خیبر پښتونخوا: تربیلا جهیل کې کښتۍ ډوبه شوې

پاکستان

د عکس سرچینه، ASIF JAH

د خپرېدو وخت

د خیبر پښتونخوا په تربېلا جهیل کې د یوې کښتې اوښتو له کبله د ګڼو کسانو وژل کېدو وېره څرګنده شوې. د هریپور سیمې ډپټي کمشنر په یوه اعلامیه کې ویل شوي پېښه د چهارشنبې پر ورځ نژدې یوه بجه شوې.

اعلامیه کې ویل شوي:

''لومړني معلومات ښيي چې یوه کښتۍ کې پنځه دېرشو تر څلوېښتو کسانو پورې ناست و چې له کالا ډاکه سیمې هریپور ته روان و او د برګ سیمې ته له رسېدو وروسته په اوبو کې د سیلابي څپې له کبله واوښته. ''

اعلامیه کې ویل شوي چې د دریو ماشومانو مړي تر اوسه ایستل شوي دي، دوه کسان ژوندي ژغورل شوي دي او د بې درکه کسانو لټون دوام لري.

د ځايي پولیسو یوه افسر تنویر خان بي بي سي ته وویل، لومړني معلومات ښيي چې د ډوبېدو پر مهال کښتۍ کې ښځې او ماشومان هم وو. د پولیسو په وینا ډوب شوي کسان د شاوخوا سیمو اوسېدونکي کلیوال دي.

د پولیسو په وینا د پېښې سیمه کې اوسېدونکو کلیوالو نژدې ۱۵ کسان له ډوبېدو ژغورلي او ځینې مړي یې هم له اوبو ایستلي دي. ځايي چارواکي وايي، په ډوبه شوې کښتۍ کې د سپرلیو شمېر هم ډېر و او د ډوبېدو پر مهال د اباسین اوبه خورا چټکې بهیدې.

یو ځايي اوسېدونکي ولي رحمان خبریال زبیرخان ته ویلي، په کښتۍ کې څاروي هم لېږدول کېدل چې د ترهېدو له کبله یې د کښتۍ توازن ګډوډ شوی او اوښتې ده.

پاکستان

د عکس سرچینه، ASIF JAH

نوموړی وايي، یو شمېر کسان پخپله د لامبو له لارې له اوبو وتلي او د مړیو موندلو لپاره هلې ځلې روانې دي.

یو ځايي چارواکی نوروز خان وايي کښتۍ کې د یوې کورنۍ ۱۴ کسانو هم سفر کاوه، چې په وینا یې یوازې د یوه کس ژوندي پاتې کېدو رپوټونه ورکړل شوي دی.

چارواکي وايي، د کښتۍ ډوبېدو سیمه غرنۍ ده، چې د ورتلو لاره یې خورا ستونزمنه ده او د کښتۍ له لارې ورتګ له څلورو تر پنځو ساعتونو پورې وخت اخلي. د پاکستاني رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، د پوځ مرستندویان د چورلکو له لارې د پېښې ځای ته استول شوي او له نوښار او پېښوره هم مرسته غوښتل شوې ده.