واټساپ کې نوی بدلون: د ټلېفون شمېرې پر ځای یوازې نوم ښکاره کېږي

واټساپ اعلان کړی چې ژر به خلکو ته دا شونتیا ورکړي چې د خپل ټلېفون شمېرې له څرګندولو پرته خبرې وکړي او یوازې یې نوم ښکاره شي البته هغه نوم چې دوی یې غوره کوي.
د میټا اداره وايي، دا ځانګړتیا به د راتلونکو څو میاشتو په موده کې د نړۍ درې میلیاردو حساب لرونکو ته په نړیواله کچه ورسېږي.
له همدې اونۍ، کاروونکي کولای شي د اپلیکېشن له لارې خپل نوم ثبت کړي، که څه هم دا به اجباري نه وي او هر څوک یې په خپله خوښه غوره کولی شي. شرکت ویلي چې خلک هر وخت کولای شي خپل کارننوم بدل یا لېرې کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
کله چې دا ځانګړتیا په بشپړ ډول فعاله شي، د واټساپ کاروونکي به یوازې د نومونو په تبادلې سره یو له بل سره وصل شي. د نا مطلوبو پیغامونو د بندولو او راپور ورکولو غوراوی به لا هم وي.
کارننومونه (نوم) به تر ۳۵ تورو محدود وي او ډېر کم محدودیتونه به ولري، پرته له هغو لوړپوړو چارواکو او مشهور څېرو چې نومونه یې نورو ته نه ورکول کېږي. نو ډېره شونې نه ده چې واټساپ د هغو کسانو له کارننومونو ډک شي چې ځانونه د بېلګې په توګه «ډونلډ ټرمپ» نوموي. میټا کارننومونه د محرمیت یوه ځانګړتیا بللې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
الیس نیوټن رېکس چې د واټساپ د محصول چارسمبالې ده، ویلي چې له کاروونکو یې اورېدلي چې دوی تل نه غواړي له نورو سره د اړیکې لپاره خپل ټلېفون شمېرې شریکې کړي، په ځانګړي ډول په ډلهییزو ګروپونو کې چې خونديتوب په کې سخت کار دی. هغې هیله څرګنده کړه چې دا ځانګړتیا به کاروونکو ته دا واک ورکړي چې دې اپلیکېشن کې څنګه خپله پېژندنه او څرګندېده غوره کړي.
څنګه خپل نوم ثبت کړم؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د میټا په وینا، د واټساپ نومونه به "په تدریجي ډول د راتلونکو میاشتو په اوږدو کې" فعال شي او کاروونکو ته به هله خبر ورکړل شي کله چې د دوی کارننوم فعال شي.
هغه کسان چې غواړي پر واټساپ کارننوم ثبت کړي، کولای شي دا غوراوی د خپل حساب یا پروفایل له تنظیماتو پیدا کړي.
کله چې دا ځانګړتیا فعاله شي، د کارننوم د ثبتولو تڼۍ به ښکاره شي.
دا کار د واټساپ ویب یا ډیسکتاپ نسخو کې نه شي ترسره کېدلی.
شرکت ویلي چې د جوړونکو، کوچنیو کاروبارونو او سازمانونو لپاره به دا امکان وي چې پر انسټاګرام یا فېسبوک کې خپل کارننومونه هماغسې پر واټساپ هم ترلاسه کړي.
د Image"اکاونټ سنټر" له لارې وصل شئ
دا معنا لري چې ستاسو ځینې معلومات به د میټا په څو حسابونو کې شریک شي، لکهThreads او Messenger.
ځینو خلکو پر خواله رسنیو شکایت کړی چې د کارننوم د ثبتولو اختیار لا هم نه دی ښکاره شوی.
شرکت خلکو ته ویلي چې "ځان ډاډمن کړئ چې د واټساپ وروستۍ نسخه مو ډاونلوډ کړې او په اپلیکېشن کې یې څارئ".
د محرمیت اندېښنې
"دا ښه ځانګړتیا ده، خو که څه هم دا د محرمیت یو څه زیاتوالی راولي، باید په یاد ولرو چې واټساپ په ټوله کې د محرمیت دوستانه اپلیکیشن نه دی"، د اکسفورډ پوهنتون استادې او د Privacy is Power لیکوالې، کاریسه وېلیز، ویلي
"دوی د کاروونکو ډېره میټاډاټا د بازارموندنې لپاره راټولوي."
هغې زیاته کړه: "باید په یاد ولرو چې واټساپ د میټا ملکیت دی، هغه شرکت چې د محرمیت په برخه کې تر ټولو ناوړه تاریخ لري."
واټساپ د شخصي چیټونو منځپانګه د اعلانونو لپاره نه کاروي.
دا پیغامونه د پای-تر-پای کوډګنډنې له لارې خوندي دي، یعنې شرکت یې لوستلی نه شي.
خو دا د کاروونکو ځینې معلومات لکه عمومي موقعیت او د حساب بنسټي معلومات لکه عمر د اعلانونو ملاتړ لپاره کاروي.
کله چې دا ځانګړتیا په بشپړ ډول فعاله شي، د کاروونکو شخصي ټېلېفون شمېرې به نور په واټساپ کې نه ښکاري.
د واټساپ حساب جوړولو لپاره به لا هم د ټلېفون شمېره اړینه وي.
ځینې خلکو اندېښنه څرګنده کړې چې کارننومونه ښايي د درغلۍ لپاره لاره هواره کړي.
دې شرکت د اېکس د یوه کاروونکي چې د امنیتي تدابیرو په اړه یې پوښتنه کړې وه، ویلي چې "موږ څو دفاعي سیستمونه لرو."
شرکت ویلي چې اختیاري "کارننوم کیلي" – لنډ شمېرې کوډونه – هم شته، چې له مخې یې خلک یوازې هغه وخت تاسو سره اړیکه نیولی شي چې ستاسو کارننوم او کیلي دواړه ولري.
شرکت زیاته کړې چې سیستمونه یې "د ناوړه چلند بڼې کشف او بندوي"
د واټس اپ د کارولو لږ تر لږه عمر ۱۳ کاله دی، او د پیغام رسولو اپلیکېشنونه به د بریتانیا د راتلونکي کال د ۱۶ کلنو لپاره د ټولنیزو رسنیو له بندیزه مستثنی وي.
واټساپ تازه اعلان کړی چې کونال شاه، د یوې هندي فینټیک نوې کمپنۍ بنسټګر، به د دوی مشر شي او دا چې ویل کاتکارټ به له اوو کلونو وروسته له دندې استعفا کوي.


















