ټرمپ: له ایران سره د امریکا خبرې ښايي "په دوو ورځو کې" بیا پیل شي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د (نیویارک پوسټ) ورځپاڼې خبریال ته ویلي چې ښه ده په اسلام اباد کې پاتې شي ځکه چې په وینا یې، ښايي د امریکا او ایران ترمنځ خبرې "په دوو ورځو کې" بېرته پیل شي. ښاغلي ټرمپ تر دې مخکې له فاکس نيوز سره په مرکه کې ويلي چې له ایران سره جګړه 'پای ته نږدې شوې ده'. بل پلو د ایران دننه، رسنیو په تهران کې د یوې چاودنې رپوټ ورکړی او ویلي یې دي چې درې کسان پکې ټپیان شوي دي.

لنډیز

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, د مشروط اوربند له اعلان وروسته د تېلو بيې ټيټې شوې دي

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دوه اونیو مشروط اوربند له اعلان راهیسې د تېلو بيې په نړیواله کچه په چټکۍ سره راټیټې شوې دي.

    د يوه بېرل خامو تېلو بيه نژدې شپږ سلنه کمه شوې ده. خو دا نرخونه د ایران جګړې له پيل وړاندې بیې څخه لا هم لوړ دي.

  2. وروستی, ایران له امریکا سره د دوو اونیو اوربند پر سر موافقه وکړه

    د ایران د ملي امنیت عالي شورا په يوه اعلاميه له امریکا سره د دوه اونیو اوربند پر سر موافقه اعلان کړې ده.

  3. وروستی, ټرمپ وايي که د هرمز تنګی پرانيستل شي له ایران سره اوربند کوي

    ډونلډ ټرمپ

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي د پاکستان له مشرتابه سره له خبرو اترو وروسته دې پرېکړې ته رسېدلی چې که ایران د هرمز تنګي له لارې د بېړیو تګ راتګ ته اجازه ورکړي د ایران او امریکا تر منځ به اوربند وشي.

    نوموړي پر خپله ټولنيزه رسنۍ ټروت سوشل ويلي، "زه موافق یم چې د دوو اوونيو لپاره پر ایران بمبارۍ او بریدونه وځنډوم".

    "دا به دوه اړخيز اوربند وي!"

    ټرمپ زياته کړې، "موږ له ایران څخه د لسو مادو وړانديز ترلاسه کړی او باور لرو چې دا د خبرو اترو لپاره یو عملي بنسټ دی".

    نوموړي زياته کړې، "د پخوانيو اختلافونو نژدې ټول مهم ټکي د امریکا او ایران تر منځ هوکړې ته رسېدلي، د دو اوونيو مموده به دا زمينه برابره کړي چې تړون وروستی او بشپړ شي".

    "د ولسمشر په توګه د امریکا په استازيتوب او همدارنګه د منځني ختيځ د هېوادونو په استازيتوب دا زما لپاره وياړ دی چې دا اوږدمهاله ستونزه حل ته نژدې شوې ده".

    "ستاسو له پاملرنې مننه!"

  4. د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ لیو ویلي چې د ایران د خلکو پر وړاندې ګواښونه "د منلو وړ نه دي"

    پاپ ليو

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ګواښونو وروسته پاپ ليو له خبریالانو سره په خبرو کې، د ایران د خلکو پر وړاندې ګواښ "په ريښتیا د نه منلو وړ" بللی دی.

    په امریکا کې زیږېدلي پاپ لیو په مکرر ډول د خپل هېواد او اسرائیلو لخوا پر ایران کېدونکو بریدونو نیوکه کړې ده.

    نوموړي د نړۍ له خلکو هم غوښتي چې له خپلو استازو سره اړیکه ونیسي او د شخړې د پای ته رسولو لپاره فشار راوړي.

    ټرمپ ايران ته ګواښ کړی چې که تر ټاکلې مودې د هرمز تنګي د پرانيستلو لپاره هوکړه ونکړي د ایران "ټول تمدن" به له منځه يوسي.

  5. په ایران کې د پلونو او انرژۍ مرکزونو ته نژدې د "انساني زنځیرونو" ويډيوګانې خپرې شوې

    ایران کې لاريونونه

    د عکس سرچینه، FARS

    د ایران دولتي رسنیو ویډیوګانې او انځورونه خپاره کړي چې پکې ګڼ شمېر کسان د مختلفو پلونو او انرژۍ مرکزونو ته څېرمه "انساني زنځیرونه" جوړ کړي. دا لاریونونه په داسې حال کې کېږي چې امریکا ګواښ کړی پر تاسیساتو به د هوکړې نه کېدو په صورت کې بریدونه کوي.

