''دالاس'' سریال په نوې بڼه راوځي

د دالاس سریال لوبغاړي
د عکس تشریح، د دالاس سریال په لومړیو برخو کې کټ مټ هماغه سینمايي ستوري لوبېدلي چې د ۸۰مې لسیزې پرمهال په کې لوبېدلي وو.
د خپرېدو وخت

وروسته له هغه چې په اتیایمه لسیزه کې په امریکا کې مشهوره تلوېزیوني ډرامه ''دالاس'' بنده شوه، یوځل بیا دغه ډرامه په نوې بڼه راوځي.

په دې ډرامه کې د امریکا وتلي سینمايي ستوري لوبېدلي دي.

د ټي ان ټي امریکايي شرکت له خوا د جوړ شوي دغه سریال د خپرېدو خبر په هالیووډ کې اعلان شو.

د روان کال په لومړیو کې ددغه سریال د لسو برخو تر خپرېدو او کامیابېدو وروسته په پام کې ده چې پاتې برخې یې هم خپرې شي.

د دالاس سریال په لومړیو برخو کې کټ مټ هماغه سینمايي ستوري لوبېدلي چې د ۸۰مې لسیزې پرمهال په کې لوبېدلي وو.

له دې ډلې څخه لاري هاګمان، پاتریک دوفي او لیندا ګرای دي، چې تر ډېره یې پېښې د یوینګ نفتي بډايې معاصرې کورنۍ د ژوند پر بېلابېلو برخو راڅرخي.

تمه ده چې د دالاس تلوېزیوني ډرامې لومړۍ برخې به په راتلونکي اوړي کې پيل شي.

د تولیدوونکي شرکت ویاند ویلي، دغه شرکت د راتلونکو څو کلونو لپاره د دغې ډرامې د پرله پسې خپرېدو لپاره لارې چارې لټوي.

د ډرامې کتونکو هم له دغه شرکت څخه غوښتي چې دغه سریال لانور پسې وغځوي.

د ویلو ده چې اصلي ډرامه له ۱۹۷۸ کال پیل تر ۱۹۹۱ کال پورې په متحده ایالتونو کې خپره شوه، چې د نورې نړۍ په ګوټ- ګوټ کې یې هم مینه وال ډېر شول.