کورمه او سوات کې د امن لاریونونه؛ د وسله والو د مخنیوي غوښتنه پکې شوې

د عکس سرچینه، SM
د پښتونخوا په کورمه او سوات کې سلګونو کسانو د یکشنبې پر ورځ د سولې او امن لاریونونه کړي دي.
دوی وايي دا لاریونونه یې د دې لپاره کړی چې په دې وروستیو کې دغو سیمو کې یو ځل بیا د وسله والو حضور او فعالیتونه ډېر شوې دي.
په خواله رسنیو خپرو شویو تصویرونو کې لیدل کېږي چې دغو لاریونونو کې سلګونو کسانو برخه اخیستې او د امن سپین بیرغونه یې پورته کړې دي.
د دغو لاریونونو ګډونوال د پاکستان له واکمنو غواړي چې د دوی سیمو کې سوله او امنیت وساتي او د وسله والو طالبانو د ورګرځېدو مخه ونیسي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1

د پوسټ X پای, 2
له دې سره هممهاله د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان د خلکو استازي او د پاکستان دیموکراتیک غورځنګ مشر محسن دوړ هم پر خپل ټویټر لیکلي چې د سویلي وزیرستان لدها، مکین او نورو سیمو کې د طالبانو د مختلفو ډلو ترمنځ د نښتو له کبله امنیتي وضعیت ترینګلی دی.
هغه زیاته کړې چې "ترهې پر سیمه منګولې ښخې کړې - یوه نوې جګړه تپل شوې ده".
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 3
د کورمې یوه ځايي فعال او هلته لاریون یوه جوړوونکي طفیل شاهین د بي بي سي خدای نور ناصر ته ویلي له څه مودې د دوی سیمو ته وسله وال طالبان ورګرځېدلي او 'ادارو' هم خلکو ته ویلي چې له سیمې ووځي.
ښاغلی شاهین زیاتوي چې طالبان او ریاست دواړه خلک تنګوي خو ځايي اوسېدونکو پتیلې چې خپلې سیمې او کورونه به نه پرېږدي.
د نوموړي په وینا کورمه کې د یکشنبې ورځې لاریون کې له جمعیت علمای اسلام پرته د نورو ټولو ځایي ګوندنو غړو برخه اخیستې وه.
د پاکستان مخکیني لومړي وزیر عمران خان هم د شنبې پر ورځ د خیبرپښتونخوا چارسده کې د خپلو پلویانو یوې سترې جلسې ته ویلي وو چې د پاکستان مرکزي حکومت باید په قبایلي سیمو او ملاکنډ کې د خراب امنیتي وضعیت ښه کېدو لپاره لاس په کار شي.
خیبرپښتونخوا کې د هغه تحریک انصاف ګوند واکمن دی.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم سوات، ملاکنډ او شمالي وزیرستان کې دغو سیمو ته د پاکستاني طالبان د ورتګ خلاف لاریونونه شوي وو.