د فوټبال نړیوال جام: مصر د محمد صلاح له ځلېدو سره نیوزیلنډ ته د دوو ګولونو په توپیر ماته ورکړه

د عکس سرچینه، Getty Images
د مصر فوټبال ملي لوبډلې دوشنبه (د جون ۲۲مه) د ۲۰۲۶م کال فوټبال نړیوال جام په ګروپي سیالیو کې نیو زیلنډ ته د ۱ پر وړاندې په درېیو ګولونو ماته ورکړه.
دا لومړنی ځل شو چې مصر د فوټبال په نړیوال جام کې سیالي ګټي.
مشهور مصري فوټبالر محمد صلاح د خپل هېواد په ګټه دې بریا کې مهمه ونډه درلوده. هغه یو ګول وواهه او د یوه ګول پاس یې ورکړ.
مصرۍ لوبډله که څه هم په لومړۍ نیمايي کې یو ګول شاته وه، خو دویمه نیمايي یې ښه پیل کړه او یو په بل پسې یې درې ګولونه پکې ووهل.
د وانکوور بيسي پلېس لوبغالي کې له دې بریا سره، مصر په (جي) ګروپ کې لومړی ځای ترلاسه او دویم یا حذفي پړاو ته د رسېدو چانس ډېر لوړ کړ.
دغه هېواد، چې لومړی سیالي یې بلجیم سره ۱-۱ مساوي کړې وه، د جون ۲۷مه په خپله وروستۍ ګروپي سیالۍ کې له ایران سره مخامخېږي.
تر دې ورمخکې، تېره شپه ایران په لاس انجلس کې له بلجیم سره خپله سیالي له کوم ګول پرته مساوي پای ته رسولې وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
د فوټبال نړیوال جام ګروپي پړاو کې نن دوشنبې (د جون ۲۲مې) لپاره دوه نورې سیالۍ هم پلان دي.
ټاکلې په (جی) ګروپ کې ارجنټاین له اتریش او ورپسې به د شپې ناوخته په (ای) ګروپ کې عراق له فرانسې سره مخامخ شي.
فرانسې خپله لومړی سیالي له سېنېګاله د ۱ پر وړاندې په ۳ ګولونو ګټلې او عراق بیا له ناروې ۴-۱ ماتې خوړلې وه.
بلخوا ارجنټاین او اترش دواړه بیا خپلې لومړۍ سیالۍ ګټلې.
د تېر نړیوال اتل، ارجنټاین الجزایر درې – صفر او اتریش بیا اردن د یو پر وړاندې په درېیو ګولونو مات کړی و.
ایران له بلجیم سره لوبه مساوي او عراق له اسپانیا ماته وخوړه

د عکس سرچینه، Getty Images
د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړیوال جام کې د ګروپي سیالیو په دوام د یکشنبې او دوشنبې ترمنخ پر شپه درې نورې مهمې او جالبې لوبې هم ترسره شوې.
لومړۍ لوبه د امریکا متحدو ایالتونو په لاس انجلس لوبغالي کې د ایران او بلجیم ترمنځ وه چې له کوم ګول پرته مساوي پای ته ورسېده.
دا په روان نړیوال جام کې د دواړو هېوادونو دویمه لوبه وه.
ایران او بلجیم له مصر او نوي زیلنډ سره په (جي) ګروپ کې دي.
د ایران فوټبال ملي لوبډلې چې اوس له ۲ پواینټونو سره د ګولونو په توپیر د دغه ګروپ سر کې ده، خپله لومړۍ لوبه له نوي زیلنډ سره ۲-۲ مساوی کړې وه.
بلجیم بیا چې د اروپا په کچه یوه پیاوړې لوبډله ګڼل کېږي، خپله لومړۍ سیالي له مصر سره ۱-۱ پای ته رسولې وه.
که څه هم د ایران مهدي طارمي ۲۵مه دقیقه کې یو ګول وواهه، خو وروسته د ویډیو باکتنه کې مالومه شوه چې افسایډ و.
که څه هم د سیالۍ لویه برخه (۸۱ سلنه) توپ د بلجیم د لوبغاړو په واک کې و او د ایران د ګول پر لوري یې ۱۱ شوټونه ووهل، خو ایراني ګول ساتونکي علیرضا بیرانوند راوګرځول.
په دویمه سیالۍ کې چې د اتلانتا لوبغاي کې کېده، اسپانیا سعودي عرب ته د صفر پر وړاندې په څلور ګولونو ماته ورکړه.
دغه هېواد چې اوس له ۴ پواینټونو سره د اېچ ګروپ سر کې دی، لومړۍ سیالي له کېپ وردی سره له کوم ګول پرته صفر- صفر مساوی کړې وه.
سعودي چې په ګروپي سټیج کې یې خپله لومړۍ سیالي له یوروګوای سره ۱-۱ مساوي وکړې، یوازې هغه مهال مخامخ دویم پړاو ته تلی شي، چې خپله راتلونکې سیالي له کېپ وردې وګتي او اسپانیا یوروګوای ته ماته ورکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د دوشنبې پر شپه درېیمه سیالي هم همدغه اېچ ګروپ کې د کېپ وردې او یوروګوای ترمنځ وه چې ۲-۲ مساوي پای ته ورسېده.
دا دواړه لوبډلې دوه - دوه پواینټونه لري.
تر دې ورمخکې د یکشنبې سهار دوه نورې ګروپي سیالۍ هم شوې وې.
په (يي) ګروپ کې اېکوادور له کوراسیایو سره سیالی صفر – صفر مساوي کړې او (اېف) ګروپ بیا جاپان - تونس ته د صفر په وړاندې پر ۴ ګولونو ماته ورکړې وه.





















