اپېکس کومېټه: "د پاکستانیانو وینه بهوونکي ترهګر به عبرتناکه سزا وګوري"

PM

د عکس سرچینه، PID

د خپرېدو وخت

د خیبرپښتونخوا مرکز پېښور کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ اپېکس کومېټې ویلي چې د "پاکستانیانو وینه بهوونکي ترهګرو به عبرتناکه سزا وګوري" او دا چې پر بې ګناه خلکو برید کوونکي به له سزا پرته نه پاتې کېږي.

دې کومیټې دا ټینګ هوډ هم ښودلی چې "په هره بیه وي د ولس د ځان او مال خوندیتوب به ډاډمنېږي."

د اپېکس کومېټې غونډه د جمعې پر ورځ جوړه شوې وه او د پاکستان د مرکزي کابینې پر وزیرانو سربېره پکې د دغه هېواد د پوځ مشر عاصم منیر، استخباراتي افسرانو او ګڼو سیاسي مشرانو برخه اخیستې وه.

‌دا غونډه پېښور کې د پولیسو یوه مرکز اړوند جومات کې د تېرې اوونۍ تر خونړي ځانمرګي برید وروسته جوړېږي.

هغه برید کې تر سلو ډېر کسان وژل شوي‌ او د دې دوه برابره نور ټپیان شوي وو.

د دې غونډې ګډونوال په ځانګړي توګه پر همدغه برید او په ټوله کې د خیبرپښتونخوا پر امنیتي وضعیت خبرې کړې.

د اپېکس کومېټې اعلامیه کې راغلي چې استخباراتي چارواکو دې ناسته کې په ټولیز ډول پر امنیتي وضعیت رڼا واچوله او د خیبرپښتونخوا پولیس مشر جنرال معظم جاه انصاري د پولیس لاینز جومات کې د شوي برید په اړه څېړنو کې د شوي پرمختګ مالومات شریک کړل.

د غونډې ګډونوالو د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د پاکستاني ځواکونو هڅې او قربانۍ ستایلي او د دې مبارزې بریا لپاره یې د دوی د امکاناتو او وړتیا پر پیاوړې کېدو ټینګار کړی.

پېښور لپاره د خوندي ښار پلان او د ترهګرۍ جرړو ایستلو هوډ

پاکستان

د عکس سرچینه، PID

د عکس تشریح، د اپېکس کمېټې غړو ویلي د ترهګرۍ د هرې بڼې او ډول پر وړاندې به د 'صفر زغم' چلن خپلېږي.

د اپېکس کومېټې اعلامیه وايي په دې ناسته کې پرېکړه شوې چې خیبرپښتونخوا کې به هم د پنجاب ایالت په څېر د ترهګرۍ ضد څانګې ودانۍ جوړه او همدا راز د عدلي طب یو پرمختللې لابراتوار پرانیستل شي.

د دې غونډې ګډونوالو پښتونخو کې هم د لاهور او اسلام اباد په څېر د خوندي ښار پلان د عملي کېدو پرېکړه کړې چې پولیس به ورته تر ښې روزنې وروسته په پرمختللو وسایلو سمبال شي.

دوی د کډوالۍ او د پولې مدیریت او کنټرول چارې هم ارزولې دي.

پېښور کې د اپېکس غونډې ګډونوالو ویلي چې د ترهګرۍ د جرړو ایستلو لپاره د دې اړتیا ده چې د دولت ټول سکتورونه یو بل ته لاس ورکړي او همغږه ګډ کار وکړي.

دوی پر دې هم ټینګار کړی چې مرکزي او ایالتي ادارې باید د ترهګرۍ ختمولو لپاره یو ډول فکر او عمل وکړي او د دې لپاره یې د یوې رغنده تګلارې جوړېدو لارښونه کړې ده.

د اپېکس کمېټې ګډونوالو هوکړه کړې چې د پاکستان دننه به د ترهګرۍ ملاتړې سرچینې وچوي او د ترهګرۍ د هرې بڼې او ډول پر وړاندې به د 'صفر زغم' چلن خپلېږي.

دوی پر دیني عالمانو، مخورو او مذهبي مشرانو هم غږ کړی چې د ممبر او محراب له لارې د ترهګرۍ ضد مبازه کې همکاري‌ وکړي او خلک پر دې وپوهوي چې دا ډول بریدونه قطعآ حرام او د قران او سنتو خلاف دي.