"مینه عمر نه غواړي"

د عکس سرچینه، @ANAMHAMEED
د پاکستان د هنري صنعت دوو وتلو ستورو هنرمنې ثمینه احمد او منظر صهبايي سره واده شول.
د دوی مینوالو د خواله رسنیو له لارې ور سره مینه ښودلې او د په دې عمر یې د دوی د واده د پرېکړې هرکلی کړی دی.
۷۰ کلنې ثمینه احمد په ۱۸ کلنۍ کې د پاکستان تلوېزون کې ډرامو ته مخه کړه.
نوموړې د اکړ بکړ، الف نون، فیملي فرنټ، انګن، ګل رانا او سنګت په څېر ډرامو سره لومړنی کار پیل کړ.
له بلې خوا ۷۰ کلن منظر صهبايي د ماه میر، بول او زنده بهاګ په څېر فلمونو کې کار کړی، اوس یي الف ډرامه کې رول هم ډېر ستایل شوی دی.
د ټوېټر کارن عروج منیر لیکلي: نوی پیل هیڅکله هم ناوخت نه دی، مینه عمر نه لري، دواړه مې ډېر خوښ شول، دواړو ته مبارک شه.
خبریالې انیله خالد لیکلي ثمینه احمد او منظر صهبايي داسې ټولنه کې نوی ګام کېښود چې یوازنی انتخاب پکې ژر واده دی.

د عکس سرچینه، TWITTER/ANEELAKHALED
افراسیاب خان لیکلي: عمر مو د احساساتو نمایندګي نه کوي، ثمینه احمد اتله ده او د ټولو خوشالیو حق لري.
پښتنې سیاستوالې بشرا ګوهر هم خپل پیغام کې دې جوړې ته مبارکي ور کړې ده.
خو ځینې سیاستوالو خپل زړه هم تش کړی دی.
شېردل لیکلي، هغه کسان چې ثمینه احمد او صهبايي ته مبارکي ور کوي، عمران خان ته یې په ۶۵ کلنۍ کې په دریم واده نیوکه کړې وه.



















