BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
پاکستاني الوتکو یو ځل بیا کونړ، پکتیا او پکتیکا کې هوايي بریدونه کړي
د پاکستان جنګي الوتکو یو ځل د افغانستان ختیځ کې د کونړ مرورې او په سویل ختیځ کې د پکتیا په څمکنیو او د پکتیکا ګیان ولسوالیو هوايي بریدونه کړي. په کونړ کې د طالبانو حکومت ځايي چارواکو په کابل کې د بيبيسي خبریال سید عبدالله نظامي ته ویلي چې د مرورې برول سیمه کې نن (یکشنبه) د شپې ناوخته په هوايي برید کې یو کور په نښه شوی، خو دا چې سیمه لېرې پرته ده نو تر اوسه د مرګژوبله او اوښتي زیان کره جزییات نه شته. د څمکنیو په اړه ویل شوي، چې هلته په استوګنیزه سیمه کې پر یوه جومات او په ګیان کې هم د ملکي خلکو پر کورونو برید شوی دی.
ژوندۍ پاڼه, د ایران بهرنیو چارو وزیر خبرداری: د هرمز تنګي په مدیریت کې هر ډول لاسوهنه به کړکېچ زیات کړي
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی چې که د هرمز تنګي د مدیریت په چارو کې هر ډول لاسوهنه وشي، دا به د کړکېچ د زیاتېدو لامل شي. عباس عراقچي، بغداد ته د خپل سفر په ترڅ کې له خپل عراقي سیال سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، د ایران او امریکا ترمنځ د تفاهم له مخې د هرمز تنګي مدیریت او په بشپړه توګه بیا پرانیستل ''یوازې د ایران اسلامي جمهوریت مسوولیت دی او په دې برخه کې هېڅ بل هېواد یا بنسټ مسؤلیت نه لري.''
کراچۍ کې د امنیتي ځواکونو پر مرکز د وسله والو برید: عیني شاهدانو څه ولیدل؟
پاکستاني پوځ تایید کړې چې په کراچۍ ښار کې د ملېشه ځواک رېنجرز کمپ برید کې درې سرتېري وژل شوي او په ځوابي عملیاتو کې درې بریدګر هم له منځه وړل شوي دي. د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې (ای اېس پي ار) په وینا، د عملیاتو پر مهال یو بریدګر په ټپي حالت کې نیول شوی دی، چې د دوی د ادعا له مخې یو "افغان وګړی" دی. د یادونې ده چې د شنبې په شپه د کراچۍ ښار په ګلستان جوهر سیمه کې د رېنجرز ځواک د مرکز ترڅنګ د چاودنې او ډزو غږونه اورېدل شوي وو او وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړه.
د امریکا د ۲۵۰مې کلیزې لپاره د دې هېواد ځینو پاسپورټونو کې د ټرمپ انځور چاپ شوی
د ولسمشر ټرمپ ادارې د امریکا د ۲۵۰مې کلیزې د لمانځنې لپاره د دې هېواد پاسپورټ یوه نوې ځانګړې بڼه معرفي کړې، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ عکس پکې دی خو دا ډول پاسپورټونه کم چاپ شوي. ټرمپ د جمعې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې د پاسپورټ د نوې ډیزاین شوې پاڼې انځور خپور کړ. په دې پاڼه کې د هغه انځور ښکاري، چې خپل لاسونه یې موټی کړي او د "ریزالیوټ (امریکا ته د برېتانیا د یوې پخوانۍ ملکې لخوا ورکړل شوې ډالۍ" پر مېز یې لګولي دي، د شالید په برخه کې د امریکا د خپلواکۍ اعلامیه ښکاري، چې لاسلیک یې ترې لاندې چاپ شوی دی.
ښه خوب په زدکړو کې څنګه مرسته کولای شي؟
د شپې د ښه خوب پرتله به بل هېڅ څه تاسو ته غوره نه وي که نه؟ ځینې به ښايي وايي، چې شین چای، فلم لیدل، دوستانو سره وخت تېرول یا پر مبایل انلاین پاتې کیدل یا ځینې نور به وایي په دې ګرمۍ کې ایسکریم خوړل د خوب پرتله غوره دي. ښه نو شاید ځینو ته غوره وي خو شین چای، فلم لیدل یا ایسکریم خوړل خو په زدکړو کې له تاسو سره مرسته نه شي کولای. نو څه دي چې زموږ ذهن ښه کوي او په مرسته یې ښې زدکړې کولای شو؟
د ۲۰۲۶ نړیوال جام: لوبې او پایلې
د ګول وهلو زړه پورې شېبې، پایلې او بل پړاو ته د لوبډلو لار موندل
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
ملګري ملتونه: د امریکا کډوالو توقیفخونو کې دې د مړینو خپلواکه څېړنه وشي
د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر وولکر تورک امریکا کې د کډوالو د نیولو پر شته سیستم او د دغه هېواد د د کډوالۍ او ګمرکونو د قوانینو د پلي کولو ادارې (ICE) په توقیف خونو کې د مړینو په اړه د خپلواکې او شفافې څېړنې غوښتنه کړې ده.
ازبکستان: افغانستان سره د کرېکټ لوبه کول "ویاړ، درس او لویه هڅونه" ده
د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې د یوې شل اوریزې لوبې لپاره د ازبکستان د کرېکټ ملي لوبډلې کوربه توب کوي. ټاکل شوې ده چې دغه یوازېنۍ شل اوریزه لوبه د جولای میاشتې پر لسمه نېټه د یوولسم پړاو شپږیزې کرېکټ لیګ سیالیو په منځ کې ترسره شي.
په خواله رسنیو کې د ښځو ځورول، ګواښل او ټولنیز ناسم حساسیتونه
د چېېن په نوم د جنسيتي عدالت یوه نړیواله اداره وایي، د خواله رسنیو کمپنۍ او پولیس تر ډېره د خواله رسنیو له لارې د ښځو د ځورولو قضیې په سمه توګه نه شي مدیریت کولای. دغې ادارې په دې تړاو څېړنه کړې او یو راپور یې هم خپور کړی دی. د دغې نړیوالې ادارې په خبره کله چې په انټرنټ او خواله رسنیو کې یوه مېرمنه ځورول کېږي نو د پولیسو یا د خواله رسنیو د کمپنیو پام دېته وي چې ایا د ښځې خپور شوی عکس یا ویډیو ډېره لوڅه ده یا نه، یعنې قضیې ته د پاملرنې شدت دې پورې اړه لري چې عکس ساده دی یا ډېر بربنډ!
لیبیا کې یو شمېر زنداني افغانان خوشي شوي، دوی په شمالي افریقا کې څه کول؟
د مصر پلازمېنه قاهره کې د افغانستان سفارت چې اوس یې چارې د طالبانو حکومت استازي سمبالوي یوې ویناپاڼه کې ویلي "د سفارت په هلو ځلو او اړوندو ښکېلو ادارو په همغږۍ او همکارۍ له لیبیا پنځه تنه افغان بنديان هېواد ته ولېږدول شول." دغه ویناپاڼه کې نه ده روښانه شوې چې لیبیا کې دغه افغانان پر کوم تور زنداني وو. د شمالي افریقا دغه هېواد اروپا ته د ناقانونه کډوالۍ یوه لاره ده چې ډېر لارویان یې د افریقايي هېوادونو وګړي وي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۹ جون ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۸ جون ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۸ جون ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۲۸ جون ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
















































