د اوکرایین وروستی حال
که همدا اوس له موږ سره یو ځای شوی یاست، دلته د اوکرایین پېښو تازه حال درکوو، چې روسي ځواکونو تېرو څو ساعتونو کې پر ځینې داسې ښارونو هم بریدونه پکې کړي، چې له دې مخکې یې نه وو په نښه کړي.
- په دوو داسې اوکراییني ښارونو کې چاودنې شوې چې له دې مخکې روسي ځواکونو پرې بریدونه نه وو کړي. په شمال لوېدیځ کې د لوڅک ښار پر یوه کارخانه چې د الوتکو ماشینونو ترمیم پکې کېږي برید شوی او دغه راز یوې هوايي اډې ته څېرمه چاودنې شوې.
- په مرکز ختیځ دنیپرو ښار کې بیا د رپوټونو له مخې د هوايي بریدونو له کبله یو کس وژل شوی دی. دغه راز د هېواد په سویل لوېدیځو ښارونو لوانو، فرنکیوڅک ښارونو کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
- روسیې ادعا کړې چې ماریو پول محاصره ښار ته نژدې یې ولنوواخا ښارګوټی نیولی چې له ستراتيژیک پلوه مهم بلل کېږي.
- اوکرایین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي په یوه ویډیويي وینا کې د روسیې هغه ادعا رد کړې، چې ګواکې اوکرایین کیمیاوي وسلې چمتو کوي. نوموړي دغه راز ادعا وکړه، که روسیه په اوکرایین کې دا ډول وسلې وکاروي، له 'خورا سختو بندیزونو' سره به مخامخ شي.
- له دې مخکې امریکا متحدو ایالتونو د روسیې دا ادعا د خندا وړ وبلله او د امریکايي چارواکي روسیه خپله په اوکرایین کې د دا ډول وسلو کارولو لپاره د پلمې په توګه دا ادعا کاروي. په پام کې ده ملګري ملتونه نن ناوخته د روسیې دې بې ثبوته ادعا په هکله د خبرو لپاره بېړنۍ غونډه وکړي.
- بل لور سټیلایټ تصویرونه ښيي چې روسي ځواکونه د اوکرایین پلازمېنې کیېف پر لور سوکه پرمختګ کوي او په ځنګلونو کې ځای پر ځای شوي دي.
- د پوتین پوځیانو د اوکرایین ګڼ ښارونو په شاوخوا کې راټول شوي او مرستندویان وايي، د محاصرې دې کیفیت له کبله په اوکراییني ښارونو کې خواړه او اوبه په کمېدو دي.

