ژوندۍ پاڼه, ایران د اسرائیلو پر لور توغندي توغولي

ایران د لبنانۍ پلازمېنې بيروت په جنوب کې د اسرائیلو د بریدونو په ځواب کې د دغه هېواد په شمالي سیمو بالسټيک توغندي توغولي دي او ويلي یې دي چې که پر بيروت بريد وشي دوی غلي نه پاتې کېږي.

ژوندی پوښښ

  1. د اسرائیلو پر شمال د ایران د توغنديو برید

    ایران وايي پر لبنان د اسرائیلو د بریدونو په ځواب کې یې د اسرائیلو پر شمالي برخو بالسټيک توغندي توغولي او ګواښ یې کړی چې که اسرائیل نور بریدونه وکړي دوی به هم خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

    د اسرائیلو د پوځ ویاند بيا د ایران د توغنديو بریدونه "لويه تېروتنه" بللې او ويلي یې دي چې د اسرائیلو پوځ به "ایران ته اجازه ورنه کړي چې پر اسرائیلي وګړو دې توغندي وتوغول شي."

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له دواړو غاړو غونښتي چې يو پر بل نور بریدونه ونکړي.

  2. ټرمپ: د ایران بریدونو مرګژوبله نه ده اړولې؛ د نوي برید اړتیا نشته

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر اسرائیلو د ایران له توغنديز برید وروسته له څو امریکایی او نړیوالو رسنیو سره خبرې کړې او د تاوتریخوالي د زیاتېدو د مخنیوي پر اړتیا یې ټینګار کړی دی.

    د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره د ټلیفوني خبرو وړاندې هغه د اکسیوس په نامه یوې رسنۍ ته ويلي وو، د اسرائیلو له لومړي وزیره به وغواړي چې د ایراني بریدونو په ځواب کې غچ اخيستونکی برید ونکړي.

    د اسرائیلو له ۱۲ کانال سره په یوه مرکه کې، ټرمپ ورته دریځ تکرار کړ، او ویې ویل، نه غواړي "نن شپه بل برید" وکړي. د اسرائیلو ټایمز لخوا د هغه له قوله ویل شوي، "د ایران بریدونو هېچا ته زیان نه دی رسولی. هر اړخ خپل کار وکړ؛ اسرائیلو برید وکړ او ایران هم برید وکړ. موږ بل برید ته اړتیا نلرو."

    ټرمپ مخکې له فایننشل ټایمز سره په یوه مرکه کې هم ویلي وو چې نتنیاهو "به له ایران سره د معاملې منلو پرته بله چاره ونه لري،" پداسې حال کې چې یوې موافقې ته د رسېدو او د سیمه ایزو کړکیچونو د کنټرول هڅې دوام لري.

  3. ایران د امام خمينی هوايي ډګر ته الوتنې لغوه کړې دي

    د ایران او اسرائیلو تر منځ د نوې پوځي شخړې اندېښنو سره د ایران د ملکي هوايي چلند ادارې اعلان کړی چې د امام خميني هوايي ډګر ته ټولې الوتنې به تر بلې خبرتيا پورې ځنډول شوې دي.

    د يادې ادارې په اعلاميه کې راغلي چې "مسافر باید هوايي ډګر ته له ورتګ څخه ډډه وکړي او د نورو خبرتياو لپاره دې له رسمي چارواکو سره اړيکه ونیسي."

    پر اسرائیلو له بریدونو وروسته د ایران د خاتم الانبيا مرکزي قرارګاه په يوه بيان کې ویلي چې که اسرائیل پر بيروت خپل بريدونه پراخ کړي یا د ایران اقداماتو ته ځواب ووايي، د دوی په ټکو له سختو ګوزارونو سره مخامخ شي.

    په بيان کې راغلي، "موږ مخکې خبرداری ورکړی و چې که بریدونه د بيروت شاوخوا سيمو ته خپاره شي، موږ به په اسرائیلو کې موخې په نښه کړو".

  4. اسرائیلو د ایران برید "ستره تېروتنه" بللې ده

    د اسرائیلو د پوځ ویاند افي ډفرين ویلي، ایران د توغنديو بریدونو سره "لويه تېروتنه" وکړه.

    نوموړي په عبراني ژبه يوه خبري کنفرانس کې وويل، د اسرائیلو پوځ "ایران ته اجازه نه ورکوي چې پر اسرائیلي وګړو دې توغندي وتوغول شي."

    "موږ نورو احتمالي بریدونو ته چمتو يوو."

    د هغه په وینا په ټول اسرائیل کې د هوايي دفاع سيسټمونه ځای پر ځای شوي او د هېواد لوی درستيز د تازه بریدونو وروسته د وضعيت ارزولو لپاره غونډه کوي.

    د اسرائیلو پوځ ټینګار کړی چې "پوځ به یې په ټول لبنان کې خپلو عملياتو ته دوام ورکړي او د ترهګريزې ډلې حزب الله پر وړاندې به خپل بریدونه ګړندي کړي."

    دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د لبنان او بيروت په جنوبي څنډو کې د اسرائيلو په بریدونو کې زياتوالي راغلی او له دې سره په سيمه کې د شخړې زیاتېدو اندېښنې راپورته کړې دي.

  5. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ایرانه غوښتي چې بريدونه ودروي

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د بريدونو په ځواب کې چې د تهران او واشنګټن تر منځ له اوربند سرغړونه بلل کېږي ويلي، پر بيروت د اسرائیلو له بریدونو "خوښ نه دی" او ایران ته یې هم سپارښتنه کړې چې بریدونه ودروي او د خبرو اترو مېز ته راستانه شي.

    د امريکا يوې خبري شبکې فاکس نيوز سره په مرکه کې ډونلډ ټرمپ ایران ته ويلي، "تاسو خپل توغندي توغولي دي. بس دي. بېرته د خبرو اترو مېز ته وګرځئ او موافقه وکړئ."

    ښاغلي ټرمپ د يکشنبې په ماښام وويل، "اوس بي بي [بنيامين نتنياهو] ته ټليفون کوم او ورته وبه وایم چې غچ وانخلي. دواړو خواوو خپل کار کړی دی، اسرائیلو خپل کار کړی او ایران هم خپل کار کړی. د بل برید اړتيا نشته."

    نوموړي زياته کړې، "موږ له ایران سره وروستۍ هوکړې ته ډېر نژدې یوو. دا به يوه ښه موافقه وي. زه نه غواړم چې دا فرصت د هغه څه له کبله له لاسه ورکړل شي چې اوس روان دي."

    د امریکا ولسمشر خبرداری ورکړی چې که اسرائیل بيا برید وکړي، د شخړې دوره د اوږدې مودې لپاره غځېدلی شي. د ښاغلي ټرمپ په وینا، "که اسرائیل ځواب ورکړي، دا شخړه د ۴۷ نورو کلونو لپاره دوام کولی شي، یا ان دری زره کاله نور."

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ

    د عکس سرچینه، Getty Images

  6. وروستی, ایران د اوربند له پيل راهیسې په لومړي ځل پر اسرائیلو توغندي توغولي

    ایران د لبنانۍ پلازمېنې بيروت په جنوب کې د اسرائیلو د بریدونو په ځواب کې د دغه هېواد په شمالي سیمو بالسټيک توغندي توغولي دي او ويلي یې دي چې که پر بيروت بريد وشي دوی غلي نه پاتې کېږي.

    پر اسرائیلو د ایران بریدونه

    د عکس سرچینه، Getty Images