اوکرایین کړکېچ: ماریوپول کې جګړې د خلکو د ژغورلو مخه نیولې

د اوکرایین ماریو پول ښاروالي بي بي سي ته وویل، د ښار په لارو کوڅ کې د روانو نښتو له کبله د دې ښار په یوه بمبار شوې تیاتر ودانۍ کې د ایسارو کسانو راایستلو چاره له خنډونو سره مخامخ ده. ښاروال وادیم بویچینکو وايي، اوکراییني ځواکونه ټول وس – توان کاروي چې د اوکرایین دې سویلي ساحلي ښار کې د ګڼ شمېر روسي پوځیانو مخه ونیسي. بل لور د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلینسکي له روسي غوښتي چې ''له ځنډ پرته'' د مذاکراتو مېز ته راشي.

ژوندی پوښښ

ګوربت ننګيال

  1. وروستی, روسي ځواکونو پر انتونوف کارخانه برید کړی

    د اوکرایین پلازمېنې په شمال کې روسي ځواکونو پر یوه کارخانه برید کړی، چې د ځايی چارواکو په وینا انتونوف ډوله الوتکې پکې چمتو کېدې.

    دا کارخانه له کیېف ښاره لس کیلومتره لېرې سویاتوشین هوايي اډه کې موقعیت لري.

    پر خواله رسنیو خپرو شویو ناتایید شویو رپوټونو کې لیدل کېږي چې له کارخانې لوګي پورته کېږي. ځايی چارواکي وايي، مرستندویان د پېښې ځايي ته رسېدلي دي.

  2. وروستی, د اوکراییني او روسي مرکچیانو تر منځ خبرې پیلېږي

    د اوکرایین کورنیو چارو وزیر سلاکار انتون ګیراشچینکو وايي، د اوکرایین او روسیې تر منځ به د خبرو څلورم پړاو له ځايي وخت سره سم د ګهیځ پر لسو بجو پیل شي. له هغه وروسته د دیپلوماتیک پرمختګ هیلې ډېرې شوې، چې د اوکرایین مرکچي میخایلو پوډولیاک مخکې وویل، خبرې ''رغنده'' وې.

    نوموړي په یوه ویډیويي پیغام کې وویل: ''روسي لوري رغنده خبرې پیل کړې او زه فکر کوم په څو ورځو موده کې به څه نه څه پایلې ووینو.''

    بل لور له روسیې سره د چین احتمالي مرستې موضوع پر سر د امریکا او چین تر منځ هم پر دوشنبه خبرې پیلېږي.

  3. د شپې مهال توغندیزونو بریدونو معلومات

    د اوکراییني رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، د پلازمېنې کیېف لوېدیځ ته د روسي ځواکونو په یوه توغندیز برید کې ټلویزیوني برج ویجاړ شوی دی. د ځايي رسنیو په رپوټونو کې د ریوني سیمې ښاروال ویټالې کووال له قوله ویل شوي، چې پر ټلویزیوني برج د روسیې هوايي ځواک برید کړی دی.

    د ټلویزیون دا برج له ریوني ښارګوټي ۱۵ کیلومتره بهر موقعیت لري. د دې پېښې مرګژوبلې په هکله څه نه دي ویل شوي. بي بي سي نه ده توانېدلې له خپلواکو سرچینو د دې خبر تایید ترلاسه کړي.

    بل لور د یونیان خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، په ژیتومیر سیمه کې د یوه کلي پر اداري دفترونو توغندیز برید شوی دی.

    د یونیان په رپوټ کې ویل شوي، پېښه کې څلور کسان ټپیان شوي او ۷ ودانۍ ویجاړې شوې دي.

    بل لور د دوشنبې پر ورځ له لیویيف نیولې تر خارکایېف او اوډیسه پورې د اوکرایین په ګڼ شمېر ښارونو کې د هوايي بریدونو خبرداري سایرنونه اورېدل شوي دي.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  4. اوکرایین پوځ په یوه ورځ د څلورو الوتکو غورځولو ادعا کړې

    اوکرايين پوځ په ورځنیو معلوماتو وړاندې کولو لړ کې ادعا کړې، چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د روسیې څلور الوتکې، درې هیلیکوپترې او ګڼ شمېر ډرون ویشتلي او غورځولي دي.

    اوکرایین پوځ دغه راز ادعا کوي چې په اوکرایین خاوره کې دننه یې د روسي پوځونو تګ راتګ مخنیوي لړ کې د هغوی پر ګرځنده مرکزونو او زېرمتونونو 'ویجاړوونکي' ګوزارونه کړي دي.

