بې موټروانه ګاډي سره به نړۍ کوم لور ته بدله شي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
له موټروان پرته ګاډی اوس عجیب ښکاري، خو پوهان وايي، په څو راتلونکو کلونو کې به دا ډول موټر د ورځې دود وي، خو پوښتنه دا ده چې په دې پرمختګ سره به نړۍ څنګه شي؟
په پاریس او هېلسنګي سړکونو کې اوس هم خپلچاري یا اتومات موټر شته، چې په کمپیوټر سره چلېږي.
د امریکا په کلوراډو ایالت کې هم د ۱۸ ټایرونو ټرک پر لوی سړک یا شاهرا تر یو نیم سل کیلومترو له موټروان پرته وچلېد.
په نړۍ کې پر دغه پروژه کار روان دی چې له مخې یې موټروانان رخصتېږي.
په دې سره دا پوښتنه را پورته کېږي چې دغسې حالت کې د لارونو، سیکل سپرو او نورو انسانانو خوندیتوب ممکن دی؟
دا مهال څو زره خپلچاري موټر شته، خو د یوې اندازې له مخې تر ۲۰۳۰ کال به د دا ډول ګاډو شمېر له لس میلیونو پورته شي.
نړۍ کې دا مهال د ګاډو شمېر کم زیات یو ارب یا زر میلیونه دی. ځکه اصلي ننګونه دا ده چې د موټروان او بې موټروانه ګاډی به یو ځای پر سړک څنګه چلېږي.
د ساري په ډول په یو چوک یا څلور لارې کې داسې تصور وکړئ چې موټر، لاروني او سیکل سپاره د یو بل د څېرې د اغېز، اشارې یا بلې اندازې له مخې له سړک تېرېږي.
ایا هغه مهال به هم دا چاره خوندي وي؟

د عکس سرچینه، PA
پر دې سربېره خراب موسم بله مسله ده، چې له امله یې د ګاډي ثبتوونکې وسیله ناسم معلومات ور کړي.
بله خبره دا چې خپلچارو ګاډو ته دا ور زدکول هم پکار دي چې کله کله ترافیک اصول مات کړي، د ساري په ډول بېړني حالت کې امبولانس موټر او یا پولیسو ته د لار ور کولو پر مهال.
دا مهال د کمپیوټر په مرسته چلېدونکي موټر د روزنې له پړاو تېرېږي.
هغوی ته دا ور زدکول کېږي چې ناسم حالت کې څنګه ځان له جنجال وباسي، چې د موټروان پر مهال پېښېږي.
د پوهانو په خبره، ډېرې پېښې د انساني تېروتنې له امله وي، چې په هغو کې بې غوري، په خپل وخت د پښې یا لاس نه کارول، خوب یا شراب چې له امله بې حالي راځي.
دغو مسلو ته په پام خپلچاري موټر له دې ټولو تېروتنو پاک دي، ځکه به له دې برخې پېښې کمې شي.
خو د وژل کېدو په ګډون داسې پېښې شوې چې یو نیم خپلچاری ټېلسا موټر پکې ښکیل و، مګر په ډېرو کې تېروتنه د انسان وه لکه له سره څراغ نه تېریدل
چارواکي په دې برخه کې قانون جوړول غواړي.
د رېنډ کارپورېش اندیځ( فکري مرکز) په خبره، دا مهال د سلګونو کلونو او بیلیونونو میلیونو واټن وهلو له تجربې دا باور پوخ شوی چې بې موټروانه ګاډي به تر انسانانو کمې پېښې کوي.
دا هم کېدی شي چې ځینې وخت به انسان ګاډي چلوي او کله به یې کمپیوټر چلوي.
تر اوسه په نړیواله کچه د بې موټروانه ګاډو لپاره نړیوال اصول نه دي ټاکل شي او هر هېواد خپل خپل اصول لري، په دې برخه کې ګډې پرېکړې ته رسېدل هم ستونزمن دي.
د خپلچاري موټر څو ممکن ټکي

د عکس سرچینه، PA
- خلک به د موټرو پېر پلور بند کړي، په ځای به یې د غوښتنې پر مهال دا موټر کاروي.
- پر سړکونو به د ګاډو شمېر او بیروبار کم شي.
- کم موټر به پر ځمکه ډېرو پارکونو او استوګنځیو ته لار برابره کړي.
- د میلیونونو موټروانانو کار به ختم او نورو دندو پسې به ګرځي.
- بې موټروانه ګاډي سره به د وسایلو لېږدولو له لارې د کم عایده خلکو ګټه ډېره شي.
- ښاروالي او ترافیک به هغه ګټه له لاسه ور کړي چې د موټروانانو له تېروتنو یې ترلاسه کوي.

د عکس سرچینه، BBC Sport
ماهران وايي، دا بدلون به ګام په ګام وي، اول به خلک په پراخو او بې ګڼې ګوڼې سړکونو کمپیوټري ګاډي چلوي او د ستونزې پر مهال به خپله شترینګ کاروي.
تر هغه چې موټر یو مخ خپلچاري شوي نه وي، تر هغه به صنعت کار په دوی کې شټرینګ، برېک او نور لګوي.
له دې سره سره به خپلچاري موټر کې د خوندیتوب پټاره وي، ځکه یوه ټیکنالوجي هم بې عیبه نه وي.


