    بي بي سي وېریفای څو ویډیوګانې تائید کړې چې د ایران د حکومت ملاتړي په مختلفو ځایونو کې راټول شوي دي.

    دا لاریونونه ظاهرا د امریکا د ګواښونو په ځواب کې د حکومت د ملاتړ ښودنه ده.

    ځینو ایراني چارواکو دمخه خلک هڅولي چې د امریکا د بریدونو د ګواښونو په ځواب کې د انرژۍ مرکزونو او نورو مهمو تاسیساتو شاوخوا "انساني زنځیرونه" جوړ کړي ترڅو له احتمالي بریدونو څخه یې خوندي کړي.

    د ایران د ځوانانو او سپورت مرستیال وزیر علی رضا رحیمي په یوه بیان کې ويلي دا کمپاین، چې "د روښانه راتلونکي لپاره د ایراني ځوانانو انساني زنځیر" نومېږي، په ټول هېواد کې ترسره کېږي.

    د ایران د دولتي فارس خبري اژانس لخوا خپرې شوې ویډیوګانې، چې بي بي سي تائید کړې، خلک د د بریښنا فابریکې مخې ته زنځیر جوړوي.

    د ایران حکومت پر ټېلېګرام ادعا کړې چې په کمپاین کې ګډونوالو "د امریکا او اسرائیلو تېری" غندلی او د هېواد له وسله والو ځواکونو یې خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړی دی. په بیان کې ویل شوي چې ځوانانو د هېواد په زیربناوو هر ډول برید "جنګي جرم" بللی دی.

    په یوه جلا بیان کې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان ويلي چې ۱۴ میلیونه ایرانیانو د "هېواد د دفاع لپاره د خپل ژوند قرباني کولو" لپاره نوملیکنه کړې ده.

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د مهمو تاسیساتو شاوخوا د انساني ډالونو د جوړولو په راپورونو نیوکه کړې، او دا کړنه یې "په بشپړ ډول غیرقانوني" بللې ده.

  6. د پاکستان لومړي وزير له ټرمپ د ضرب الاجل د دوو اونیو غځولو غوښتنه کړې

    شهباز شريف او ډونلډ ټرمپ

    د عکس سرچینه، WHITE HOUSE

    د پاکستان لومړي وزير شهباز شریف د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپه غوښتي چې ایران ته ټاکل شوی ضرب الاجل دوه اونۍ وغځوي.

    نوموړي له ایرانه هم غوښتي چې په دې موده کې د هرمز تنګی خلاص وساتي.

    شهباز شريف پر اېکس يوه پوسټ کې ليکلي چې "په منځني ختیځ کې د روانې جګړې د سوله ایز حل موندلو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې په ثابته، پياوړې او اغېزناکه توګه روانې دي او په نژدې راتلونکي کې د پایلو د ترلاسه کولو وړتیا لري. د دې لپاره چې ډیپلوماسي خپله لاره بشپړه کړي، زه په صادقانه توګه له ولسمشر ټرمپ څخه غوښتنه کوم چې ضرب الاجل دوه اونۍ وغځوي" .

  7. وروستی, ټرمپ: 'که تر ټاکلي وخته هوکړه ونه شي، ایران کې به هر پل ویجاړ شي'

    د ویډیو تشریح، ټرمپ: 'که تر ټاکلي وخته هوکړه ونه شي، ایران کې به هر پل ویجاړ شي'

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرةپ ګوښ کړی که ایران د هرمز تنګي بېرته پرانیستلو ته غاړه کېنږدي، نو د ایران زېربناوې به بشپړې ویجاړې کړي.

    هغه دا ګواښ د دوشنبې په ورځ (اپرېل شپږمه) کړی او د سه‌شنبې شپې تر ۱۲ بجو ګرینویچ وخت) پورې یې ضرب‌الاجل ورته ټاکلی، خو د هغه ضرب‌الاجلونه مخکې هم بدل شوي دي.

    هغه خبرداری ورکړی چې امریکا ایران په یوه شپه کې له منځه وړلی شي.

  8. وروستی, لوړ پوړي ایراني چارواکي وايي دوی په رضاکارانه ډول خپل "ځان‌قرباني" کولو ته چمتو شوي

    د ټرمپ تازه ګواښونو او ایران ته د امریکا د ځمکني ځواک د احتمالي استولو په اړه، د ایران د پارلمان د مشر محمد باقر قالیباف په ګډون د دغه هېواد ځینو لوړپوړو چارواکو اعلان کړی چې د "ځان‌قربانولو" لپاره یې نوملیکنه کړې ده.