    اوکرایین پوځ دغه راز وايي، روسي ځواکونو هېڅ تازه پرمختګ نه دی کړی او د مخکې نیول شویو سیمو کې د خپلو سنګرونو په کلکولو بوخت دي.

    د اوکرایین پوځ په اعلامیه کې ویل شوي، روسیان د وسلو او تجهیزاتو ځای پر ځای کولو او د دغه راز د سنګرونو په توګه د عبادتځایونو په ګډون له ملکي ودانیو کار اخلي.

    بي بي سي نه ده توانېدلې دا ادعاوې له خپلواکو سرچینو تایید کړي.

  5. د چین دولتي رسنیو پخوانی مدیر: هیڅ یوه لوري سره باید د وسلو مرسته و نه شي

    د چین دولتي ورځپاڼې ګلوبل ټایمز مدیر هو ژین ویلي، امریکا او چین باید یوې هوکړې ته ورسېږي او له ټولو هېوادونو یې هم غوښتي چې اوکرایین او روسیې دواړو ته د پوځي مرستو له ورکولو ډډه وکړي.

    د نوموړي دا څرګندونې له هغه څو ساعته وروسته مخې ته راغلې، چې امریکا بیجینګ ته له روسیې سره د پوځي مرستو په صورت کې د 'قطعي' عواقبو خبرداری ورکړ.

    امریکايي چارواکو ویلي، روسیې له چین غوښتي چې پر اوکرایین د مسکو له یرغل سره پوځي مرسته وکړي. دې سره داسې وېره راپیدا شوې، چې کېدای شي د بیجینګ پوځي مرسته به له خپل هېواده د دفاع لړ کې له اوکراییني پوځ سره د لوېدېځوالو مرستې وننګوي.

    د یادونې ده، چې ګلوبل ټایمز ورځپاڼه د خپلې ملتپالې لهجې له کبله مشهوره ده. بل لور په واشنګټن کې د چین سفارت یوه مسوول ویلي، ده په دې هکله څه نه دي اورېدلي.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  6. ایرپین ښار کې یو ژورنالست وژل شوی

    د کیېف د پولیسو مشر اندري نیبیتوف پر خپله فېسبوک پاڼه درې کارتونه چې په نیویارک ټایمز پورې تړاو لري او د امریکایي عکاس او فلم جوړوونکی برېنټ رنووډ نوم پرې لیکل شوی له یوه امریکايي پاسپورټ سره خپاره کړي دي.

    د کیېف د پولیسو مشر همدا راز لیکلي"ترهګر آن هغه بهرني خبریالان هم وژني چې هڅه کوي په اوکرایین کې د روسي ځواکونو له خوا د ترسره شویو جنایتونو په اړه ریښتیا ووايي، نن په ایرپېن کې د نیویارک ټایمز ۵۱ کلن نامتو خبریال وژل شوی دی.''

    ښاغلي نیبیتوف ویلي، "د جګړې له سیمې د هغې د ویستلو هڅې روانې دي. د ژورنالیزم مسلک خطرناک دی خو امریکايي برېنت رنووډ د تېري کوونکو د ظلم او بې رحمۍ د بربنډولو په پایله کې خپل ژوند بایلود".

    د کیېف پولیسو مشر پر خپله فېسبوک پاڼه د دوو نورو خبریالانو د ټپي کېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د کیېف روغتون ته لېږدول شوي دي خو روغتیايي وضعیت یې لا نه دی معلوم.

    برېنټ رنووډ

    د عکس سرچینه، Getty Images

  7. روسیه کې د جګړې ضد احتجاجونو کې خبریالان نیول شوي دي

    په سنټ پيټرزبورګ کې د جګړې ضد احتجاجونو په جریان کې شاوخوا دیارلس خبریالان او دولس نور کسان نیول شوي دي.

    د نیول کېدو د لاملونو په تړاو یې تر دې دمه څه نه دي ویل شوي.

    یوه خبریال پر خپل ټلیګرام چېنل کی لیکي چې ''نیول شویو خبریالانو ټولو د مطبوعاتو واسکټونه اغوستي وو او مطبوعاتي کارتونه هم ورسره و دا کار ښه نه دی او موخه یې دا ده چې هېڅ څوک په دې و نه توانېږي چې کوم څه ته پوښښ ورکړي''.

