شو چې تر اوسه یې اته ډولونه جوړ شوي دي.
اتم نسل یې دوه کاله مخکې بازار ته راووت چې ماشین یې د چلوونکي د څوکۍ شا ته دی.

د عکس سرچینه، CHEVROLET

د عکس سرچینه، CHEVROLET
د کوروټ نوی ماډل پر اته سیلنډره تېلو سربېره، الکترونیکي ماشین هم لري.
شورلټ وايي ددې ګاډي ماشین څلورو فصلونو ته مناسب دی او چلوونکي یې باید د کنګل شویو سړکونو په اړه ری ونه وهي.
په یوه ګړۍ کې ۶۰ میله چټکتیا لري.

د عکس سرچینه، CHEVROLET

د عکس سرچینه، CHEVROLET
د ماشین سور یې ۹ سانتیمتره دی.
هغه کوچنۍ بېټرۍ چې اې رې ته قوت ورکوي، د دوو څوکیو ترمنځ دی. یوازې په بېټرۍ په یوه ساعت کې تر څه باندې ۷۰ کیلومترو پورې ځغلېدلی شي.
شورلټ واييو د یوه بشپړ برېښنايي ګاډي جوړولو په درشل کې دي. خو تر اوسه یې د کوروټ الکتریک وړاندې کولو نېټه نه ده اعلان کړې.
د ټیټ ماډل شورلټ کوروټ اې رې بیه څه باندې ۱۰۴ زره ډالر ده.
او د لوړ ماډل بیه یې ۱۲۲ زره ډالر اعلان شوې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
الکتریکي سوزوکي
سوزوکي د هند نندارتون کې خپل لومړنی برقي موټر نندارې ته وړندې کړ. د eVX ماډل ښايي په ۲۰۲۵ کې بازار ته راووځي.
د ماشین له جزییاتو پرته ددغه موټر نور جزییات نه دي خپاره شوي.
سوزوکي وايي، د موټر بېټرۍ ۶۰ کیلو واټه ده او په هر ځل چارج کېدو تر ۵۵۰ کیلومترو پورې تللی شي.

د عکس سرچینه، SUZUKI

د عکس سرچینه، SUZUKI
یاده کارخونه وايي، په ناهوارهو سړکونو هم په اسانۍ تللی شي.
سوزوکي eVX تېر کال ویلي وو چې هند کې به د الکتریکي ماډل ګاډو او د بېټریو د تولید لپاره څه باندې یو میلیارد او ۲۰۰ میلیون ډالر پانګونه وکړي.
ماروټي سوزوکي د هند تر ټولو لوی ګاډی جوړوونکی دی او تر درې کلونو پورې ددغه هېواد د بازار څه باندې ۵۱ سلنه برخه خپله کړي. اوس په هندي بازار کې ددې کارخونې ونډه ۴۱ سلنه ده.

د عکس سرچینه، SUZUKI

د عکس سرچینه، POLESTAR

د عکس سرچینه، Getty Images






















