BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • د ایران د بانکي نوټونو انځور

    د ایران کنګل شوې شتمنۍ: پیسې چېرې دي او ولې مهمې دي؟

    د ایران د کنګل شویو شتمنیو ازادول د ایران او امریکا ترمنځ په اړیکو کې تر ټولو جنجالي او پېچلو موضوعاتو څخه ګڼل کېږي. دا د هغه تفاهم لیک یو مهم عنصر دی، چې په دې وروستیو کې ایران له امریکا سره لاسلیک کړی او موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې پای ته رسول دي.

  • یو پوځي دشتکې ته په رېنجر ګاډي کې ناست دی او د دشتکې خوله یې اسمان ته نیولې چې مرمۍ ترې راځوړندې دي.

    روسیې له افغانستان او پاکستانه غوښتي چې "نظامي شخړه" و دروي او ستونزه په خبرو حل کړي

    د روسیې بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر روانې ترینګلتیا اندېښنه ښودلې او له دواړو لورو یې غوښتي چې "نظامي شخړه پای ته ورسوي او خپل‌منځي مسئله له سیاسي او ډېپلوماتیکو لارو حل کړي". د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، دغه وزارت په خپله اعلامیه کې پر افغانستان د پاکستان بریدونه "یوه غمجنه پېښه" بللې او له دواړو لورو یې غوښتنه کړې چې د خپلو "اوږدمهاله اختلافونو" د حل لپاره له ډېپلوماسۍ کار واخلي.

  • د امریکا مرستیال ولسمشر

    قطر کې د امریکا او ایران ترمنځ غیر مستقیم مذاکرات

    رویټرز ته یوې سرچینې ویلي، د قطر په دوحه کې د امریکا او ایران ترمنځ غیر مستقیمې خبرې روانې دي. د دغې سرچینې په خبره دا خبرې د قطر او پاکستان په منځګړیتوب کېږي. دغه سرچینه وایي، د امریکا ځانګړي استازي سټېو وېټکاف او د ولسمشر زوم د قطر له لومړي وزیر سره لیدلي وو چې دا غیر مستقیم مذاکرات وشي خو د راپورنو له مخې دوی په دغو خبرو کې نه دي.

  • د بي بي سي خبریاله چې ټیلفون یې په لاس کې نیولی دی

    وټس‌اپ کې نوی بدلون: د ټلېفون شمېرې پر ځای یوازې نوم ښکاره کېږي

    وټس‌اپ اعلان کړی چې ژر به خلکو ته دا شونتیا ورکړي چې د خپل ټلېفون شمېرې له څرګندولو پرته خبرې وکړي او یوازې یې نوم ښکاره شي البته هغه نوم چې دوی یې غوره کوي. د میټا اداره وايي، دا ځانګړتیا به د راتلونکو څو میاشتو په موده کې د نړۍ درې میلیاردو حساب لرونکو ته په نړیواله کچه ورسېږي.

  • ماشوم ډوډۍ خوري

    څنګه خپل ماشومان د سبزیو خوړولو ته وهڅوو؟

    په کورونو کې مو پام شوی چې کله نا کله ماشومان ترکاري نه خوري. د سبزیو خوړولو ته د دوی هڅول کله وارې ډېر ستونزمن وي. یو لامل یې دا دی چې ماشومان په ډېر کم عمر کې د خوږو شیانو خوړولو باندې روږدې کېږي او هغه خوښوي. په دې شاید تاسې پوه نه شئ چې ان د مور شیدې هم یو څه اندازه خوږه لوړې دي.

