تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
شهباز شریف: د جبري بې درکه کسانو د پتې لګېدلو هڅه به وکړم
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي چې دغه هېواد کې د لادرکه کسانو په تړاو به له "بااختیاره" چارواکو سره خبرې او ډېره هڅه وکړي چې دا موضوع د انصاف پر بنسټ حل شي.
هغه زیاته کړې چې که لادرکه کسانو مساله د قانون او عدالت له مخې حل نه شي، نو محروميت او مایوسي به دوام وکړي.
شهباز شریف دا خبرې پاکستان کې د لومړي وزیر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته بلوچستان ته خپل لومړني سفر پر مهال کړي.
د بي بي سي خبریال محمد کاظم وايي شهباز شریف دا خبرې هلته د کوټې او کراچۍ ترمنځ د دویم سړک د بنسټ ډبرې اېښودلو پر مهال خطاب کې وکړې او ویې وویل، بلوچستان کې یې د امن د ټینګښت په لارو چارو او نور مسایل خبرې کړې دي.
ښاغلي شریف ویلي د بلوچستان خلکو سره یې د دوي پر ستونزو خبرې کړي او ځینې داسې موضوعات پکې په مخه ورغلي چې پنجاب او سند کې ښايي نه وي.
نوموړي وویل: "دلته خلک د لادرکه کسانو خبرې کوي او وايي دې ستونزې ته پام وکړه."
هغه وايي دا موضوع ورته یوازې سیاسي مشرانو نه، بلکې وکیلانو هم مخ ته کېښوده.
شهباز شریف بلوچستان کې خلکو ته ډاډ ورکړی چې د زړه له تله به په دې تړاو غږ پورته کړي، څوک چې د ده په وینا په دې تړاو "بااختیاره" دي، له هغوی سره به وغږېږي او هڅه به وکړي چې دا ستونزه د قانون او لیاقت له مخې حل شي.
د پاکستان لومړي وزیر دلته دا وضاحت نه دی وکړی چې دغه هېواد کې د لادرکه کسانو موضوع کې بااختیاره کسان څوک دي.
خو هلته ددغه هېواد پر پوځ او استخباراتو تور پورې کېږي چې خلک بیايي او کلونه کلونه یې پرته له دې چې کورونیو ته یې څه احوال ورکړ شي، ځان سره ساتي.
ادعا دا ده چې ډېری دغه جبري لادرکه کسان بلوڅان او پښتانه دي او تېرو کلونو کې د پاکستان له بېلابېلو سیمو تری تم شوي دي.
پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ او ملتپال بلوڅان تل غوښتنه کوي چې د دغو کسانو پته دې مالومه او که په کوم تور نیول شوي وي، نو قضايي ادارو ته دې وړاندې شي.
اوس د پاکستان نوي لومړي وزیر ویلي "زه په بشپړ ډول خپلو پښتنو او بلوڅو وروڼو ته ډاډ ورکوم چې د انصاف پر بنسټ به د دې ستونزې د حل د امکان تر حده هڅه وکړم."