  8. د اوکرایین جګړه؛ روسي ځواکونه د دویم ښاروال پر تښتولو تورن شوي

    د اوکرایین حکومت د روسیې پر چارواکو تور لګولی چې په نیول شویو سیمو کې یې یو بل ښاروال هم تښتولی دی.

    د اوکرایین د بهرنیو چارو وزیر دیمیټري کولبا په یوه ټویټ کې ویلي جوهان ماتیویف یې د دنیپرودن ښار جنوبي برخه کې نیولی، کولبا روسیه ''د وژنې'' تکتیکونو په جوړولو تورنه کړې ده.

    له دې وړاندې روسیې د ملیتوپول نوی ښاروال وروسته له هغې وټاکه چې پخوانی ښاروال له دندې ګوښه کړای شو.

    د اوکرایین ولسمشر پر روسیې تور پورې کړی چې اوکرایین کې "نیمه جمهوري'' نظام جوړولو ته چمتو ته او هڅه کوي اوکرایین وویشي.

    ګالینا ډینیلچینکو د ملیتوپول د ښاروالې په توګه له ټاکل کېدو وروسته په خپله لومړنۍ غونډه کې د سیمې له اوسېدونکو وغوښتل چې په ''افراطي کړنو" ګې ښکېل نه شي. هغې دا هم وویل چې اصلي دنده یې د "نوي واقعیت لاندې بنسټیزو میکانیزمونو'' جوړول دي.

    په سلګونه خلکو د شنبې په ورځ د ښار له تالار څخه بهر د پخواني ولسمشر ایوان فیدوروف د خوشې کېدو غوښتنه وکړه، چا چې د عملیاتو په درېیمه ورځ د ښار له نیولو راهیسې له روسي ځواکونو سره همکاري نه ده کړې.

    ښاغلي فیدوروف وروستی ځل د جمعې په شپه هغه مهال د وسله والو له لوري بوتلل شو چې په خپل دفتر کې و.

    روسي چارواکو د هغه د ورکېدو په اړه څه نه دي ویلي خو د اوکرایین په ختیځ لوهانڅک سیمه کې د څارنوالۍ دفتر نوموړی د ترهګریزو فعالیتونو په ترسره کولو تورن کړی.

    د اوکرایین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د ښاغلي فیدوروف د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه کړي او د اسرائیلو، جرمني او فرانسې له مشرانو یې غوښتي چې پر روسیې فشار راوړي چې دا کار وکړي.

    اوکرايين

    د عکس سرچینه، DMYTRO KULEBA

  9. د اوکرایين په لوېديځ کې پر يوې پوځي اډې د بريد له امله ٣٥ کسان وژل شوي دي

    د اوکرایین په لوېدیځ کې د پوځ د روزنې پر یوې اډې د روسیې د توغندیو برید کې لږ تر لږه ۳۵کسان وژل شوي او ۱۳۴نور ټپیان شوي دي.

    تر دې مخکې د لویف والي اعلان کړی و چې "۹کسان وژل شوي او ۵۷نور ټپیان دي".

    اوکرايين

    د عکس سرچینه، Reuters

  10. روسيي ځواکونو د اوکرایین د پلازمینې کېیف شاوخوا جګړې ته زور ورکړی دی. داسې ښکاري د روسي ځواکونو لوی کتار ورو ورو دغه ښار ته نژدې کېږي. د پلازمېنې په شمال لوېدیځ کې د درنې جګړې رپوټونه ورکړل شوې دي. د کيېف په جنوب کې بیا یو پوځي هوايي ډګر په توغندیو په نښه شوی دی او داسې هم ویل کېږي چې د روسي ځواکونو یوه ډله د کیېف ۲۵ کیلومترۍ ته رسېدلې ده. د اوکرایین په نورو ښارونو کې هم د بریدونه خبرداري اورول شوې دي. د اوکرايين ولسمشر ولودمير زیلینسکي وايي د روان کړکېچ په اړه دنړۍ مشرانو سره پر لپسې خبرې کوي.

  11. اوکرایین: له روسیې سره خبرو ته چمتو یوو خو پوتین ته نه تسليمېږو

    د اوکرایین د بهرنیو چارو وزیر ویلي، هېواد یې لا هم له روسیې سره خبرو ته چمتو دی، خو وايي د پوتین رژیم ته به تسلیم نه شي او هېڅ ضرب الاجل نه منو.

    دیمیتري کولبا په یوه انلاين خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وويل، روسیه داسې غوښتنې لري چې اوکرایین ته د منلو وړ نه دي.

