روسیې له افغانستان او پاکستانه غوښتي چې "نظامي شخړه" و دروي او ستونزه په خبرو حل کړي

یو پوځي دشتکې ته په رېنجر ګاډي کې ناست دی او د دشتکې خوله یې اسمان ته نیولې چې مرمۍ ترې راځوړندې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر روانې ترینګلتیا اندېښنه ښودلې او له دواړو لورو یې غوښتي چې "نظامي شخړه پای ته ورسوي او خپل‌منځي مسئله له سیاسي او ډېپلوماتیکو لارو حل کړي".

د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، دغه وزارت په خپله اعلامیه کې پر افغانستان د پاکستان بریدونه "یوه غمجنه پېښه" بللې او له دواړو لورو یې غوښتنه کړې چې د خپلو "اوږدمهاله اختلافونو" د حل لپاره له ډېپلوماسۍ کار واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې پر پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته د طالبانو حکومت ویلي‌ چې پر پاکستان یې بریدونه کړي دي.

د طالبانو حکومت ویلي، د سې‌شنبې ماښام ناوخته یې بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش او "شر او فساد" پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي او درنه مرګژوبله یې اړولې ده.

د طالبانو حکومت دفاع وزارت یوه اعلامیه کې ویلي، چې د بلوچستان د پشين سرانانو سیمه کې "د داعشيانو او شر او فساد" ګډ مرکز، د خيبرپښتونخوا په قمبرخيلو کې د "داعشيانو" مرکز او د چترال شاه سلیم درې اړوند ګرم چشمو سيمه کې هم "د داعشيانو او شر او فساد" يو بل ګډ مرکز په نښه شوی دی.‌

ډرون برید

د عکس سرچینه، SM

اعلامیه کې راغلي چې له دغو مرکزونو په افغانستان کې "تخريبي کړنو او بریدونو" لپاره استفاده کېدله او "د هغو بمبارونو د کوردینات د مرکز په توګه کارېدل چې په افغانستان کې ملکي خلک په کې هدف وګرځیدل."

خو د پاکستان پوځ بیا وايي، چې د ډیورنډ کرښې له بلې غاړې بلوچستان ته څلور ورتوغول شوي "ساده ډرونونه" یې د پرمختللي دفاعي سیستم په وسیله کشف او شنډ شوي‌ دي.

د پاکستان پوځ د مطبوعاتو او عامه اړیکو څانګې "ای‌اېس‌پي‌ار" دا تور هم لګولی چې ګوندې د طالبانو حکومت دا ګام د هغو ترهګرو ډلو د ملاتړ او حمایې د یوې برخې په توګه پورته کړی،‌ چې د دوی [طالبانو حکومت] له کنټرول لاندې سیمو فعالیت کوي.

د طالبانو حکومت لخوا پاکستان کې د دغو ډرون بریدونو خبر تر هغې یوه ورځ وروسته ورکول کېږي، چې پاکستاني الوتکو د افغانستان پکتیا، پکتیکا او کونړ کې هوايي بریدونه وکړل.

د ملګرو ملتونو په وینا د پاکستان وروستیو بریدونو کې لږترلږه ۲۸ ملکي وګړي وژل شوي.

له بلوچستانه سې‌شنبه ماښام ناوخته پر خواله رسنیو لږترلږه دوو خپرو شویو ویډیوګانو کې لومړی د ډرون الوتکو او ورپسې ناڅرګند ځای کې د لمبې له پورته کېدو سره د چاودنو غږونه اورېدل کېږي.

په یوه بله ویډیو کې بیا د چاودنې ترڅنګ احتمالآ د دفاعي ډزو غږونه هم اورېدل کېږي.‌

بي‌بي‌سي په خپلواک ډلو د دغو ویډیوګانو کره والی او د هغو د ثبتېدو وخت او ځای نه شي‌ تاییدولی.

د طالبانو حکومت دفاع دا نه ده روښانه کړې، چې له 'شر او فساد' یې موخه څوک یا کومه ډله ده او دا چې دغه ډله څنګه په افغانستان کې بمباریو ته کوردینات ټولولي.