    ښاغلي قالیباف پخپل نامه یوه ثبت کړې فورمه هم خپره کړې ده.

    نن د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم پر اېکس لیکلي:"تر دې دمه له ۱۴ میلیونو ډېر مېړني ایرانیان چمتو شوي چې د ایران د دفاع لپاره سرښندنې ته ځانونه چمتو کړي دي. زه هم د ایران لپاره ځان‌قرباني کولو ته چمتو وم او یم".

    په ایران کې د (جان‌فدا) یا ځان‌قربانولو په نوم یو کمپاین پیل شوی، چې خلک پکې په انلاین بڼه نوملیکنه کوي.

    لا تر اوسه روښانه نه ده چې دا یو نوی ځواک دی که یوازې یو انلاین کمپاین.

  9. د امریکا مرستیال ولسمشر: ایران کې د پوځي عملیاتو هدف ترلاسه شوی

    واشنګټن پوسټ د خبریالانو د پوښتنو پر مهال له جي ډي وانس وپوښتل چې ایا کوم نوی معلومات لري چې وښيي د امریکا او ایران ترمنځ یوې هوکړې ته رسېدل شوني دي که نه؟

    وانس په ځواب کې وویل چې امریکا په ایران کې خپل نظامي اهداف "په بنسټیز ډول" بشپړ کړي دي. هغه زیاته کړه چې د جګړې د پای ته رسېدو بڼه په ایرانیانو پورې اړه لري او د دې جګړې د ختمېدو لپاره "دوه لارې" شته.

    لومړۍ لاره دا ده چې "ایرانیان پرېکړه وکړي چې یو عادي هېواد شي، نور به د تروریزم مالي ملاتړ نه کوي او د نړۍ د سوداګرۍ او راکړې ورکړې د سیسټم برخه به ګرځي."

    وانس وايي، بله لاره دا ده چې "که ایرانیان د خبرو مېز ته رانشي.. نو په ایران کې به اقتصادي وضعیت خورا ډېر خراب پاتې شي."

  10. وروستی, ایران وایي په سعودي عربستان کې یې د پټروکیمیا فابریکه په نښه کړې

    د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواک ویلي چې دوی د سعودي عربستان د الجبیل په سیمه کې یو پټروکیمیايي کمپلکس په نښه کړی دی، دا خبره د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا خپره کړې ده.

    په اعلامیه کې ویل شوي چې دا کار یې د دوشنبې په ایران کې د پیټروکیمیايي فابریکې د ویشتل کېدو په ځواب کې کړی دی.

    دا راپور وروسته له هغه خپور شو چې د اې‌اېف‌پي خبري اژانس مخکې د الجبیل په کمپلکس د برید خبر ورکړی و او ویلي یې وو چې د پېښې له ځایه له یوې سرچینې سره یې مستقیمه اړیکه نیولې ده.

    د سرچینې په وینا، په دغه برید کې په کمپلکس کې اور ولګېد او د زورورو چاودنو غږونه واورېدل شول.

    د ورځې په پیل کې، څو ایراني رسنیو لکه فارس، نور او تسنیم هم د اور لګېدو راپور ورکړی و او یوه ویډیو یې خپره کړې وه چې ادعا یې کوله کمپلکس کې اور بل شوی دی.

    بي‌بي‌سي نه ده توانېدلې چې دا ادعاوې په خپلواکه توګه تایید کړي او د سعودي عربستان چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

  11. وروستی, ټرمپ: که ایران تړون ونه کړي، "یو بشپړ تمدن به نن شپه له منځه ولاړ شي"

    Trump

    د عکس سرچینه، EPA

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو ځل بیا له ایرانه وغوښتل چې د سه شنبې تر ټاکلي وخته تړون ته ورسېږي او خبرداری یې ورکړ که د شخړې د پای ته رسولو لپاره هوکړه ونه شي، نو "یو بشپړ تمدن به نن شپه له منځه ولاړ شي".

    ټرمپ پر خپله خواله رسنۍ "ټروت سوشل" یوه پیغام کې وویل: "یو بشپړ تمدن به نن شپه له منځه ولاړ شي او هېڅکله به بېرته راژوندی نه شي. زه نه غواړم داسې پېښ شي، خو ډېر امکان لري چې دا به وشي."

    هغه د ضرب‌الاجل په اړه بیان کې زیاته کړه: "موږ به دا نن شپه معلومه کړو، دا به د نړۍ د اوږد او پېچلي تاریخ له تر ټولو مهمو شیبو یوه وي."

