د پاکستان اسمبلیو کې د پخوانیو قبایلي سیمو څوکۍ زیاتېږي

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په ملي اسمبلۍ کې به پخوانیو قبایلي سیمو لپاره دولس څوکۍ وي
    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد
  • د خپرېدو وخت

د پاکستان ملي اسمبلۍ هغه لایحه منلې چې په کې د پخوانیو قبایلي سیمو لپاره په ایالتي او ملي اسمبليو کې د لا زیاتو څوکیو غوښتنه شوې. د پاکستان شاوخوا ټولو سیاسي ګوندونو د دغې لایحې په حق کې رايه ورکړې او لومړي وزیر عمران خان دا د پخوانیو قبایلي سیمو د ستونزو هوارولو لپاره یو مهم ګام بللی دی.

نوموړي ویلي، دا ګام به د قبایلي سیمې ولس ته دا احساس ورکړي چې قام له دوی سره دی.

د پاکستان تر ملي اسمبلۍ وروسته به دغه لایحه په سنا کې وړاندې کېږي، او هلته تر منل کېدو او د ولسمشر تر لاسلیک وروسته به د قانون برخه شي.

تردې وړاندې د پخوانیو قبایلي سیمو لپاره د خیبرپښتونخوا په ایالتي اسمبلۍ کې شپاړس او په ملي اسمبلۍ کې شپږ عمومي څوکۍ وې، چې اوس به د ایالتي اسمبلۍ څوکۍ څلرويشت او د ملي اسمبلۍ څوکۍ دوولس شي.

عمران خان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، لومړي وزیر عمران خان د پارلمان د دې پرېکړې ملاتړ کړی

دغه لایحه له شمالي وزیرستانه د ملي اسمبلۍ غړي محسن دوړ وړاندې کړې وه، چې د قبایلي سیمو د استازو په ګډون يې د پاکستان شاوخوا ټولو سیاسي ګوندونو ملاتړ وکړ.

ښاغلي دوړ د ټولو سیاسي ګوندونو مننه کړې چې د دوی سیمو ته يې پام وکړ او په ایالتي او ملي اسمبلۍ کې يې زیاتې څوکۍ ورکړې.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د اسمبلۍ غونډي ته وويل، له دې ګام سره به د پخوانۍ قبایلي سیمې د ولس ګیلې ختمې شي او د پردیوالي احساس به نه کوي.

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پخوانیو قبایلي سیمو کې به د ټاکنو نوې نېټه اعلانېږي

ښاغلی دوړ بیا وايي، د څوکیو زیاتول مثبت ګام دی، خو تر هغه چې پاکستان د ترهګرۍ په اړه خپله تګلاره بدله کړې نه وي او د پخوانیو قبایلي سیمو ټولې ستونزې يې هوارې کړې نه وي، ګیلې يې ختمېدلی نه شي.

پاکستان تېر کال له ډيورنډکرښې سره څېرمه پخوانۍ قبایلي سیمې له خیبرپښتونخوا ایالت سره ګډې کړې، او هلته د ایالتي اسمبلۍ لپاره ټاکنو ته یې د روان کال د جولای دویمه نېټه ټاکلې وه.

خو اوس په قانون کې تردې بدلون او د څوکیو تر زیاتېدو وروسته به د ټاکنو لپاره نوې نېټه اعلان شي.