خیبر پښتونخوا کې صوبايي حکومت د مذهبي لږکيو ستونزو لپاره څه کړي؟

د ویډیو تشریح، خیبر پښتونخوا کې صوبايي حکومت د مذهبي لږکيو ستونزو لپاره څه کړي؟
د خپرېدو وخت

د خیبر پښتونخوا لږکيو صوبايي وزير وايي، د مذهبي لږکيو خونديتابه لپاره یې ګامونه اخيستي، او د دوی د حقونه ساتنه د ده په ټکو د حکومت لومړيتوب دی.

خيبر پښتونخوا کې اقليتونه يا لږکي له اوږدې مودې راهيسې له بېلا بېلو ستونزو کړېږي چې تر ټولو لوی سرخوږی يې امنيتي ننګونې دي. تېرو څو کلونو کې پر کليساوو او معبدونو بريدونه او په ځانګړي ډول هدفي وژنې شوې، چې له امله يې پښتونخوا کې لږکي ځان خوندي نه ګڼي او ځينې يې ان د پاکستان نورو صوبو ته کډه شوي دي.

پېښور کې رحمان الله د لږ کيو لپاره د خيبر پښتونخوا صوبايي وزير، وزير زاده سره خبرې کړې او پوښتلی يې دی چې حکومت څه کړي؟