د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ويلي، د اوکرایین
او روسیې تر منځ د سولې خبرې اسانه نه دي، خو جوړجاړي ته تمه شته.
هغه ویلي:" زه د هغو ارزونو له مخې لارښوونه کوم چې
زمونږ د مرکچې پلاوي له لوري راکړل شويدي"
د رویټرز د راپور له مخې لاوروف له آر بي سي سره مرکه کې
ویلی:" هغوی وايي، د څرګندو دلایلو له مخې خبرې اترې اسانه نه دي خو هیله
مندي موجوده ده چې جوړجاړی به وشي"
لاوروف ویلي، ستونزې یوازې د اوکرایین د بې وسلې کولو او
بې پریتوب کې نه دي، بلکې د اوکرایین ختیځ کې د خلکو امنیت دی، هغه سیمي چې د دونیڅک
او لوهانڅک یاغیانو تر کنټرول لاندې دي.
د عکس سرچینه، EPA
ناټو عمومي منشي وايي، له اوکرایین سره د ملاتړ لپاره ټول غړي هېوادونه یوه خوله دي
تمه کېږي چې امریکا
متحده ایالات به له اوکرایین سره د یو میلیارد ډالرو ارزښت نوره پوځي مرسته اعلان
کړي.
بل لور ملګري ملتونه وايي، د فبرورۍ پر ۲۴ مه د جګړې له پیل راهیسې هره ورځ
۷۰ زره ماشومان کډوال کېږي.
له اوکرایین جګړې د تښتېدلو کډوالو ټولټال شمېر له درې
میلیونه کسانو زیات شوی دی.
د عکس سرچینه، EPA
د اوکرایین جګړې وروستي معلومات
دلته د جګړې انسټیټیوټ شننې له مخې د جګړې وروستي وضعیت
په هکله معلومات وړاندې کېږي. د امریکا دا فکري مرکز هره ورځ د خبري رپوټونو او او
اېس، ای این ټي معلوماتو له مخې د جګړې لومړنۍ کرښې تازه معلومات وړاندې کوي.
کیېف: په داسې حال کې چې پر دوشنبه او سې شنبه روسي
ځواکونو د پلازمېنې بهر ایرپین او ګوتا – میژیهرکسا سیمو کې بریدونه کړي، له تېرو
۲۴ ساعتونو راهیسې یې خپله پلازمېنه کې کوم جګړه ییز فعالیت نه دی لیدل شوی.
ماریو
پول: روسي ځواکونه پرلپسې پر دې سویلي ښار له ختیځ او لوېدیځ لوریو بریدونه کوي.
خارکیېف: د دې شمال ختېځ ښار په محاصره کولو کې روسي ځواکونو د وسلو او مهماتو له
لږوالي سره مخامخ ښکاري.
خیرسون سیمه: روسیانو د سې شنبې پر ورځ د دې ټولې سیمې د
کنټرول ترلاسه کولو جعلي ادعا وکړه، خو و نه توانېدل د زاپوریژیا او میکولایف مهمو
ښارګوټو پر لور پرمختګ وکړي.
اوډیسه: روسیه نه ده توانېدلې تر اوسه د دې سویلي
ساحلي ښار پر ضد د سمندر له لوري عملیات پیل کړي، ځکه هلته یې پر وچه ځواکونه نه
دي ځای پر ځای کړي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده
د پوسټ X پای
ملګري ملتونه: شاوخوا درې میلیونه ملکي وګړي له اوکرایینه تښتېدلي دي
د ملګرو ملتونو په وینا، د جګړې له پیل راهیسې نژدې درې میلیونه خلک له اوکرایینه تښتېدلي دي، داله دویمې نړیوالې جګړې راهیسې په اروپا کې د پناه غوښتنې تر ټولو ناوړه
او چټک بحران دی.
جو بایډن راتلونکې اوونۍ د ناټو او اروپايي مشرانو سره ګوري
سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې د امریکا ولسمشر جوبایډن
به راتلونکې اوونۍ (د مارچ ۲۴) په بروکسل کې د ناټو له مشرانو او اروپايي مشرانو سره وګوري.
د خبرو اصلي تمرکز به پر اوکرایین د روسیې د یرغل
او د "دفاع او امنیت" او "بهرنیو اړیکو" په څېر مسایل وي.
د عکس سرچینه، Getty Images
د اوکرايين پلازمېنې کيېف کې پر يو شمېر استوګنيزو ودانيو هوايي يا د توغنديو ګوزارونه شوي، داسې حال کې چې پر اوکرايين د روسيې يرغل شرل ورځې کېږي.. تېرو څو ورځو کې هوايي ګوزارونه د دغه هېواد پلازمېنې مرکزي برخو ته نژدې کېږي، او ښاريان يوې شونې کلابندۍ ته تياری نيسي. جېرېمي بوېن له کيفه دار راپور راستولی دی.
روسیې د امريکا پر ولسمشر جوبایډن بندیزونه ولګول
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، د امریکا پر ولسمشر
جوبایډن یې بندیزونه لګولي دي.
په دې بندیزونو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د دفاع
وزیر، د ملي امنیت سلاکار او د سي آی اې مشر هم شامل دی.
د ناټو عمومي منشي: یوازې هغه صورت کې مستقیمه پوځي مداخله کوو چې روسیه زموږ پر غړو هېوادونو برید وکړي
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ یوې خبري غونډې ته ويلي، پوځي ائتلاف به یې یوازې په هغه صورت کې له روسیې
سره مستقیمه جګړه وکړي چې د دوی له ۳۰ غړو
هېوادونو څخه پر
یوه یې برید وکړي.