    ښاغلي کولبا زیاته کړه، چې په کیېف کې اوکراییني ځواکونه نورو پوځي تجهیزاتو ته اړتیا لري او په لوېدیځو هېوادونو یې غږ وکړ چې دوی ته جنګي الوتکې ورکړي.

    د اوکرایین د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې که هوايي ځواک يې پیاوړی شي، د ډېرو ملکي وګړو ژوند به وژغورل شي.

    دیمیتري کولبا روسیه تورنه کړه چې د سوریې په جګړه کې ورته "ویجاړونکي" تکتیکونه کاروي، او له لوېدیځو هېوادونو یې وغوښتل چې د اوکرایین د هغو هڅو ملاتړ وکړي چې د جنګي جرمونو لپاره د روسیې د تحقیقاتو او احتمالي محاکمې لپاره ترسره کېږي.

    هغه د ماریوپول د سقوط په اړه د روسیې راپورونه هم رد کړل او ویې ویل چې دا سيمه لا هم د اوکرایین په لاس کې ده.

    کولبا

    د عکس سرچینه، Getty Images

  12. له اوکرایینه۱.۶میلیونو زيات کسان پولنډ ته تښتېدلي دي

    د پولنډ د پولې ساتونکو ادارې د شنبې په ورځ وویل، د اوکرایین د جګړې له پیل راهیسې تر ۱.۶میلیون ډېر کسان پولنډ ته تښتېدلي دي.

    فکر نه کېږي چې دا ټول کډوال اوس مهال په پولنډ کې دي.

    د وارسا پوهنتون د څېړنو مرستیال ماکیک دوزچیک اټکل کوي چې شاوخوا یو میلیون کډوال په پولنډ کې پاتې دي او نور بيا بېلابېلو هېوادونو ته تللي دي.

    د پولنډ پولې ساتونکو ادراې پر ټوټېر پاڼه ليکلي، د هغو خلکو شمېر چې نن د شنبې په ورځ له پولې تېر شوي ۴۶۴۰۰ تنه وو - د جمعې د ورته مودې پرتله ۴٪ زياتوالی په کې راغلی دی.

    اوکرايين

    د عکس سرچینه، EPA

  13. وروستی, پوتین "د جګړې پای ته رسولو ته چمتو نه دی"

    رویټرز د فرانسې د ولسمشرۍ د یوه چارواکي له قوله ویلي، چې ولسمشر ایمانویل مکرون د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره له ټیلیفوني خبرو وروسته داسې نه بریښي چې جګړه پای ته ورسوي.

    د فرانسې ولسمشر ښاغلی پوتین وروسته له هغه په ​​"دروغ" تورن کړ چې و چې وړاندې يې وويل اوکراییني سرتېري د بشري حقونو سرغړونو مسؤل دي.

  14. مکرون له پوتین غوښتي چې د ماریوپول کلابندي ختمه کړي

    د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون له ولسمشر ولادمیر پوتین څخه غوښتيچې د اوکرایین د جنوبي ښار ماریوپول محاصره پای ته ورسوي، چېرې چې خلک له څو ورځو راهیسې د اوبو او بریښنا پرته ژوند کوي.

  15. زيلينسکي: ۱۳۰۰ اوکرایني سرتېري وژل شوي او ۵۰۰ روسي پوځيان اوکرایین ته تسلیم شوي

    ولودمیر زیلینسکي وايي، تر اوسه پورې ۱۳۰۰ اوکراییني سرتېري له روسي ځواکونو سره په جګړو کې وژل شوي دي.

    بي بي سي نشي کولی په مستقیم ډول دا شمېرې تائيد کړې.بلخوا بیا لوېدیځې نظامي سرچینې اټکل کوي چې تر دې دمه شاوخوا ۶۰۰۰ روسیي ځواکونه په دې جګړه کې وژل شوي دي.همدارنګه ښاغلی زیلینسکي وايي، د جمعې په ورځ ۵۰۰ روسي سرتېري اوکرایین کې تسلیم شوي دي.

    هغه روسي ځواکونو ته په خطابکې وويل، "د خلکو په ذهنونو او مغزو قبضه کول ناشوني دي. د ښارونو نيول به لنډ مهال وي او دوامداره به نه وي ."

  16. زيلينسکي اوربند د سولې خبرو لپاره يو اړين شرط وباله

    د اوکرايين ولسمشر ولودمير زيلينسکي په کيېف کې يوې خبرې غونډې ته وويل، چې له روسیې سره د سولې خبرو لپاره د دواړو هېوادونو تر منځ اوربند اړين دی.

