BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
قهار بلخي: هیله ده چې د بروکسل سفر به "مثبت تعامل ته نوې لارې پرانيزي"
د طالبانو حکومت د اروپايي ټولنې په بلنه بروکسل ته د خپل پلاوي د سفر په اړه په لومړي رسمي غبرګون کې دغه سفر او هلته کتنې مثبتې بللې دي. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند او د څلورم سیاسي (اروپا) رياست د عمومي رییس عبدالقهار بلخي په مشرۍ د طالبانو پنځه کسیز پلاوی پرون (سېشنبه د جون ۲۳مه) په یو ورځني سفر بروکسل ته تللی و.
د امریکا کانګرس له ایران سره د جګړې پای ته رسېدو طرحه تصویب کړه
د امریکا کانګرس د لومړي ځل لپاره د جګړې د واکونو طرحه تصویب او په زغرده له ایران سره د ډونلډ ټرمپ د حکومت د جګړې مخالفت وکړ. په دې تړاو رای اچونه کې یو شمېر جمهوریپال سناتوران هم د ډیموکراتو لږهکیو سره ودرېدل او دا طرحه یې د ۴۸ مخالفو رایو مقابل کې په ۵۰ موافقو رایو تصویب کړه. دا ګام د جګړې له دوام سره د امریکا د دواړو لویو ګوندونو د ګډ مخالفت څرګندونه کوي.
د فوټبال نړیوال جام: رونالډو لومړنی لوبغاړی شو چې په شپږو نړیوالو جامونو کې ګول کوي
پرتګال د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړیوال جام د ګروپي پړاو سیالیو په دویمه لوبه کې د کرسټیانو رونالډو له دوو ګولونو سره ازبکستان ته ۵ – صفر ماته ورکړه او په دې توګه یې دویم یا حذفي پړاو ته لار ومونده. رونالډو له دغو دوو ګولونو سره نوی ریکارډ هم جوړ کړ. هغه لومړنی لوبغاړی شو چې د فوټبال په شپږو نړیوالو جامونو کې ګولونه وهي.
د امریکا او ایران له هوکړې وروسته له هرمز تنګي لسګونه بېړۍ د تېرېدو په حال کې دي
د سمندري اطلاعاتو کپلېر (Kpler) شرکت د نویو معلوماتو له مخې، له هغې راوروسته چې د امریکا متحدو ایالتونو او ایران د جګړې پای ته رسولو هوکړه لاسلیک کړې، له هرمز تنګي لږترلږه ۱۷۲ کښتۍ تېرې شوې دي. په دوی کې ۴۲ بېړۍ یوازې همدا تېره شنبه له دې تنګي اوښتې دي. خو د جون ۱۸مه د هوکړې له لاسلیکېدو راهیسې له هرمز تنګي د تېرېدونکو بېړیو ورځنی شمېر لا هم تر جګړې د مخکې وخت له ورځني اوسطه چې شاوخوا ۱۳۸ بېړۍ کېدې، کم دی.
د مینې او جدایۍ کیسه
د هند وتلي فلم جوړوونکي امتیاز علي یو نوی فلم په هند او پاکستان دواړو او د نړۍ په ځينو نورو هېوادونو کې د خلکو خوښ شوی دی. دغه فلم "مې واپس اونګا" نومېږي چې پښتو ژباړه یې "زه بېرته راځم" ده. فلم د هند له وچې د پاکستان د بېلدو موضوع باندې جوړ دی او کیسه یې پر مینې ولاړه ده.
د ۲۰۲۶ نړیوال جام: لوبې او پایلې
د ګول وهلو زړه پورې شېبې، پایلې او بل پړاو ته د لوبډلو لار موندل
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
فرانسوۍ ښځه چې مېړه په زور ۱۲ کاله له ماشومانو سره باړه کې ساتلې؛ "بېرته فرانسې ته ځم"
په خیبرپښتونخوا کې پولیس وايي، یوه ۵۴ کلنه فرانسوۍ ښځه یې چې د خپل مېړه لخوا له پېنځو ماشومانو سره یو ځای په زور 'باړه' کې په یوه کور کې ساتل کېده، موندل شوې ده. پولیسو ویلي، د دې ښځې د مېړه خلاف یې د زور زیاتي او خپلسري حبس د تور قضیه ثبت کړې او هغه یې نیولی دی. د خیبر ضلعې د پولیسو مشر (ډيپياو) وقار احمد بيبيسي ته ویلي، د سلویا یاسمینا په نوې دې فرانسوۍ ښځې ته د مېړه له کوره د وتلو اجازه نه وه او دا چې زوی یې د موکې په موندلو سره ځايي پولیس پرې خبر کړي دي.
ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې
له بلوچستانه رپوټونه وايي چې د بلوڅانو د یووالي کمېټې مشرې ډاکټرې ماهرنګ بلوڅ ته د "عمري بند سزا اورول شوې ده". اغلې بلوڅ ته دا سزا د کوټې د ترهګرۍ ضد محکمې نن دوشنبه (چنګاښ لومړۍ/جون ۲۲) اورولې ده. ځینو پاکستانیو رسنیو او پر خواله رسنیو فعالانو لیکلي چې د اغلې بلوڅ محاکمه د کوټې له زندانه په انلاین بڼه ترسره شوه او محکمې په ګوادر کې د یوه امنیتي کس د وژنې په قضیه کې پړه وپېژندله او د عمري بند سزا یې ورته واوروله.
افغان ستورمزلی عبدالاحد مومند ومړ
د افغانستان لومړنی ستورمزلی عبدالاحد مومند نن یکشنبه (د جون ۲۱مه) د ۶۷ کلونو په عمر جرمني کې مړ شوی دی. د هغه د کورنۍ یوه غړي طلا احمدزي بيبيسي ته ویلي، چې نوموړی له څه مودې راهیسې ناروغ و او تشخیص شوې وه، چې پر سرطان اخته دی. عبدالاحد مومند له ۱۹۹۲ کال راهیسې له خپلې کورنۍ سره د جرمني په شتوتګارډ کې اوسېده.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۴ جون ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۳ جون ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۳ جون ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۲۳ جون ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.














































