قهار بلخي: هیله ده چې د بروکسل سفر به "مثبت تعامل ته نوې لارې پرانيزي"

د عکس سرچینه، MOFA
د طالبانو حکومت د اروپايي ټولنې په بلنه بروکسل ته د خپل پلاوي د سفر په اړه په لومړي رسمي غبرګون کې دغه سفر او هلته کتنې مثبتې بللې دي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند او د څلورم سیاسي (اروپا) رياست د عمومي رییس عبدالقهار بلخي په مشرۍ د طالبانو پنځه کسیز پلاوی پرون (سېشنبه د جون ۲۳مه) په یو ورځني سفر بروکسل ته تللی و.
ښاغلي بلخي تر دغه سفر وروسته پر خپله اېکسپاڼه اعلامیه کې ویلي چې د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو سره یې په څو اړخیزو او دوه اړخیزو ناستو کې ګډون کړی او دا چې "په اروپا کې مېشتو افغانانو ته د قونسلي خدمتونو د بیا پیلېدو، باور جوړونې، اغېزمن حضور او د هغو افغانانو د ستونزو د حل پر لارو چارو" یې بحثونه کړي چې "په اروپا کې یې د پناه اخیستو غوښتنلیکونه نه دي منل شوي" او د نوموړي په وینا "له ګڼو مشکلاتو سره مخ دي."
د یادونې ده چې دا په ۲۰۲۱ کال افغانستان کې واک ته د طالبانو له راګرځېدو وروسته لومړی ځل و، چې اروپايي ټولنې د دوی د حکومت د استازو کوربتوب کاوه.
اروپايي ټولنه د طالبانو له حکومت سره ډیپلوماتیک اړیکي او راشه درشه نه لري او استازو ته یې له زماني او مکاني اړخه دا محدوده بلنه هم د بشري حقونو د مدافع بنسټونو او فعالانو له غبرګون او نیوکو سره مخامخ شوې ده.
د بشري حقونو فعالان د طالبانو حکومت لخوا د نجونو پر زدکړو، کار او نورو فردي ازادیو د محدویتونو له کبله له دوی سره د تعامل او په اوسنیو شرایطو کې افغانستان ته له اروپا د پناه غوښتونکو د ستنولو مخالفت کوي.
د مثبت او اوږدمهاله تعامل هیلې
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا نه دي ویلي، چې د دغه سفر پر مهال کومې مشخصې هوکړې هم شوې او که څنګه. خو هیله یې څرګنده کړې چې دغه سفر به په بهر (اروپايي هېوادونو) کې د مېشتو افغانانو ستونزو ته د رسېدنې بهیر د پیاوړتیا تر څنګ "د مثبت تعامل لپاره نوې لارې پرانيزي،" او "د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ به د همکاریو فضا لا پراخه کړي."
هممهاله د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس ذاکر جلالي هم بروکسل ته د دوی د استازو دا سفر د "افغانستان او اروپایي ټولنې ترمنځ اړیکو کې یو مهم پړاو" بللی دی.
هغه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې "دا ګام د افغانستان، جرمني او ناروې ترمنځ د پخوانیو پوهاویو په دوام اخیستل شوی، چې له مخې یې افغان ډیپلوماټان په دغو هېوادونو کې خپل کار بیا پیل کړ."
ښاغلی جلالي وايي، "دغه استازولۍ له هماغه راهیسې په منظم ډول فعالیت کوي او په اروپا کې مېشتو افغانانو ته شفاف خدمات وړاندې کوي. دا تجربه نورو اروپایي هېوادونو لپاره هم له افغانستان سره د تعامل په جوړولو کې یو عملي ماډل ګرځېدای شي."

د عکس سرچینه، x/Zakir Jalaly
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي هم هیله څرګنده کړې، چې "دا سفر به د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ لا عملي او دوامدار تعامل ته لاره هواره کړي،" او په اروپا کې له مېشتو افغانانو سره به هم مرسته وکړي چې د ده په وینا "له خپل ټاټوبي سره د اړیکو کارنده چینلونو او باور وړ خدمتونو ته لاسرسی ولري."
تر دې مخکې یوې سرچینې بيبيسي ته تایید کړې وه چې اروپا ته د طالبانو حکومت د پلاوي یو ورځنی سفر پای ته رسېدلی دی او دا چې د دغه سفر پر مهال په مشخصو مسایلو باندې خبرې شوې دي.
سرچینو بيبيسي ته دا هم تایید کړې چې د جرمني حکومت د طالبانو حکومت لخوا د شپږو ډیپلوماتانو له منلو سره هوکړه کړې ده.
د جرمني حکومت تر دې دمه په دې تړاو څه نه دي ویلي.





















