د طالبانو پنځه کلنه واکمني؛ دوی امنیت او ازادي خپله لاسته راوړنه ګڼي، منتقدان یې محدودیتونه غندي

د ویډیو تشریح، د طالبانو د حکومت پنځه کلنه واکمني، دې کلونو کې څه تېر شول؟
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

په داسې حال کې چې افغانستان کې د طالبانو حکومت د خپلې واکمنۍ پنځمه کلیزه لمانځي او چارواکي یې په هېواد کې امنیت ستایي، خو ګوتنیوونکي یې د ورځني ژوند په ټولو برخو کې د محدودیتونو لا سختېدل غندي.

دا اونۍ پلازمېنه کابل کې د طالبانو حکومت سپین بیرغونه هر ځای درول شوي دي. په نویو دېوالیزو انځورونو کې لیکل شوي: "خپلواکي د عزت، ویاړ او هویت نښه ده."

چارواکي به د کرېکټ یوه لوبه او د ورزش نورې سیالۍ هم ترسره کړي؛ خو نجونې او ښځې له دغو سیالیو د ګډون کولو منع دي. تمه ده چې د طالبانو پلویان هم په هغو مراسمو کې راټول شي چې د طالبانو د وسله‌والو کابل ته د ننوتلو د پنځمې کلیزې په مناسبت جوړېږي.

د بهرنیو ځواکونو ځینې پرېښودل شوي وسایط هم په دې اونۍ کې نندارې ته اېښودل شوي دي، چې په هغو کې یو هموې موټر هم دی.

د بیرغونو د پلورونکو ترڅنګ، د پوهنتون ۲۰ کلن محصل پیروز میرزایي وویل چې حکومت امنیت، د زیربناوو پروژې او "د سوداګرو لپاره ډېر فرصتونه" برابر کړي دي، خو "د ځوانانو لپاره تر ټولو لویه ننګونه دا ده چې د کار زمینه ډېره کمه ده."

د طالبانود حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد روانه میاشت وویل چې چارواکي د "اقتصاد بنسټونه" جوړوي او صبر ته اړتیا ده.

د سړي سر ناخالص کورني تولید کچه د کمېدو په حال کې ده، چې یو لامل یې په درېیو کلونو کې له ګاونډیو ایران او پاکستانه د میلیونونو افغانانو بېرته افغانستان ته راتګ بلل شوی دی؛ په داسې حال کې چې نړیوال بانک اټکل کړی چې واقعي اقتصادي وده ۴.۸ سلنې ته رسېدلې ده.

"زندۍ‌کوونکي محدودیتونه"

طالبان

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

که څه هم طالب چارواکو له ګڼو هېوادونو، د اروپا له ځینو هېوادونو سره هم، اړیکې جوړې کړې دي، خو د دوی حکومت تر اوسه یوازې روسیې په رسمي توګه په رسمیت پېژندلی دی.

له ګاونډي پاکستان سره اړیکې ډېرې ترینګلې شوې دي او دواړه هېوادونه سږ کال جګړې ته هم داخل شوي دي. دې وضعیت په افغانستان کې بشري کړکېچ لا پسې سخت کړی، په داسې حال کې چې خلک لا له وړاندې د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.

ځینو هېوادونو پرېکړه کړې چې له طالبانو سره خپلې اړیکې تر هغه محدودې وساتي چې په افغانستان کې بدلونونه رامنځته شي. ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې خلک له "خورا واقعي زیانونو" سره مخ دي.

طالبان

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یوناما د بشري حقونو مشرې فیونا فریزر وویل چې خلکو د داسې "ساه‌تنګوونکو محدودیتونو د ټینګښت" تجربه کړې چې د دوی د ورځني ژوند نژدې په هر اړخ او بشري حقونو کې لاسوهنه کوي.

ښځې تر ټولو ډېرې اغېزمنې شوې دي. هغوی پارکونو ته نه پرېښودل کېږي او له ډېرو دندو هم محرومې شوې دي، په داسې حال کې چې له ۱۲ کلنۍ پورته د نجونو زد‌کړه هم منع ده.

یوه ۲۳ کلنه ښځه، چې د امنیتي دلایلو له امله یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل چې د "زندۍ کېدو" احساس یې کړی دی.

هغې وویل: "دا پنځه کاله دومره سخت او ستړي کوونکي وو چې داسې احساس کوم لکه ۵۰۰ کلنه ښځه یم؛ داسې ښځه چې مري هم نه."

طالبان

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

"د کار نشتوالی"

طالبان په داسې هېواد کې چې نړیوال بانکي نظام ته لاسرسی نه لري، د اقتصادي "ځان‌بساینې" مفکوره ترویجوي او د کانونو پر سکتور ډېر تمرکز کوي. د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد دا خبره د جولای په میاشت کې کړې وه.

د ملګرو ملتونو په وینا، نږدې ۱۴ میلیونه افغانان د سختې لوږې له وضعیت سره مخ دي.

د موسیقۍ اورېدلو او د فلمونو لیدلو بندیز، د دولتي کارکوونکو او محصلینو لپاره د سمارټ‌فونونو محدودول، بدني مجازات، د نارینه‌وو لپاره د ږیرې پرېښودلو اجباري کول او د ښځو لپاره له سره تر پښو پورې د ځان پټولو شرطونه، د دغو محدودیتونو له ډلې دي.

افغانستان په نړۍ کې یوازېنی هېواد دی چې نجونې او ښځې پکې له منځنیو او پوهنتوني زدکړو منع دي.

د شنبې ورځې د لمانځغونډو پر مهال، س.، یوه ۲۳ کلنه محصله چې د خپلې زد‌کړې له درېدلو وروسته آنلاین درسونه تعقیبوي، په کابل کې به په خپل کور کې پاتې شي او د امنیتي دلایلو له امله به په پټه موسیقي واوري.