ټایګر؛ د څلورو پښو ګاډی کومې ځانګړنې لري؟

د عکس سرچینه، HYUNDAI
هیونډا کمپنۍ داسې ازمایښتي ګاډی جوړ کړی چې پر ټېرونو سربېره پښې هم لري او لرې پرتو او سختو سیمو کې تللی شي.
د ګاډي نوم ټایګر دی او په هر ټېر کې پښه لري چې د اړتیا پر مهال پرانیستل کېږي او تګ کې له خنډونو تېرېدو کې مرسته ور سره کوي.
ټایګر هغې سټوډیو ډیزاین کړی چې هیونډا تېر کال په کلیفورنیا ایالت کې تاسیس کړه.
د نیو هواریزن په نوم دا سټوډیو د امریکايي کمپنیو په همکارۍ پر داسې ټیکنالوجیکو ډیزانونو چورلي چې ټاکلې ده راتلونکي کې وکارول شي.
ټایګر دا مهال څوک لېږدولی نه شي او د یوه بکس په اندازه دی.
هیونډا وايي، د دغه ګاډي د جوړولو اصلي موخه یې داسې سیمو ته د لومړنیو مرستو او توکو رسول دي چې د طبیعي پېښو له امله رسېدل ورته ناشوني وي.
دا ګاډی له پوهانو سره د لرې پرتو سیمو په موندنو مرسته کولی او هم په نورو سیارو کې کارېدلی شي.
ټایګر ۲۸ ماشینونه او ۲۸ حسګر یا ټرکونه لري او ټایرونه یې هم ۳۶۰ درجې تاوېدلی شي.
دا ګاډی خپلچاری یا اتومات حرکت کوي او له لرې کنټرولېدلی شي.

د عکس سرچینه، HYUNDAI
د ټایګر لپاره یوه بې پیلوټه الوتکه هم ډیزان شوې چې له اسمان یې خپل هدف یا مقصد ته رسولو کې مرسته کوي.
د ټایګر باډۍ داسې جوړه شوې چې د اړتیا له مخې، ډبه یا نورې وسیلې پرې اچول کېدلی شي.
هیوانډا د ټایګر جوړولو سره سوداګریزه موخه هم لري او غواړي د نورو ګاډو جوړوونکو په څېر داسې اتومات ګاډي جوړ کړي چې د رسوونکي په توګه یې وکاروي.
ګادي جوړوونکي اټکلوي چې هغه اتومات رسوونکي ګاډي به راتلونکو لسو کلونو کې ډېره وده وکړي چې د انټرنیټ له لارې اخیستل شوې سودا تر خلکو رسوي.
ځینې موسسې اټکلوي چې دا کارو کسب به تر ۲۰۳۰ کال له ۹۰ میلیارد ډالرو ډېر شي.
د ټایګر په څېر پروژې له هیونډا سره مرسته کوي چې دا ډول رسوونکو ګاډو ته اړینه ټیکنالوجي جوړه او وازمويي.




