  12. وروستی, ایران او سیمه کې تر اوسه ترسره شوي بریدونه

    BBC
    BBC
    BBC
    BBC
  13. وروستی, د ایران پر البرز برید کې د دوو ماشومانو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي

    ایران

    د عکس سرچینه، Getty Images

    ایران رسنیو د سیمه ییزو چارواکو له خولې ویلي، د سه شنبې په ورځ راپور ورکړ چې د تهران ګاونډي البرز ولایت کې د بریدونو له امله لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي، چې دوه ماشومان دي.

    د البرز مرستیال والي ویلي چې دا امریکایي-اسرائیلي بریدونه پر استوګنځایونو شوي. هغه زیاته کړه: "زموږ ۱۸ وګړي وژل شوي، چې دوه پکې ماشومان دي"، دا راپور د "ميزان آنلاین" (د قضایي ځواک اړوند) او د فارس خبري اژانس خپور کړی.

    چارواکي وايي په دې برید کې ۲۴ نور کسان ټپیان شوي.

    برید د سهار په لومړنیو ساعتونو کې شوی.

    ایراني حکومت په وروستیو ورځو کې د جګړې د قربانیانو د تازه شمېر راپور نه دی خپور کړی.

    د پوښښ د محدودیتونو له امله، د فرانسې خبري اژانس (AFP) په خپلواکه توګه د برید ځایونو ته لاسرسی نه لري چې د قربانیانو دقیق شمېر تایید کړي.

    د بشري حقونو د فعالانو امریکا مېشتي "هرانا" اژانس ته د اپریل پر شپږمه راپور ورکړی چې لږ تر لږه ۳۵۹۷ کساان وژل شوي، چې پکې ۱۶۶۵ ملکي وګړي او لږ تر لږه ۲۴۸ ماشومان شامل دي او همدارنګه ۱۲۲۱ پوځیان او د ۷۱۱ نورو کسانو هویت لا نه دی مشخص شوی.

  14. وروستی, د ایران پر خارګ ټاپو برید شوی

    د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، پر خارج ټاپو، چې د خلیج فارس په سیمه کې د ایران د تېلو د صادراتو اصلي مرکز دی، څو بریدونه شوي دي.

    تر دې دمه د زیانونو جزییات او د برید د شدت اندازه لا نه ده څرګنده.

  15. وروستی, د ایران په مشهد کې د اورګاډي خدمات لغوه شوي

    د ایران "فارس" خبري اژانس په وینا، د اسرائیلي پوځ له خبرداري وروسته په مشهد ښار کې د اورګاډي خدمات لغوه شوي دي. اسرائیل ایراني وګړو ته ویلي وو چې "اورګاډي کې سفر مه کوئ ځکه چې "ستاسې ژوند په خطر کې دی".

    د مشهد والي ویلي اورګاډي به تر بلې خبرتيا پورې بند وي، دا کار د احتیاط لپاره شوی.

    خبرپاڼه وايي د هغو مسافرو لپاره چې خپل سفر نه شي ځنډولی، ‎د سړک لارې (موټر یا بس) بدیلې لارې موجودې دي.

  16. وروستی, کویت کې د ایران سفیر د خلیجي هېوادونو د مداخلې او د 'ناورین' د مخنیوي غوښتنه کړې

    Iran

    په کویت کې د ایران سفیر سه شنبې پر خلیجي هېوادونو بېړنی غږ وکړ، باید داسې یوه ډیپلوماتیکه لاره ومومي چې د سیمې په اړه د "ناورین" مخه ونیسي، په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ضرب‌الاجل وروستۍ ورځ نژدې کېږي.

    محمد توتونجي فرانس پرس خبري اژانس ته وویل: "موږ هیله لرو چې د سیمې ټول هېوادونه خپلې ډیپلوماتیکې او سیاسي سرچینې وکاروي چې د سیمې د دې ډول ناورین مخنیوی وکړي."

    دا غوښتنه د ایران له خوا په هغو څو ساعتونو کې شوې چې د ټاکل شوې وروستۍ نېټه یې (د سه شنبې له ماښام) مخکې ده. ټرمپ خبرداری ورکړی و چې یا به د "قبول وړ تړون" لپاره موافقه وشي، یا به هغه خپلې ګواښنې پیل کړي او پراخ بریدونه به وکړي چې ډېر تمرکز به د ایران پر کورنیو زېربناوو او ملکي تاسیساتو وي.

