دغه اداره وايي، د جمعې پر ورځ له جي ایم ټي مهال سره سم د ګهیځ تر شپږو بجو پورې ۷۱۰۰ کسان له پولې تېر شوي، چې د تېرې ورځې ورته وخت
پرتله ۴۱ سلنه کموالی ښيي.
د وارسا پوهنتون کډوال څېړنې څانګې پروفیسر ماکیېج دوسزڅیک
په خبره نژدې نیم میلیون کډوال وار له مخه له پولنډه وتلي دي.
د عکس سرچینه، Reuters
د اوکرایین پېښو وروستي معلومات
که په اوکرایین کې د جګړې پر ۲۳ مه ورځ همدا اوس له موږ
سره د بي بي سي پر پښتو پاڼه یو ځای شوي یاست، دلته دوروستیو پېښو ته یوه لنډه
کتنه وړاندې کېږي.
نن ګهیځ وختي د لفیېف
ښار هوايي ډګر ته نژدې یو ترمیم ځای په نښه شوی دی. په دې پېښې کې د. تلفاتو رپوټ نه دی ورکړل شوی. لفیېف د اوکرایین او
پولنډ تر منځ له پولې ۷۰ کیلومتره لېرې، خو د اوکرایین په ختیځ او سویل کې د جګړې
له مرکزي لومړیو کرښو په ښه لېرې واټن کې پروت ښار دی.
د بریتانیا او امریکا دفاعي چارواکي وايي، روسي
ځواکونو په دا وروستیو کې هېڅ نوې سیمه نه ده نیولې او ښايي له مورال او لوژستیکي
ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
ویل کېږي، امریکا ولسمشر جو بایډن به د جمعې
پر ورځ ناوخته خپل چینايي سیال شي ژینپنګ ته د ټیلیفون له لارې خبرداری ورکړي، چې
که روسیه د لوېدیځوالو له مالي بندیزونو وژغوري، چین به یې بیه پرې کړي.
د عکس سرچینه، Ukraine SES
بریتانیا: روسي ځواکونو روانه اونۍ حد اقل پرمختګ کړی
د بریتانیا دفاع وزارت چارواکي وايي، روسي ځواکونو روانه
اونۍ په اوکرایین کې حد اقل پرمختګ کړی.