داسې ګاډی چې شعر وايي، خبرې او انځورګري هم کوي

د دې ګاډي بیه یو لک شل زره ډالره ده او وروسته یې د ارځانېدو هیله شته.

د عکس سرچینه، NEWSPRESS

د عکس تشریح، د دې ګاډي بیه یو لک شل زره ډالره ده او وروسته یې د ارځانېدو هیله شته.
د خپرېدو وخت

د چین پلازمېنه بېجینګ کې تېره اونۍ د ګاډو نړۍ نندارتون کې هغه ځیرک موټر ته ډېر پام واوښت چې له سپرلۍ سره غږېږي او له هغوی زدکړه کوي.

دا جګ ګاډی د چین یوې نوې کمپنۍ جوړ کړی او نوم یې ورباندې های فای اېکس اېښی دی.

دا برېښنايي ګاډی د هیومن هواریزنز کمپنۍ محصول دی او د نوې ټیکنالوجۍ او عصري ګاډو وړتیا کارولو سره پرې د نړۍ د ګادي جوړولو سترې کمپنۍ ټیسلا سره سیالي کول غواړي.

د های فای اېکس (HiPhi X) ګاډي ورونه یا دروازې لاستي نه لري، ځکه دا ګاډی د مخ پېژندلو ټيکنالوجۍ کارولو سره سپرلۍ پېژندلی او اتومات ورته ور پرانیځي.

شاتنۍ دروازې یې دوه برخې دي او نیمه برخه یې پورته پرانیستل کېږي، چې سپرېدل او کوزېدل ترې لا ډېر هوسا یا اسان وي.

د سپارښت له مخې دوه یا درې کتاره څوکۍ دې ګاډي کې جوړېږي او تر ټولو لوکس ماډل یې د مېز شا ته یخچال هم لري چې څښوني پکې وساتل شي.

د دې ګاډي مصنوعي هوش د مایکرو سافټ کمپنۍ په همکارۍ جوړ شوی، چې پرلپسې خپله سپرلي او د ګاډي مهمې برخې څاري.

دا مصنوعي هوش د پرېکړې وړتیا لري او د سپرلۍ له حالاتو سره سم د ګاډي چاپېریال برابروي.

دا ګاډی د غږیزو امرونو پر اخیستلو سربېره، له سپرلۍ سره خبرې کولی او د شعر ویلو، انځور کښلو یا فلم جوړولو په څېر نوښتګرې وړتیاوې لري.

های

د عکس سرچینه، Getty Images

دې ګاډي کې د غوښتونکي له سپارښت سره سم یو یا دوه اینجنونه یا ماشینونه لګول کېږي.

تر ټولو ځواکمن ماډل یې په هر ځل چارجولو سره ۶۱۰ کیلومتره تللی شي او په ۹،۳ ثانیو کې یې چټکتیا له صفر تر سل کیلومترو پورته کېږي.

د لومړني ګاډي بیه نژدې یو لک شل زره ډالره ده، خو ویل کېږي راتلونکي کې به دا ډول ارزان ګاډي مارکېټ ته وړاندې شي.

د جنرال موټرز یوه پخواني مشر ډینګ لي درې کاله مخکې هیومن هورایزنز جوړه کړه.

هغه لومړیو کې غوښتل چې په چین کې د ټیسلا محصولات تولید کړي، خو وروسته یې چې له دې امریکايي کمپنۍ سره خبرو نتیجه ور نه کړه، نو ښاغلي لي خپله کمپني جوړه کړه.

د ټیسلا څنګ ته ټپرۍ

د موټروان څنګه ته د سپرلۍ لپاره لویه سي ډي هم شته.

د عکس سرچینه، NEWSPRESS

د عکس تشریح، د موټروان څنګه ته د سپرلۍ لپاره لویه سي ډي هم شته.

د بېجینګ نندارتون کې د دې کمپنۍ ټپرۍ یا غرفه د ټیسلا ټپرۍ څنګ ته وه.

د هیومن هورایزنز یو بنسټګر مارک ستانټن وايي، له قصده یې دلته ټپرۍ درولې او دې سره ښيي چې دا کمپنۍ د نړۍ خورا ارزښتناک ګاډي جوړوونکي ننګولی شي.

د هغه په خبره، چینايي ځوانان د پخوا په څېر لوېدیځو ګاډو سره مینه نه لري.

د های فای اېکس ازمایښتي تولید څو میاشتو کې پیلېږي.

هیومن هورایزنز وايي، اول کال کې له شلو تر ۲۵ زرو دا ګاډي جوړوي.