مېټا وايي پر د فېسبوک او انسټګرام هغه بندیزونه چې له تاوتریخوالي ډکې ویناوې منع کويځینو هېوادونو
کې د لنډ مهال لپاره یې لېرې کوي.دوی وايي، له دې چارې سره به کاروونکي وکولی
شي د ولادمیر پوتین او روسی ځواکونو په اړه له
تاوتریخوالي ډکې لیکنې وکړي.
دا شرکت وايي، له تاوتریخوالي ډکې څرګندونې لکه "مرګ پر روسي یرغلګرو" چې
معمولا د دې شرکت د اصولو خلاف دي د لنډ مهال لپاره د خپرېدو
اجازه ورکوي.
د دې ترڅنګ
میټا شرکت دا هم ویلي چې د روسي ولس په وړاندې له تاوتریخوالي ډکو څرګندونو
ته به اجازه ورنه کړي.
په ځواب کې، روسیې په متحده ایالاتو غږ
وکړ چې د دې ټولنیزو رسنیو "افراطي
فعالیتونه" ودروي.
د میټا دا اعلان وروسته له هغه خپور شو چې رویټرز د یاد شرکت خپل منځي
ایمیلونو په بنست خپل راپور کې د مطالبو په تړاو د فېسبوک او انسټګرام د سیاست بدلېدو
په اړه خبر ورکړ.
د مېټا یوه ویاند بي بي سي ته وویل: "اوکرایین کې د یرغل دوام ته په
کتو سره موږ په لنډمهاله او استثنايي توګه له جګړې اغېزمن شويو کسانو ته اجازه
ورکړه چې له تاوتریخوالي ډک خپل احساسات د اشغالګرو ځواکونو په وړاندې
څرګند کړي ."د دې بدلون له مخې، د روسیې، اوکرایین او پولنډ په څېر هېوادونو کې کاروونکي کولی شي د روسیې د
ولسمشر ولادمیر پوتین او د بېلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو د مرګ
غوښتنه وکړي.
د شرکت د داخلي ایمیلونو له مخې، د دغو مشرانو د
مړینې غوښتنه به د خپرېدو اجازه ولري خو پرته له دې چې له
تاوتریخوالي ډک اعمال په کې وي یا د کوم ځای او موقعیت یادونه په کې شوې وي.د راپورونو له مخې د روسیې
پر وړاندې له تاوتریخوالي ډکې ویناوې به یوازې هغه مهال اجازه ولري چې په
اوکرایين برید ته په کې ځانګړې اشاره شوې وي.