پاکستان کې په زور د خلکو لادرکه کول زیات شوي

    • Author, ریاض سهیل
    • دنده, بي بي سي کراچۍ
  • د خپرېدو وخت

مشتاق زهراني سیند صوبه کې د په زور ورکو شویو سیاسي کارکوونکو خلاف هڅې کولې، خو اوس دی په خپله ورک دی.

پلار یې لونګ زهراني وايي، زوی یې د جولای پر ۲۸ لړکانه ښار کې له دوو ملګرو سره و، خو مازیګر څلور بجې یې ملفون( موبایل ټلېفون) بند شو.

مشتاق زهراني د جې سیند ارایسر ګروپ غړی و او د مالدارۍ کار یې کاوه

لونګ زهراني وايي، پولیسو یې له اېف ای ار درجولو هم انکار کړی، ځکه یې د سترې محکمې لمن ونیوله.

پاکستان کې د په زور ورکولو پېښې د ترهګرۍ ضد جګړې سره هممهاله پیل شوې.

پر ۲۰۰۷ کال بلوچستان کې د ملتپال مشر نواب اکبر بګټي له وژنې وروسته دغه صوبه او سیند کې ډېرې شوې.

څومره کسان ورک دي؟

د ورکو کسانو شمېر معلوم نه دی، خو تېره یوه لسیزه کې د دوی موندلو لپاره څلور ډلې جوړې شوې.

له دې ډلو د امنه جنجوغه مرکز(هیومېڼ رایټس ډيفېنډر) وايي، چې تر لس زرو کسان ورک شوي دي.

وایس فار بلوچ مسینګ پرسنز یا د ورکو بلوځانو غږ دعوه کوي چې شل زره شاوخوا بلوڅان ورک کړل شوي.

د ورکو سیندیانو غږ په نوم مرکز وايي، له ۲۰۰۱ کال راهیسې تر ۵۰ سیندي کارکوونکي تراوسه ورک دي.

له بلې خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ چې له اتو میاشتو راهیسې پیدا شوی، وايي، اته زره پښتانه ورک دي.

دا غورځنګ وايي، وروستیو کې د پښتنو ورکول بیا زیات شوي دي.

د په زور ورکو شویو کمېسون د شمېرو له مخې له دوی سره د ۵۰۵۷ شکایتونه دي.

روان کال لومړیو شپږو میاشتو کې ۶۰۵ شکایتونه ورته شوي، چې یو ریکارډ ښيي، ځکه تېر کال ۸۶۸ شکایتونه ورته شوي وو.

د دوو وروڼو کیسه

د ورکو سیندیانو لپاره غږ وايي، چې د روان کال له اپرېل راهیسې د په زور ور کولو پېښې زیاتې شوې دي.

اګسټ میاشت کې تر ۲۰ ځوانان ورک شوي، ځینې له یوې اونۍ وروسته خوشي شوي او نورو ته دوسیې جوړې شوې دي.

د خیرپور اوسېدونکی نصرالله جمالي د اګسټ په څلورمه ورک، خو شل ورځې وروسته خوشی شو.

د هغه ورور ثناالله تېر کال اوه میاشتې ورک و، وویل شول چې له بارتو سره نیول شوی، خو محکمه کې له دې تور سپین وبلل شو.

له خوشي کېدو یوه اونۍ وروسته بیا له خپل کلي پورته کړل شو، خو د کورنۍ د احتجاج او عدالت کې له منډو ترړو وروسته خوشی شو.

پاکستان کې د په زور ور کولو په هکله پر ملګرو ملتونو، بنښې نړیوالې ادارې او نورو مرکزونو سربېره د پاکستان د انساني حقونو شورا هم اندېښنه ښودلې.

د انساني حقونو کمېسون د تېر کال رپوټ کې ویلي و چې د په زور ورکولو څو پېښو له امله پاکستان کې انساني حقونه له سختې خطرې سره مخ دي.