"ازادي دا ده، چې د خپل حجاب په ساتلو د زدهکړې او خپل راتلونکي د ټاکلو حق ولرئ"
د
خوست ولایت اوسېدونکې، چې نوم یې ثريا دی او ۲۱ کاله عمر لري
وايي:
"په
دولسم ټولګی کې وم، چې طالبان راغلل. زموږ لپاره هغه ورځ یوازې د حکومت بدلون نه و
زموږ د ډېرو
خوبونو او هیلو پای و. د وېرې او نا امنۍ له امله مو نږدې یو- دوه کاله له
کوره د وتلو جرئت نه درلود او له سخت رواني فشار سره مخامخ شوو.
کله چې
مو لږ جرئت پیدا کړ او غوښتل مو پوهنتون پیل کړو، پوهنتونونه پر نجونو وتړل شول. بیا
مو په دې هیله دوه کلن انستیتیوت پیل کړ، چې لږ تر لږه خپلې زدهکړې بشپړې کړو. درې
سمېسترونه
مو په وېره
او سختیو کې ولوستل، خو د څلورم سمېستر پر مهال هغه هم بند شو. حتی
د یوه سېمستر
امتحان یې په یوه ورځ کی واخیست او په دې توګه زموږ د تعلیم وروستۍ دروازه هم وتړل
شوه.
زموږ
لپاره ازادي د دی معنی
نه لري، چې ښځه دې لوڅ سر وګرځي. ازادي دا ده، چې یوه ښځه د خپل حجاب په ساتلو سره د
زدهکړې کار تګ راتګ او د خپل راتلونکي د ټاکلو حق ولري. خو موږ نن ان په عادي ژوند
کې هم د محدودیتونو او پوښتنو له وېرې سره مخامخ
یوو،
ولې دې ټیکری داسې دی؟ ولې موبایل په لاس کې لرې؟ ولې دلته ولاړه یې؟
موږ ته
داسې احساس راکول کېږي، چې د ښځې ژوند یوازې د کور تر څلورو دیوالونو پورې محدود
دی. حال دا، چې موږ هم خوبونه لرو استعداد لرو او غواړو زدهکړه وکړو، کار وکړو او
خپل هېواد ته خدمت وکړو.
تر
ټولو دردونکې خبره دا ده، چې زموږ له لاسه یوازې د تعلیم حق نه دی اخیستل شوی زموږ
د راتلونکې د انتخاب حق هم رانه اخیستل شوی. موږ د خپل ژوند تر ټولو مهم کلونه په
انتظار، وېره
او محرومیت کې تېروو.
موږ
ستړې
شوې
یوو،
له محدودیتونو له وېرې او له هغو دروازو، چې هر ځل د خلاصېدو هیله ورته پیدا کړو بیا راته
تړل کېږي. موږ یوازې دا غواړو، چې د انسان په توګه خپل اساسي حقونه ولرو، زدهکړه
وکړو، کار وکړو او د خپل ژوند په اړه د پریکړې حق ولرو."
د لوګر اوسېدونکې رڼا (مستعار نوم):
د عکس سرچینه، ge
"د جمهوریت له سقوط او د طالبانو له
راتګ وروسته زما په ژوند کې د یوې افغانې نجلۍ په توګه ډېر بدلونونه راغلل. تر
ټولو لوی بدلون دا و، چې د زده کړې، کار او خپل راتلونکي د جوړولو ډېر فرصتونه
محدود شول.
له دی
مخکې که څه هم ستونزې موجودې وې، خو لږ تر لږه دا احساس مې درلود، چې کولی شم د خپل راتلونکي لپاره پلان جوړ کړم او خپلو هدفونو
ته ورسېږم. خو له هغه وروسته ډېر هغه شیان چې پخوا عادي وو، اوس د
ډېرو نجونو لپاره یوازې هیلې پاتې دي.
یوازینۍ ګټه، چې دې شرایطو ماته راورسوله دا وه، چې ما له ځان سره فیصله وکړه: که
طالبان هره دروازه د زده کړې راباندې وتړي، زه باید له موبایل، انټرنېټ او انلاین کورسونو څخه زده کړه وکړم.