    ښاغلي زيلينسکي وويل، ديپلوماتان د اوکرايين او روسيې تر منځ د خبرو پر يوه احتمالي اجنډا کار کوي.

    نوموړي وويل، "زه غواړم چې دا کار وشي او د جګړې د پای ته رسولو بهير او د سل په سلو کې د سولې بهير بايد په اوربند سره پيل شي".

    هغه وويل چې غواړي له خپل روسي سيال ولادمير پوتين سره خبرې وکړي او د دې ډول خبرو په اړه د اسرائيلو له لومړي وزير نفتالي بېنېټ سره غږېدلی دی.

    ښاغلي زيلينسکي د روسيې او اوکرايين د مذاکره کوونکو تر منځ د پرمختګ په اړه د ولادمير پوتين خبرو ته په اشارې سره وويل، "زه خوښ يم چې له روسيې داسې نښې وينم".

  17. مکرون او شولز له پوتین د اوربند غوښتنه وکړه

    د جرمني صدراعظم اولف شولز او د فرانسې ولسمشر ايانويل مکرون د شنبې په ورځ د ۷۵ دقيقو ټيليفوني اړيکه کې د روسيې له ولسمشر ولادمير پوتين سره د اوکرايين په شخړه کې د سملاسمي اوربند غوښتنه وکړه.

    د شولز يوه وياند وويل، خبرې اترې په اوکرايين کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د روانو نړيوالو هڅو يوه برخه ده خو يادونه يې وکړه چې ګډونوالو ويلي، د خبرو دقيق جزئياتو په اړه څه نه وايي.

    وياند زياته کړه، شولز مخکې د اوکرايين له ولسمشر ولادمير زيلينسکي سره د وضعيت په اړه خبرې کړې وې.

    اوکرايين

    د عکس سرچینه، EPA

  18. وروستی, روسي ځواکونو د ماریوپول ختیځې سیمې نیولي

    اوکرایین وايي، روسي ځواکونو د ماریوپول ښار ختیځه څنډه نیولې ده.

    د اوکرایین په سویل ختیځ کې د ماریوپول ښار تر محاصرې لاندې دی او د دې ښار نيول دروسیې یو له اصلي موخودي. د دې ځایاوسېدونکي د روسیې د توپچي بریدونو لاندې دي.

    په ماریوپول کې د خوړو،اوبو نشتوالی او د بریښنا بندښت "ناورین" رامنځ ته کړی دی.

    اوکراییني چارواکو له ښاره د بشري مرستو د ایستلو هڅه کړې، خو وايي روسیې په ښار کې د بند پاتې شویو کسانو د مرستې لپاره ټولې هڅې شنډې کړې دي.

  19. وروستی, د فرانسې او جرمني مشران له پوتین سره ټیلیفوني خبرې کوي

    د جرمني او فرانسې مشران د روسیې له ولسمشر ولادیمر پوتین سره یو ځل بیا ټیلیفوني خبرې کوي. له دې مخکې دوی په اړیکه کې وو او پر پنجشنه د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون او د جرمني صدراعظم اولاف شولز له روسیې د سملاسي اوربند غوښتنه وکړه. خو مسکو دا ډول غوښتنه رد کړې. ولسمشر مکرون د کړکېچ په دې ټول بهیر کې له روسیې سره د اړیکو پرانیستي چېنل پلویتوب کړی او له کریمیلن مشرتابه سره یې نهه ځله ټیلیفوني خبرې کړې دي.

  20. وروستی, زیلنسکي: روسي ځواکونو ته په لسیزو کې بې ساری زیان اوښتی

    د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زیلنسکي پر خواله رسنیو د خپلې تازه وینا ویډیو خپره کړې.

    نوموړی وايي، روسي ځواکونو په لسیزو کې بې ساری زیان اوښتی او ۳۱ وړاندې شوي تکتیکي کنډکونو یې د جګړې وړتیا له لاسه ورکړې.

    نوموړي د میلیتوپول ښاروال سملاسي خوشي کېدو غوښتنه کړې، چې اوکرایین وايي، روسي ځواکونو تښتولی دی او د ښاغلي زیلنسکي په وینا دې په دې هکله له جرمن او فرانسوي مشرانو سره هم غږېدلی دی.

    ښاغلی زیلنسکي وايي، اوکرایین له اروپايي ټولنې سره دې هېواد ته د غړیتوب ورکولو بهیر چټکولو برخه کې هم کار کوي.

    زیلنسکي

    د عکس سرچینه، Volodymyr Zelensky/Facebook