علي وزیر: د پاکستان حکومت زما د نیولو لپاره پلمې لټوي

علی وزیر

د عکس سرچینه، TWITTER/@Aliwazirna50

د عکس تشریح، علي وزیر وایي، د پاکستان حکومت د ده نیولو ته چلونه جوړوي
د خپرېدو وخت

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر او د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د سویلي وزیرستان استازی علي وزیر وایي، د پاکستان حکومت د ده نیولو لپاره هسې پلمه غواړي او دسیسې ورته جوړوي. نوموړي له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان ریاست د ده پر ضد ناسم تبلیغات کوي.

پرون یکشنبه د مې میاشتې پر پنځمه نېټه د شمالي وزیرستان پولیسو د علي وزیر او یو شمېر نورو کسانو پر ضد په دې تور رپوټ ثبت کړ چې د مې میاشتې پر لومړۍ نېټه یې په شمالي وزیرستان کې ناقانونه جلسه کړې.

په رپوټ کې ویل شوي چې دې جلسه کې علي وزیر او ملګرو یې خلک د پاکستان پر ضد پارولي او د پاکستان او پوځ پر ضد یې شعارونه ورکړي.

د پولیسو په رپوټ کې علي وزیر په بغاوت تورن شوی او ویل شوي چې نوموړی د هېواد امن او ثبات ته ګواښ پېښوٍي.

پولیسو خپل رپوټ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ هغه مشهور شعار ته هم اشاره کړې چې وایي، د ترهګرۍ تر شا د دریشۍ، یعنی د پاکستان د پوځ لاس دی.

پی ٹی ایم

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پولیسو خپل رپوټ کې ویلي چې علي وزیر په جلسو کې خلک د پاکستان پر ضد پاروي

خو ښاغلی وزیر وایي، په شمالي وزیرستان کې د نوموړي وروستۍ جلسه له قانونه سرغړونه نه وه، بلکې هلته د سیمې خلک یوې جرګې ته ور ټول شوي وو.

نوموړی وایي، په دې جرګه کې د پاکستان پر ضد کومه دسیسه نه جوړېده، بلکې د سیمې خلکو پر خپلو حقونو خبرې کولې.

له بي بي سي سره خبرو کې ښاغلي وزیر وویل:

"زه داسې فکر کوم چې دوی ما نیول غواړي، او دې کار لپاره یې په منظم ډول چلونه جوړوي. خو زه یوه خبره باید روښانه کړم. که پر ما څه وشول نو مسئولیت به یې د ریاست پر غاړه وي".

غفور

د عکس سرچینه، General Ghafoor Facebook

د عکس تشریح، جنرال غفور پر پښتون ژغورنې غورځنګ ګڼ تورونه لګولي

ښاغلي وزیر وایي، دی د خپلو خلکو د حقونو لپاره مبارزه کوي، او خلکو د همدې کار لپاره رایه ورکړې ده.

د ده په وینا، په پارلمان کې څوک د خبرو وار نه ورکوي، په رسنیو کې وخت نه ورکول کېږي او د خبري کنفرانس اجازه هم نه لري.

هېره دې نه وي چې همدا تېره اونۍ د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو مشر تورن جنرال اصف غفور پر پښتون ژغورنې غورځنګ تور پورې کړ چې له بهرنیو استخباراتو پیسې اخلي او د پاکستان پر ضد فعالیت کوي.

جنرال غفور تېره اونۍ خبریالانو ته ویلي وو چې د پښتون ژغورنې ِغورځنګ وخت نور ختم دی، او اجازه به ونلري چې نور خلک د پاکستان او یا د پاکستان د پوځ پر ضد وپاروي.

ایف آئی آر

د عکس سرچینه، TWITTER/@IftikharFirdous

د عکس تشریح، د علي وزیر پر ضد د پاکستاني پولیس د رپوټ متن