مینه د خځلو ټوکرۍ کې

د ویډیو تشریح، مینه د خځلو ټوکرۍ کې
د خپرېدو وخت

مینه د خځلو ټوکرۍ کې، د لارو کوڅو بريتانوي انځورګر بنکسي هنري ټوټه، چې يوه برخه یې ويجاړه شوې، د لومړي ځل لپاره د جرمني یوه موزيم کې نندارې ته وړاندې شوې ده. دا انځور به د مارچ تر درېيمې دغه موزيم کې وي، چې لسګونه نندارچيان یې د ليدو لپاره ورمات دي، دا او د هنر ډېر نور خبرونه یې د دې اوونۍ هنري شېبو کې.