تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
خیبرپښتونخوا کې د نادرکه زامنو مور: "سترګې مې تل دروازې ته وي، که ګوندې راشي"
- Author, عزیز الله خان
- دنده, بي بي سي اردو، پېښور
- د خپرېدو وخت
"زړه ښځه یم، کله د یو او کله د بل په مرسته په دې تمه محکمې ته ورځم چې ښايي دا ځل به مې زامن پیدا شي، خو هر ځل ناهیلې کور ته راستنېږم" دا له ډېرو میندو د یوې خبره ده.
پاکستان کې د نادرکه خلکو شمېر کم نه دی. که یو ځای د چا مېړه ورک دی نو بل ځای بیا د بل پلار نادرکه دی او یا هم د چا زوی. خو په دوی کې یوه داسې مور هم شته چې څلور زامن یې له پنځو کلونو راهیسې تري تم دي.
جان پري له خپلو نږورګانو او لمسیانو سره د خپلو زامنو لار څاري او تېر پنځه کاله یې هره ورځ همداسې تېره شوې ده.
عمر یې شاوخوا ۷۵ کاله او کونډه ده. اوس کور کې د روزۍ ګټلو څوک نه لري او د خلکو په مرسته ژوند تېروي.
د جان پري ټول نادرکه زامن واده کړي او ماشومان هم لري. هغه وايي زامنو یې تر ورکېدو وړاندې مزدوري کوله او دومره څه یې ګټل چې د دوی ورځ پرې تېره شي، خو اوس هر څه ته حیران دي.
پاکستان کې ډېر خلک د عدلي ادارو له ستونزو او قضايي پیچلتیاو ناخبره دي. په ځانګړې توګه هغو نالوستو کلیوالو مېرمنو ته چې په خپل ټول عمر یې محکمې لیدلې هم نه وي، د دوسیو تعقیب او د قضیو پر مخ وړل لا نور هم ستونزمن وي.
د پېښور عالي محکمه کې د نادرکه کسانو ډېرې عریضې د دغه ایالت د لېرې پرتو او خورا بې وزله سیمو د خلکو دي.
جان پري او ګڼې نورې مېرمنې هم دلته د خپلو ورکو شویو عزیزانو په لټون سرګردانه ګرځي.
د جان پري د ورکو زامنو کیسه
د څلورو نادرکه زامنو دې بوډۍ مور بي بي سي ته وویل چې د ۲۰۱۶ کال د جولای میاشتې یو سهار پولیسو ناڅاپه د دې زامن ور وغوښتل، خو دوی پر دې هم نه پوهېدل چې پولیسو ولې غوښتي دي.
هغه وايي: "څلور واړه زامن مې یوه ټکسي کې کیناستل او د پولیسو حوزې (تاڼې) ته ولاړل خو تر ناوخته بېرته رانغلل. زه د احوال مالومولو لپاره پسې تاڼې ته ورغلم. هلته چې ورسېدم راته یې وویل چې زما زامن امنیتي کسانو وړي دي."
جان پري وايي د ټکسي چلوونکی او د هغوی په لټون یو بل وتلی کس هم تري تم دي.
د هغې زامن علیم خان، سعید الله، فضل مالک او حکیم الله او د ټکسي چلوونکی شمس نومېږي.
دا پېښه د خیبرپښتونخوا چارسده کې شوې ده.
جان پري وايي له زامنو پرته یې کور کې بل بالغ نارینه نشته، ټولې ښځې او ماشومان دي.
هغه وايي پولیسو ورته ویلي چې که عریضه بېرته واخلي نو ښايي زامن یې پیدا شي، خو نوموړې زیاتوي د زامنو د موندل کېدو ټوله هیلې یې په همدې عریضه پورې تړلې دي.
جان پري وايي سترګې یې تل دروازې ته وي که ګوندې زامن یې راننوځي، خو دا هیله یې اوس کرار کرار مړاوې کېږي.
هغې د پېښور د عالي محکمې د بشري حقوقو څانګې ته عریضه کړې او په سوګند سره یې دا پکې ویلي، چې زامن یې د حکومت خلاف کړنو کې ښکیل نه وو.
د خوراک څښاک پیسې چې نه وي نو وکیل څنګه ونیسي؟
څوک چې د پېښور عالي محکمې ته وکیل نشي نیولی، نو د بشري حقونو څانګې ته مراجعه کوي او دا غوښتنه یې د عریضې په ډول منل کېږي. له ۲۰۱۴ کال راهیسې د پېښور عالي محکمې ته زرګونو کسانو غوښتنې وړاندې کړې دي. د دې محکمې د ویب پاڼې له مخې تېرو شپږو کلونو کې شاوخوا ۶۲۰ بېلابېل شکایتونه ور رسېدلي چې د عریضې په ډول وړاندې شوي. په دوی کې د نادرکه کسانو د کورنیو د غړو غوښتنې هم شاملې دي.
د جان پري غوښتنه هم د عریضي په ډول وړاندې شوې او مدافع وکیل شبیر ګګیاني یې وکالت ته چمتو شوی دی.
شبیر ګګیاني بي بي سي ته وویل چې کله یې جان پري محکمه کې ولیده او پوه شو چې وکیل نه لري، نو پریکړه یې وکړه چې قضیه یې پر مخ یوسي.
هغه وايي خلک د بې وزلۍ له کبله د ګېډې محتاج دي نو داسې وضعیت کې به محکمو ته د تګ راتګ او د وکیلانو د فیس پیسې له کومه کړي.
شبیر ګګیاني زیاتوي چې دا ښځه له سختو ستونزو سره محکمې ته حاضرېږي، خو تر اوسه ورته لا دا هم مالومه نه شوه چې زامن یې چېرته دي او ان پر دې هم نه پوهېږي چې هغوي مړه دي که ژوندي؟
د مسیح الله ښځه یم که د هغه کونډه؟
مدافع وکیل شبیر ګګیاني وايي د باجوړ سیمې د یوې ښځې مېړه چې مسیح الله نومېږي له شاوخوا اتو کلونو راهیسې نادرکه دي. دې ښځې لومړیو وختونو کې له خپل خاوند سره څو ځله لیدلي هم دي او دا ډاډ ورکړل شوی، چې هغه به ژر خوشې او کور ته ستون شي، خو اوس یې مړی ژوندی ورک دی.
د شبیرګګیاني په وینا د دې ښځې وکالت یې هم په غاړه اخیستی، خو هغه وايي دا دې ورته وویل شي چې 'د مسیح الله ښځه ده، که د هغه کونډه؟' ځکه له اتو کلونو راهیسې یې مړی ژوندی ورک دی.
ښاغلی ګګیاني وايي د دې ښځې څلور ماشومان دي، بل سرپرست نه لري او د خلکو په مرستو او خیرات شپې سبا کوي.
د شبیرګګیاني په خبره دی اوس له سلو د ډېرو نادرکه کسانو قضیې په مخ وړي.
په دوی کې داسې کسان هم شته چې پوځي محاکمو سزا ورته اورولې، خو اوس یې د پېښور ملکي عالي محکمې ته عریضې کړې دي.
د پېښور عالي محکمې د جمعې ورځ د نادرکه کسانو قضیو او عریضو ته ځانګړې کړې ده.
همدا تېره جمعه هم دې محکمه کې د نادرکه کسانو ۲۵ قضیې وړاندې شوې چې ۱۱ یې ښځې پر مخ وړي.
له دوی د چا زوی ورک دی، د چا خاوند او د چا ورور.