  17. وروستی, د سیمې هېوادونو ته د 'سپاه' خبرداری: "زغم مو پای ته رسېدلی"

    د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک "سپاه" د سیمې ګاونډیو هېوادونو ته خبرداریو رکړی چې نور یې صبر پای ته رسېدلی او اعلان یې کړی چې د امریکا او د هغې د ټلوالو او ملګرو هېوادونو پر زېربناوو به بریدونه وکړي او ګواښ یې کړی چې د سیمې د تېلو او ګازو رسول به څو کاله وځنډول شي.

    په ورته وخت کې، ایران پر اسرائیلو نور توغندي توغولي او د اسرائیل پوځ وايي دفاعي سیستمونو یې ددغو توغندیو د شنډولو هڅه وکړه.

    د اسرائیلو د "خلکو ساتندوی امر" په نامه دفتر ویلي، هغه خلک چې د توغندیو له وېرې پټنځایونو ته تللي وو، اوس له خوندي ځایونو بهر راوتلی شي.

  18. وروستی, انځورونه ښيي چې د تهران له هوايي ډګره لوګي او اور راپورته کېږي

    مهر اباد

    د عکس سرچینه، X/VahidOnline

    بي‌بي‌سي وریفا پر هغو انځورونو او وېډیوګانو تاییدولو بوخته ده چې د تهران پر مهرآباد نړیوال هوايي ډګر د دویمې پرله‌پسې شپې د راپور شوو بریدونو څرنګوالی ښيي.

    تایید شوي عکسونه او ویډیوګانې لږ تر لږه څلور ځایه اورونه او لوګي ښيي چې له مهرآباده پورته کېږي.

    دا تصویرونه لومړی ځل آنلاین د سه شنبې په ورځ شاوخوا ۰۱:۰۰ ښکاره شول او بي بي سي وریفای وتوانېد چې د ورڅېرمه یوه جومات او یوې لوړپوړې ودانۍ په پېژندلو د دوی د اخیستو ځای تایید کړي.

    د دغو کلیپونو څرګندیدل د تېرې یکشنبې ورځې له بریدونو وروسته تایید شوي ویډیوګانو له څرګندېدو سره تړاو لري، چې د اسرائیل پوځ په دوشنبه وویل، په مهرآباد او د ایران پلازمېنه کې په دوو نورو هوايي ډګرونو کې یې "ډېر شمېر د ایران د هوايي ځواک الوتکې او هلیکوپترې" په نښه شوې دي.

    د ویډیو تشریح، شپه کې د مهرآباد له هوايي ډګره لوګی او لمبې پورته کېږي
  19. وروستی, استانبول کې د اسرائیلو کونسلګرئ ته نژدې درې تنه په ډزو وژل شوي

    د ترکیې دولتي رسنۍ وايي، استانبول ښار کې د اسرائیلو کونسلګرۍ ته نژدې په ډزو درې تنه وژل شوي او دوه پولیس ټپیان شوي دي.

    ډزې د استانبول بیسکیتاس/لیونت سیمه کې شوی چې د اسرائیلو کونسلګري هم پکې ده.

    لا روښانه نه ده چې د برید موخه کونسلګري وه او که نه. تر اوسه د برید مسؤلیت چا نه دی منلی.

    استانبول

    د عکس سرچینه، Reuters

  20. وروستی, تایید شوې وېډیو په تهران کې د پوهنتون زیان ښيي

    برید

    د عکس سرچینه، X/VahidOnline

    تایید شوې ویډیو ښيي چې د تهران په مرکزي سیمه کې یوه برید د شریف ټکنالوژۍ پوهنتون ودانۍ د دوشنبې په ورځ زیانمنه کړې ده.

    یاده ویډیو، چې له لمر ختو مخکې ثبت شوې، د ازادۍ پر سړک پراته د پوهنتون د جومات په شاوخوا کې د خټو او ویجاړو ښکارندويي کوي.

    له اې‌پي نیوز سره په خبرو کې د اقتصاد پروفیسور محمد وصال ویلي چې توغندي د پوهنتون د معلوماتو مرکز او د ډیټا مرکز هدف و، چې د پوهنتون د وېب خدمتونو د بندېدو لامل شوی.

    د ایران د ننه دوو سرچینو بي‌بي‌سي ته هم ویلي چې له برید وروسته د پوهنتون رسمي وېبپاڼه بنده وه.

    د ایران لومړي مرستیال ولسمشر محمدرضا عارف د برید په اړه وویل چې دا "د ټرمپ د لېونتوب او ناپوهۍ نښه" ده. د امریکا حکومت د برید مسؤلیت نه دی منلی او موږ په خپلواکه توګه نه پوهېږو چې د برید تر شا څوک وو.