ما له
ځان سره دا ژمنه وکړه، چې هېڅکله به نه درېږم، او هڅه به کوم، چې په هره ممکنه لاره مهارتونه زده
کړم. له همدې امله مې بیا هم خپل کوشش وکړ، او په دې موده کې مې ځینې مهارتونه زده کړل او د ځان د
پرمختګ لپاره مې هڅه وکړه.
په دې
موده کې، د طالبانو له راتګ وروسته ما هڅه وکړه، چې له انلاین فرصتونو څخه استفاده وکړم او
خپل مهارتونه زیات کړم.
ما د
انګرېزۍ ژبې زده کړه بشپړه کړه او وروسته مې د انګرېزۍ ژبې تدریس هم ورکړ. د کمپیوټر بېلابېل مهارتونه مې زده کړل او انلاین مې درې میاشتې د دیجیتل
مارکېټینګ برخه
هم ولوستله او کورس می بشپړ کړ.
په ټوله کې، هر هغه فرصت، چې راته برابر شوی، ما ترې استفاده
کړې او هڅه مې کړې، چې یو نوی مهارت زده کړم. تر ټولو سخته خبره دا ده، چې د ډېرو نجونو هیله او انګېزه کمه
شوې ده. کله چې یوه نجلۍ نه پوهېږي، چې سبا به د زده کړی کار او پرمختګ
اجازه ولري که نه، طبیعي ده، چې د راتلونکي په اړه به ناامیده او سرګردانه شي.
زما
لپاره د اګست ۱۵مه یوازې یوه نېټه نه ده، دا هغه ورځ ده، چې زموږ د ډېرو افغانانو، په ځانګړي ډول د نجونو،
د ژوند لوری بدل شو. خو بیا هم هیله لرم، چې یوه ورځ به افغانې نجونې وکولای شی په خپلواکه او ډاډه زړه زده کړې وکړي، کار وکړي او هغه راتلونکی جوړ کړي، چې خپله یې غواړي. زه یو خور او دوه وروڼه لرم. طالبان، چی راغلل ۱۳کلنه وم."
د طالبانو حکومت پنځه کاله د ښځو له خولې؛ "غوښتل مې قضا او څارنوالي ولولم"
په افغانستان کې د طالبانو حکومت له خوا پوهنتون ته د ښځو پر ورتګ له بنديز وروسته ګڼې افغان مېرمنې چې ښوونځی یې بشپړ کړی و او غوښتل یې پوهنتون ته ولاړې شي له لوړو زدکړو پاتې دي. یوه له دغو د لغمان ولایت اوسېدونکې چې مستعار نوم یې لطيفه دی وايي، غوښتل یې د حقوق پوهنځي کې قضا او څارنوالي ولولي خو پر لوړو زدکړو له بنديز وروسته اړ شوه چې لوړې زدکړې پرېږدي.
د ویډیو تشریح، د طالبانو حکومت پنځه کاله د ښځو له ژبې؛ "غوښتل مې قضا او څارنوالي ولولم"
"د اګست ۱۵ هغه ورځ ده چې زموږ پر مخ د ښوونځي او پوهنتون دروازې وتړل شوې"
یوه افغانه مېرمن چې مستعار نوم یې سلما دی وایی د طالبانو حکومت بيا واک ته رسېدل یا د "اګست ۲۵مه یې په ژوند کې تر ټولو تياره ورځ ده". دا وايي په دې ورځ یې "خپل ټول حقوق له لاسه ورکړل" او د دې په څېرې ګڼې نورې افغان نجونې له زدکړو او تعلیمه بې برخې شوې.
د ویډیو تشریح، "د اګست ۱۵ هغه ورځ ده چې زموږ پر مخ د ښوونځي او پوهنتون دروازې وتړل شوې"
وروستی, افغانه مېرمنه چې ځان او نورو ته یې د کار زمینه برابره کړې
شریفه رحیمي داسې افغانه مېرمن ده چې ماته یې نه ده منلې او له لګېدلو محدودیتونو سره سره یې ځان ته د کار زمینه برابره کړې. هغې په تېر جمهوري نظام کې د انجنیرۍ په برخه کې کار کاوه.
کله چې طالبان واک ته ورسېدل دنده یې له لاسه ورکړه.