کرېکټ: افغانستان په څلورمه لوبه کې ایرلنډ ته ماتې ورکړه

کرېکټ

د عکس سرچینه، afghanistan cricket board

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۱ دقیقې

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې بلفاسټ کې له ایرلنډ سره په څلورمه یوه ورځنۍ لوبه کې د ۴۲ منډو په توپیر سره بریا خپله کړه. د نن لوبې پچه ایرلنډ وګټله او لومړی یې د توپ اچوونې پرېکړه وکړه.

له دې مخکې افغان لوبډلې د ۹ وېکټو په زیان سره ۳۴۳ منډې جوړې کړې او ایرلنډ لوبډلې ته یې د ۳۴۴ منډو هدف وټاکه. ایرلنډ لوبډلې په ځوابي لوبه کې ۳۰۱ منډې وکړې.

د صدیق الله اتل ۱۴۳ او ابراهیم ځدراڼ ۱۰۷ منډو د ایرلنډ پر وړاندې د افغانستان لپاره د دروند هدف ټاکلو کې مهم رول ولوباوه.

د افغانستان کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې دا په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې د افغان لوبډلې تر ټولو لوړې منډې بلل کېږي.

افغان لوبډلې له دې وړاندې په ۲۰۱۴م کال کې د شري لنکا پر وړاندې لوبه کې د ۶ وېکټو په زیان سره ۳۳۹ منډې جوړې کړې وې، چې هغه مهال په یوه پاڼۍ کې د افغان لوبډلې تر ټولو ډېرې منډې شمېرل کېدې.

د ایرلنډ له لوري د اندې بالبیرني له ۱۰۹ منډو او کورټیس کمپهر له ۸۴ منډو پرته نور لوبغاړي ډېر ښه و نه ځلیدل.

د افغانستان له لوري راشدخان درې، یامین احمدزي څلور او عظمت الله عمرزي دوې وېکټې ترلاسه کړې.

د افغان له لوري راشد خان په خپل نهم اوور کې په دوو پرلپسې توپونو دوې پرلپسې ویکټې ترلاسه کړې او د ايرلنډ لوبډلې پنځم او شپږم توپوهونکي یې له ډګره بهر کړل.

له دې مخکې د اګست پر لسمه افغانستان ایرلنډ ته د پنځو یو ورځنیو نړیوالو لوبو په درېیمه لوبه کې په دريو وېکټو ماته ورکړه او له دې سره یې د ۲۰۲۷ کال پنځوس اوریز نړیوال جام سیالیو ته مخامخ لاره پیدا کړه.

د افغانستان او ایرلنډ تر منځ د یوه ورځنیو لوبو د لړۍ وروستۍ لوبه یې د روانې میاشتې پر ۱۵مه نېټه ترسره کېږي.