ولې درې افغانان او یو پاکستانی په ایټالیا کې یوه موټر کې وسوځول شول؟

د پولیسو د څېړنو او امنیتي کمرې د ثبت شویو انځورونو له مخې، دوه تورن قراردادیان تر دې وروسته چې پر موټر او کارګرانو یې پټرول وشېندل او اور یې ورته کړ، له موټر نه یې  د کارګرانو د وتلو مخه نیوله.

د عکس سرچینه، Social

د عکس تشریح، د ایټالیا د کالبریا سیمې په یوه پټرولو پمپ کې د هغو درېیو افغانانو او یو پاکستانی لېږدونکی موټر، د ټکان ورکوونکې اورلګېدنې وروسته په انځور کې ښکاري.
    • Author, مامون درانی او علي حسیني
    • دنده, د بي‌بي‌سي افغانستان د حقیقت موندنې څانګه
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

"ما اورېدلي چې ظالمانو زما زوی په اور کې سوځولی دی. نه پوهېږم چې هغه به په څه حالت کې و. ښایي ما ته یې غږ کاوه، خو زه له هر شي بې ‌خبره کور کې ناسته وم."

دا د عصمت‌الله قیامي د مور خبرې دي. نوموړی له هغو درېیو افغانانو څخه یو و چې تېره اوونۍ د یوه بل پاکستاني سره د ایټالیا په سویل کې د یوه موټر دننه ووژل شول او ادعا کېږي چې دا کار د دوو پاکستاني قراردادیانو له خوا شوی دی.

دې پېښې پراخ غبرګونونه را وپارول او د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا مېلوني وویل چې دې "وحشتناکې وژنې ټول خلک حیران کړي دي."

د دې هېواد دولتي تلوېزیون ویلي چې وژل شوي کسان درې افغانان د عصمت‌الله قیامي، امجد صافي او فضل امین خوګیاڼي په نومونو او یو پاکستانی د وسیم خان په نوم دي.

دوه پاکستاني وګړي هم د دې قضیې په تړاو نیول شوي دي.

د ایټالیایي رسنیو د راپورونو له مخې، سفیر احمد او علي رضا، چې دواړه ۳۱ کلن دي، د دې قضیې په تړاو تر څېړنو لاندې دي او دا مهال یې د چوپتیا له حق څخه ګټه اخیستې ده.

بي‌بي‌سي د دغو درېیو افغانانو او یوه پاکستاني له لسو څخه زیاتو دوستانو او خپلوانو سره خبرې کړې دي.

عصمت‌الله قیامي، چې د دې پېښې له قربانیانو څخه و، شاوخوا نهه کاله وړاندې د جوزجان ولایت له اقچې څخه اروپا ته روان شوی و.

هغه پنځه کاله په ترکیه کې تېر کړل، وروسته جرمني ته ولاړ او هلته یې دوه کاله ژوند وکړ. په جرمني کې یې د دایمي استوګنې غوښتنه رد شوه او اړ شو چې ایټالیا ته لاړ شي.

عصمت‌الله په افغانستان کې د خپلې کورنۍ د ژوند لګښتونه برابرول. د هغه یوه خپل بي‌بي‌سي ته ویلي: "تمه دا وه چې له اختر وروسته خپلې کورنۍ ته پیسې ولېږي، ځکه چې د کار څښتن یې د څو میاشتو معاش نه و ورکړی. "

د دغو کسانو د یو ځای کېدو کیسه د ایټالیا د ساسارې له سیمې پیلېږي

د هغو څلورو ځوانانو انځورونه چې عمرونه یې د ۱۸ او ۳۰ کلونو ترمنځ وو او په ایټالیا کې یې د پناه غوښتنه کړې وه، خو د ۲۰۲۶ کال د جون په لومړۍ نېټه په یوې پېښې کې ووژل شول.

د عکس سرچینه، Family

د عکس تشریح، له ښۍ خوا فضل امین خوګیاڼی (افغان)، عصمت الله قیامي (افغان)، امجد صافی (افغان) و وسیم خان (پاکستانی)

د دې قربانیانو شپږو ملګرو او نږدې دوستانو، چې له هغوی سره یې په یوه پنډغالي کې ژوند کاوه، بي‌بي‌سي ته ویلي چې دوو پاکستاني قراردادیانو څو میاشتې مخکې دوی د ساسارې له سیمې د کالبریا سیمې ته د ځمکني‌ توتانو په کروندو کې د کار لپاره بیولي وو.

ادعا کېږي چې سفیر احمد او علي رضا، چې پاکستاني قراردادیان وو، څو ځله د افغانانو په ګډون له نورو کارګرانو سره د څو میاشتو معاشونو د نه ورکړې له امله شخړې کې کښېوتې وو.

د هغو کسانو په وینا چې بي‌بي‌سي ورسره خبرې کړې دي، ترټولو تازه شخړه د قراردادیانو او کارګرانو ترمنځ، په موټر کې د اور لګېدنې له پېښې لږ وړاندې وه.

د پېښې په ورځ هغه موټر چې پنځه کارګران یې له کاره بېرته را وستل، د تېلو اخیستو لپاره په یوه پټرول پمپ کې ودرېد.

