پښتونخوا کې د نا امنۍ ضد احتجاجونه؛ د پاکستان دولت دې پښتونخوا کې د نا امنۍ مخه ونیسي

پېښور احتجاج

د عکس سرچینه، Awami national party

د خپرېدو وخت

د پښتونخوا مرکز پېښور کې د ملتپال عوامي نېشنل ګوند له لوري پښتون قامي جرګه شوې او د یاد ایالت په دیر سیمه کې بیا په زرګونه کسانو د نا امنۍ پر ضد سوله ییز احتجاج کړی.

په جرګه او احتجاج دواړو کې غوښتنه شوې چې د پاکستان ریاست (دولت) دې پښتونخوا کې د نا امنۍ مخه ونیسي.

پېښور کې د ملتپال عوامي نېشنل ګوند نن د پښتون قامي جرګې کوربه وو، چې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو غړو او فعالانو پکې ګډون کړی و.

دغه جرګه کې د هغو ماشومانو مېندو او د کورنیو غړو هم ګډون کړی و چې د ارمي پبلیک سکول په نامه د پېښور په یوه ښوونځي برید کې وژل شوي وو.

دغه برید په ۲۰۱۴ کال کې پر یاد ښوونځي شوی و.

د جرګې په پیل کې د عوامي نېشنل ګوند د پښتونخوا مشر ایمل خان ولي د جرګي ګډونوالو ته خبرو کې وویل، د پاکستان واکمن دې د ترهګرۍ له ځپل شویو کورنیو سره تر مشورو وروسته له وسلوالو سره خبرې وکړي.

پېښور

د عکس سرچینه، Awami national party

د عوامي نېشنل ګوند له خوا رابلل شوې دې جرګه کې د ځايي سیاستوالو په ګډون فعالانو، خبریالانو او لیکوالانو هم ګډون کړی و.

ټاکل شوې چې پرېکړه لیک به د جرګې په پای کې رسنیو سره شریک شي.

په دغه جرګه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین بیا د پاکستان پر استخباراتو تور پورې کړ چې سوله او جګړه دواړه د خپلو ګټو لپاره کوي.

بل پلو بیا د پښتونخوا د دیر په میدان سیمه کې هم نن سه شنبه په زرګونه کسانو احتجاج کړی او غوښتنه یې کړې چې پښتونخوا دې د نا امنۍ له اوره وژغورل شي.

دغه احتجاج میدان سیمه کې ځايي خلکو پیل کړی و چې د هر ګوند او هر عمر کسانو پکې برخه اخیستې وه.

له دې مخکې په سوات او ځينو نورو سیمو کې هم ځايي خلکو له هغې وروسته په احتجاجونو لاس پورې کړی و چې تېره اوونۍ سوات کې ځايي طالبانو د پاکستاني پوځ او پولیسو ځینې سرتېري تښتولي وو او وروسته یې د ځايي جرګي په غوښتنه بېرته خوشې کړل.

ورته وخت کې د پاکستاني واکمنو له تحریک طالبان پاکستان سره هم کابل کې مذاکرات روان دي او ځینې پښتانه سیاستوال دغو مزاکراتو ته په سیمه کې د یوې نوې لوبې نوم ورکوي.