شهباز شریف: ترهګرو ته په پناه ورکولو کې پرمخ روان یاست، خو خپلو ته لاس ورکولو تیار نه یئ

شهباز شریف

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت

د پاکستان لومړي وزیر شهبازشريف ويلي، يو خوا ترهګر دلته د اوسېدو لپاره راوړل شوي، خو بل پلو د هېواد د برخلیک لپاره له خپلو خلکو سره لاس يو کولو ته تيار نه يوو.

ښاغلي شریف د اپېکس کمېټۍ غونډې ته د وینا پر مهال وویل، د ترهګرۍ ضد جګړه کې هر ډول اختلافات، که سیاسي، مذهبي او یا هم سیمه ییز وي، باید یو طرف ته کړل شي او د یو ملت په توګه ځان سره جوړ کړو.

هغه ويلي، تر څو چې ټول اساسي بنسټونه ملت سره يو ځاى نه کړي، خبرې پایله نه ورکوي. "مونږ باید په خپلو کې یووالی رامنځ ته کړو، پرته له هغه به د مقابلې توان ونه لرو"

"تاسو د هغو کسانو د ابادولو لپاره مخ پر وړاندې روان یاست چې په پاکستان کې یې د ظلم بازار تود کړی وو او د هېواد د برخلیک د ښه کولو لپاره ورسره لاس او ګریوان یاست. ما د یوه داسې ګوند مشر ته هم بلنه ورکړې ده چې ما ته لاس راکول نه خوښوي. زه هیله لرم چې ځواب به منفي نه وي. موږ به د ملت د لوی هدف لپاره سره راټول شو"

بل خوا د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ویلي، هغه اوسنی ایتلافي حکومت په رسمیت نه پېژني چې د ترهګرۍ د خپر‎ېدو اجازه یې ورکړې ده.

نوموړي پر ټویټر په یوه پیغام کې ویلي، "زه دا وارد شوی حکومت نه پېژنم چې د توطیې او سوداګرۍ له لارې راوستل شوی." شهباز شریف څنګه دومره بې شرمه کېدای شي چې حکومت یې په لسو میاشتو کې اقتصاد او ډیموکراسي تباه کړه. "

عمران خان وايي، د شهباز شریف په دوره کې اساسي بشري حقونه او د قانون حاکمیت تر پښو لاندې شو او د ترهګرۍ د خپریدو اجازه ورکړل شوه.

عمران خان

د عکس سرچینه، Getty Images

لومړي وزیر شهباز شریف د اپیکس کمېټۍ غونډې ته په خبرو کې ویلي، امنیتي نیمګړتیاوې به وڅېړل شي چې معلومه کړي نیمګړتیا چېرې وه. خو زیاتوي هغه خبرونه چې وايي دا د بې پيلوټه الوتکې برید وو، په داسې یوې حساسې موقع کې دا تورونه او نیوکې ناسمې دي.

د ښاغلي شریف په وینا دا هغه پړاو دی چې ملتونه پکې جوړیږي او یا ماتیږي. خو موږ به په یووالي دا چاره بریالۍ کړو. موږ به په ګډه دا بریالي کړو.

"په وروستیو کلونو کې د ضرب عضب او ردالفساد عملیاتو په پایله کې ترهګري ختمه شوه. پر موږ نیوکه کوونکي هم په دې باور دي چې په څلورو واړو صوبو کې خپره شوې ترهګري له منځه تللې وه، په دې کې پاکستاني ځواکونو بې شمېره قربانۍ ورکړي دي.

نن ورځ باید له نیوکو ډډه وکړو. که دا پیښه د سازش یوه برخه وه، نو تېرې پېښې څه وې؟"

شهباز شريف ويلي، د صوبايي حکومت د اعلان سربېره به مرکزي حکومت د پېښور په بريد کې د وژل شوي هر کس لپاره شل لکه او ټپیانو ته پنځه لکه روپۍ ورکوي.

تېره دوشنبه د پېښور پولیسو مرکز اړوند یوه جومات کې د لمانځه پر مهال وشو، چې تر سلو ډېر کسان ووژل شول او له ۲۰۰ ډېر نور یې ټپيان کړل.

د پاکستان امنیتي چارواکو ویلي د دغه ځانمرګي برید ۹۰ سلنه قربانیان د پولیسو اړوند امنیتي کسان وو.