بیا دوه کسان چې په مخکېنۍ څوکۍ کې ناست وو، ووتل او یوه یې په موټر کې دننه ناستو کارګرانو باندې پټرول وشېندل او بیا بل کس د لایټر په مټ هغوی ته اور ور واچاوه.

د امنیتي کمرو په تصویرونو کې معلومېږي چې دوه تنه په موټر کې د ناستو کسانو د وتلو مخه نیسي، په داسې حال کې چې له موټره تورې لوخړې پورته کیږي‌.

وروستيو انځورونو کې یو داسې موټر ښکاري، چې په بشپړه توګه سوځېدلی دی. په دغه موټر کې څلور تنه مړه او یو تن ژوندی پاتې شو.

په انځور کې د سوځېدلي موټر پاتې شوني لیدل کېږي. د پېښې په ورځ، دغه موټر چې پنځه کارګران یې له کاره بېرته راوستل، د تېلو اخیستو لپاره په یوه پټرولو پمپ کې ودرېد.

د عکس سرچینه، Social

د عکس تشریح، د ایټالیا د کالبریا په سیمه کې د تېلو پمپ؛ هغه ځای چې پکې د کډوالو کارګرانو لېږدونکی موټر وسوځول شو.

د دې پېښې بل قرباني فضل‌امین خوګیاڼی و، چې ۲۸ کلن او د پوځ پخوانی غړی و.

د هغه تره (کاکا) بي‌بي‌سي ته ویلي چې فضل‌امین دوه نیم کاله په جرمني کې ژوند کړی و، خو وروسته د ډوبلین د قانون له مخې بلغاریا ته واستول شو، ځکه چې په لومړي ځل د بلغاریا له لارې اروپايي اتحادیې ته ننوتی و.

فضل‌امین شاوخوا یو کال وړاندې ایټالیا ته تللی و او په دې وروستیو کې یې د حکومت له خوا د کار جواز هم ترلاسه کړی و.

د فضل امین خوګیاڼي یو نږدې ملګری وایي، قراردادیانو د مېوې راټولوونکو کارګرانو سره ژمنه کړې وه چې د اتو ساعتونو کار په بدل کې به هره ورځ ۴۵ یورو ورکول کېږي، خو د اپرېل له ۲۰مې راهیسې یې هیڅ پیسې نه وې ترلاسه کړې.

امجد صافی، چې ۲۷ کلن و او د سوځېدلي موټر له سپرلیو څخه و، شاوخوا ۱۳ کاله کېدل چې خپله کورنۍ یې نه وه لیدلې.

ده ۱۱ کاله په اتریش کې ژوند کړی و، خو د هغه هېواد د کډوالۍ د سختو قوانینو له امله یې د پناه غوښتنې غوښتنلیک درې ځله رد شوی و.

نوموړی یو کال وړاندې ایټالیا ته تللی و او د ساسارې په نوم د یوې جزیرې پنډغالي کې اوسېده چې پاکستاني قراردادیان د کرنیز کار لپاره ورپسې ورغلي وو.

د هغه د تره زوی بي‌بي‌سي ته ویلي چې امجد هم د خپل معاش د نه ترلاسه کولو په اړه شکایت درلود.

د عیني شاهدانو په وینا، هغه کسان چې موټر ته یې اور اچولی و، له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلي وو، خو وروسته د پولیسو له خوا ونیول شول.

د عکس سرچینه، Social

د عکس تشریح، د پېښې له ځایه اخیستل شوی هوايي انځور؛ د تېلو پمپ او په اور کې سوځېدونکی موټر پکې ښکاري، په داسې حال کې چې پولیس لا سیمې ته نه وو رسېدلي.

وسیم خان، ۲۹ کلن او پاکستانی وګړی و. هغه اته میاشتې مخکې له اذربایجان نه ایټالیا ته تللی و. نوموړی د خپلې کورنۍ تر ټولو کشر غړی و.

د هغه ورور عدنان بي‌بي‌سي ته ویلي چې وسیم اویا ورځې کار کړی و، خو معاش یې نه وترلاسه کړی.

وسیم خان خپل ورور ته د پېښې یوه ورځ مخکې ویلي وو چې سبا به د وروستي ځل لپاره کار ته ولاړ شي او بیا به نور کار ته نه ځي.

د پېښې پر ورځ د غرمې په دولسو بجو عدنان خپل ورور ته د واټساپ پیغام واستاوه، خو نور یې هېڅ ځواب ترلاسه نه کړ.

تر اوسه د شکمنو کسانو یا د هغوی د وکیلانو له لوري د لګېدلو تورونو په اړه هېڅ رسمي څرګندونې نه دي شوې، څو د هغوی دریځ روښانه شي. خو د قربانیانو خپلوان اوس د هغوی د جنازو او پاتې شونو ور سپارل کېدو ته په تمه دي.

د وسیم خان ورور وايي: "زموږ غوښتنه دا ده چې زما د ورور د جسد هره پاتې برخه موږ ته وسپارل شي."

د عصمت‌الله د تره زوی هم د هغه د مور له خولې بي‌بي‌سي ته ویلي‌: "که زما د زوی یوازې یو هډوکی هم پاتې وي، غواړو چې موږ ته را وسپارل شي".

په ایټالیا کې د افغانستان سفارت وايي، تر هغو چې د دې قضیې قانوني اړخونه او بهیر بشپړ نه شي، افغانستان ته د جنازو لېږدول ناشونې دي.