خو اعلامیه کې ادعا شوې، چې په دغو بريدونو کې "داعشيانو، شر او فساد او د دوی حاميانو ته درانه ځاني تلفات او مالي زيانونه" اوښتي او دا چې 'مطلوب اهداف' په دقیق ډول په نښه شوي، نو ملکي تلفات نه لري.‌

د طالبانو حکومت دفاع وزارت دا ګواښ هم کړی، چې هوايي دفاعي ځواکونه به یې راتلونکې کې هم هر هغه ځای هدف وګرځوي چې د دوی په وینا افغانستان کې د امنيت د اخلال لپاره کارېږي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 1

ورمخکې کوټه کې یوه ځايي خبریال بي‌بي‌سي ته ویلي، د پشین په سرانان سیمه کې ډرون برید د افغان کډوالو یوه مخکیني پنډغالي ته نږدې شوی او د لومړنیو رپوټونو له مخې درې کسان پکې ټپي شوي دي.

خو هغه دا نه دي ویلي، چې ټپي شوي کسان څوک دي.

هممهاله په اسلام اباد کې د بي‌بي‌سي خبریال افتخار خان وايي، پېښور ته نږدې حسن‌خېل سیمه کې په ډرون برید کې د شپږ کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړ شوی.

د پېښور پولیسو د بي‌بي‌سي اردو څانګې ته ویلي چې په حسن‌خېل سیمه کې د ډرون پاتې‌ شوني راغورځېدلي دي.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت شاوخوا یوه اوونۍ مخکې هم د بلوچستان د کلاعبدالله په ګلستان او شکراب او د خیبرپښتونخوا په قمبرخېلو کې هم د داعش-خراسان پر مرکزونو د ډرون د بریدونو خبر ورکړی و.

د پاکستان پوځ: غیرمسوولانه چلند د افغانانو کړاو زیاتوي

سرحد پار

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان پوځ په خپل لومړي غبرګون کې د تېرې اوونۍ په څېر دا ځل هم د طالبانو حکومت لخوا ورتوغول شوي ډرونونه کمزوري او ابتدايي بللي او هغوی د شنډېدو ادعا یې کړې ده.

ای‌ایس‌پي‌ار وايي، د دوی ځواکونو د خپلو پرمختللو دفاعي سیستمونو په مټ له چټک او اغیزناک غبرګون سره، "دغه ناوړه هڅه" په بشپړ ډول ناکامه کړې.‌

د دوی لخوا خپره شوې اعلامیه کې تور پورې شوی، چې ګوندې د طالبانو حکومت "دا ډول نمایشي اقدامات د دې لپاره کوي چې تر خپل "ظالمانه رژیم لاندې کړېدونکی افغان وګړي تېر باسي."

په علامیه کې زیاته شوې، "افغان طالبان باید درک کړي چې د دوی غیرمسؤلانه چلند یوازې د افغانانو کړاوونه زیاتوي" او دا چې د دوی په وینا د "داسې نمایشونو او منځ تشو شعارونو" له لارې د خپل ولس غافل ساتلو پر ځای باید د ترهګرۍ له ملاتړه لاس واخلي او د سوله‌ییز ګډ ژوند اصولو ته درناوی وکړي.

د ای‌ایس‌پي‌ار اعلامیه کې دا ګواښ هم شوی، چې که افغان طالبان د پاکستان خلاف خپلو پاروونکو اقداماتو ته دوام ورکړي او د پاکستان حاکمیت او د خلکو امنیت ته یې ګواښ پېښ کړي، نو له "چټک، پرېکنده او ځواکمن" غبرګون سره به مخامخ او درنه بیه به پرې کړي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 2

د پاکستان پوځ دا ګواښ داسې مهال کوي، چې همدا اوړمه شپه یې هم په د افغانستان په پکتیا، پکتیا او کونړ ولایتونو کې هوايي بریدونه وکړل.

اسلام اباد ادعا کوي‌ چې په دغو تازه او ورمخکې ټولو هوايي بریدونو کې یې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) او د هغوی د افغان ملاتړو اړوند اهداف په نښه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي او نورو بهرنیو وسله‌والو له موجودیته انکار کوي او افغانستان کې د پاکستان د بریدونو اکثریت قربانیان د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي افغانان بولي.

طالبانو حکومت هم د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر راهیسې په افغانستان کې د پاکستان د هوايي ځواکونو بریدونو ته د کوچنیو چاودېدونکو ډرونونو او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو پر پوستو او مرکزونو په بریدونو سره ځواب ورکړی دی.

په دغو متقابلو بریدونو او نښتو کې دواړو خواو ته مرګژوبله اوړي او د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوال سازمانونه وايي، چې اکثریت قربانیان یې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پراته عام ولسونه او خلک دي.‌