د طالبانو حکومت ته د اشرف غني ګوتڅنډنه: "هغه امنیت چې په ویاړ یې یادونه کېده، چېرته دی؟"

اشرف غني

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د افغانستان مخکینی ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغانستان "داسې یوې انزوا ته پورې وهل شوی" چې نه یې څوک غږ اوري او نه یې شکایت ته څوک غوږ نیسي.

هغه دا څرګندونې په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو د پاکستان د وړمې شپې(د جون ۲۹مه) بریدونو ته په غبرګون کې کړې.

ښاغلي غني په ایکس کې په خپره کړې وینا پاڼه کې لیکلي، "د پاکستان پرله پسې تېري داسې ترسره کېږي لکه په نړۍ او سیمې پورې چې هېڅ اړه ونه لري،" ځکه د ده په وینا "هېواد په لوی لاس یوې تیارې ګوښې کې، له نړۍ سره له راشه درشه خلاصې انزوا کې ساتل کېږي."

اشرف غني لیکلي: "دا انزوا زموږ حتمي برخلیک نه دی، بلکې د هغو انتخابونو او سیاستونو عملي نتیجه ده چې په تېرو پنځو کلونو کې وشول او غوره شول."

پخواني ولسمشر اشرف غني ویلي، چمتو دی د "یوې افغاني لازمې ملي اجماع په جوړولو" او له نړۍ سره د افغانستان بېرته نښلېدو کې د ده په وینا "له هېڅ ډول امتیاز غوښتنې پرته" ونډه ادا کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه استازولۍ (یوناما) اود طالبانو حکومت ویلي، د پاکستان تازه بریدونو د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.

ښاغلي غني زیاته کړې چې د پاکستان دغه برید "یوازې یوه امنیتي پېښه" نه ده، بلکې د افغانستان د اوسني وضعیت، ملي دریځ او راتلونکي په اړه "د ژور فکر، ملي حساب او صادقانه ارزونې یوه جدي ملي بلنه ده."

اشرف غني لیکلي: "زموږ خلک حق لري وپوښتي، هغه امنیت چې په ویاړ یې یادونه کېده، چېرته دی؟ ایا د هغو هیلو څرک لیدل کېږي، چې ژمنه یې ورکول کېده؟ ولې هېواد له یوه بحرانه بل ته کیوځي او ایا له دغو کړکېچونو د وتلو څه لار هم شته؟"

هغه د پوښتنو دا لړۍ غځولې او ویلي یې دي، ولې د افغانستان له ملي حاکمیته پرله پسې سرغړونې داسې دي، چې ګوندې له نړۍ سره هېڅ تړاو نه لري؟

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

د یادونې ده، چې اشرف غني د تېر کال نومبر کې هم پر افغانستان د پاکستان هوایي بریدونه غندلي او ویلي وو چې "افغان ولس د ټولو اسماني احکامو او ځمکنیو قاعدو له مخې د خپلې خاورې د ساتنې او دفاع بشپړ حق لري."

خو تر هغې را وروسته افغانستان کې د پاکستان د نورو او لا خونړیو بریدونو او همدا راز کورنیو، سیمه‌ییزو او نړیوالو مسایلو په اړه د نوموړي هېڅ غبرګون رانغی، او دې بېلابېلې تبصرې راپورته کړې وې.

هغه د روان کال د می میاشتې وروستیو کې پر خپله اېکس پاڼه د جزییاتو له ورکولو پرته ولیکل، چې له شپږو میاشتو راهیسې یې د خبرو مخه نیول شوی و او غږ یې غلی شوی و.

اشرف غني په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له راستنېدو وروسته متحده عربي اماراتو ته لاړ او هلته د سیاسي پناه غوښتونکي په توګه اوسېده.

اوس ښاغلی غنی له متحدو عرب اماراتو وتلی خو لا یې روښانه کړې نه ده چې په کوم هېواد کې دی.

د پاکستان وروستیو بریدونو لسګونو ملکي کسانو ته مرګژوبله اړولې ده

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، یوناما او د طالبانو حکومت وايي د پاکستان وروستیو بریدونو لسګونو ملکي کسانو ته مرګژوبله اړولې ده

اشرف غني زیاته کړې، "باید پرې نږدو چې افغانستان تر ډېر لا ډېر د انزوا، بې‌ وزلۍ او ناامنۍ دلدل کې ډوب شي."

هغه لیکلي: "د حل اساسي لار دا ده چې افغانستان خپله نړیواله بېطرفي په رسمي، واضح او عملي ډول اعلان کړي او خپل بهرنی سیاست د ملي ګټو پر بنسټ تنظیم کړي."

اشرف غني

د عکس سرچینه، Ashraf Ghani

د عکس تشریح، پر اشرف غني د واک پر مهال د ده د ځینو سیاستونو او کړنو له کبله نیوکې هم کېږي

د یادونې ده چې واک ته د طالبانو له راستنېدو راهیسې د هغوی ځینو سیاسي او نظامي مخالفانو، چې له هېواده وتلي، د افغانستان د کشالې حل لپاره بېلابېل اېتلافونه او جریانونه جوړ کړي‌ دي.

له دوی ځینې پر اشرف غني له دې کبله نیوکې کوي، چې ګوندې د "واک پر مهال یې په خپلو کړنو او سیاستونو او له افغانستانه وتلو سره د طالبانو ورګرځېدو ته لار هواره کړه."

دغو سیاسي جریانونو، په افغانستان کې د جمهوریت د مهال مخکښو څېرو، او د طالبانو حکومت تر اوسه د اشرف غني دې تازه څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

خو د طالبانو حکومت وړاندې په وار وار ویلي، چې د مخکیني ولسمشر په ګډون ټول پخواني چارواکي او سیاسي مشران افغانستان ته ورګرځېدای شي، خو بیا په سیاسي مسایلو کې د ښکېلتیا حق نه لري.