د ۲۰۲۶ نړیوال جام: لوبې او پایلې

د ګول وهلو زړه پورې شېبې، پایلې او بل پړاو ته د لوبډلو لار موندل

فوټبال نړیوال جام ۲۰۲۶

Skip لنډې ویډیوګانې and continue reading

لنډې ویډیوګانې

  • پاکي
  • ګوربت
  • a woman
  • پکتیا کې یو ځايي اوسېدونکی د برید حال وايي
  • Reuters
  • پکتیا، څمکني
  • په فضا کې ماشوم انځور
  • ایران کې تازه بریدونه
  • کراچۍ
  • Reuters/Getty Images

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • د عکس په ښۍ خوا کې اسلم خان په اوبرنګه کالیو او جګري رنګه واسکټ کې ناست دی او د عکس چپ لور ته د برید ښکار شوی کور ویجاړ برېښي.

    په څمکنیو کې د پاکستان هوایي برید کې د وژل شوي اسلم خان له کیسې خبر یئ؟

    "بیا مې لیدل اسانه نه دي-که مې ملګري په مزار مات کړي سرونه قبر سوری کړه حال مې واخله-رټ مې خوږېږي د مرمیو پرهرونه" دا د اسلم خان د خولې هغه لنډۍ ده چې ده پرخپل ټېکټاک په یوه ویډيو کې ویلې ده خو خبر نه و چې دا خبره یې په حقیقت بدلېږي او دی به د پاکستان په یوه برید کې وژل کېږي.

  • پاکستان

    د پاکستان لاهور کې د یوه ښوونیز مرکز د چت نړېدلو پېښه کې ۱۴ ماشومان مړه شوي

    د پاکستان لاهور ښار کې لږترلږه ۱۴ ماشومان د سې‌شنبې پر ورځ (د جون۳۰) تر هغې وروسته مړه شوي، چې د یوه ښوونیز مرکز چت پرې رانړېدلی دی. په دې پېښه کې د وژل شویو ماشومانو په اړه ویل شوي چې د ۵ او ۹ کلونو تر منځ عمر لري. دا پېښه د لاهور ښار سویل کې د 'بستي عیدګاه، کهنه نو' په نوم یوه ګڼ مېشته خو بې‌وزله سیمه کې شوې ده.

  • د امو نهنګان او بند امیر لوبډلې لوبغاړي

    د کرېکټ شپږیزه لیګ سیالیو پیل؛ امو نهنګان په پرانېست‌لوبه کې بند امیر ته ماته ورکړه

    د افغانستان کرېکټ بورډ وايي چې د کرېکټ شپږیزه لیګ د یوولسم پړاو سیالۍ نن چهارشنبه (چنګاښ ۱۰/جولای ۱) په خوست کې پیل شوې. سږ کال لومړی ځل دی چې دا لوبې له نورو کلونو سره په توپير چې په پلازمېنه کابل کې به کېدې، په خوست کې کېږي. هلته ورته د (رحمت ولي مسرور کرېکټ لوبغالی) ځانګړی شوی دی.

  • اشرف غني

    د اشرف غني لخوا د طالبانو د حکومت ننګول: "هغه امنیت چې په ویاړ یې یادونه کېده، چېرته دی؟"

    د افغانستان مخکینی ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغانستان "داسې یوې انزوا ته پورې وهل شوی" چې نه یې څوک غږ اوري او نه یې شکایت ته څوک غوږ نیسي. هغه دا څرګندونې په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو د پاکستان د وړمې شپې(د جون ۲۹مه) بریدونو ته په غبرګون کې کړې. ښاغلي غني په ایکس کې په خپره کړې وینا پاڼه کې لیکلي، "د پاکستان پرله پسې تېري داسې ترسره کېږي لکه په نړۍ او سیمې پورې چې هېڅ اړه ونه لري،" ځکه د ده په وینا "هېواد په لوی لاس یوې تیارې ګوښې کې، له نړۍ سره له راشه درشه خلاصې انزوا کې ساتل کېږي."

  • درس: منځنۍ دورې لپاره آنلاین زده کړې

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲ جولای ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, د اوونۍ بحث, ۱۶:۳۰, ۱ جولای ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    د اوونۍ پر مهمو مسايلو تفصيلي بحث

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱ جولای ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي