ټرمپ: له ایران سره د امریکا خبرې ښايي "په دوو ورځو کې" بیا پیل شي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د (نیویارک پوسټ) ورځپاڼې خبریال ته ویلي چې ښه ده په اسلام اباد کې پاتې شي ځکه چې په وینا یې، ښايي د امریکا او ایران ترمنځ خبرې "په دوو ورځو کې" بېرته پیل شي. ښاغلي ټرمپ تر دې مخکې له فاکس نيوز سره په مرکه کې ويلي چې له ایران سره جګړه 'پای ته نږدې شوې ده'. بل پلو د ایران دننه، رسنیو په تهران کې د یوې چاودنې رپوټ ورکړی او ویلي یې دي چې درې کسان پکې ټپیان شوي دي.

لنډیز

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, پاکستان د ایران او امریکا تر منځ د خبرو ګډونوالو استازو او خبریالانو ته له رسېدو سره سم ویزې ورکوي

    پاکستان

    د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

    پاکستان د هغو استازو او خبریالانو لپاره دغه هېواد ته له رسېدو سره سم د ویزې ورکولو اعلان کړی، چې د ایران او امریکا تر منځ د خبرو لپاره اسلام اباد ته سفر کوي.

    د جمعې پر سهار د پاکستان مرستیال لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار پر اېکس یوه خپاره شوي پیغام کې ویلي، د شریکو هېوادونو د خبریالانو په ګډون به اسلام اباد کې د ټولو ګډونوالو هرکلی وشي.

    د ښاغلي ډار په پیغام کې ویل شوي: ''د دې لپاره له ټولو هوايي شرکتونو هیله کېږي، چې داسې ټولو کسانو ته له ویزې پرته الوتکې ته د ختلو اجازه ورکړي. پاکستان کې به ګمرک مسوولین دې ټولو کسانو ته له رارسېدو سره سم (ان ارائیول) ویزې ورکړي.''

  2. د هرمز تنګي له لارې د تېلو لېږد وضعیت په تړاو د ټرمپ نیوکه

    په داسې حال کې چې پاکستان کې د امریکا او ایران تر منځ د خبرو پیل ته شېبې په رانژدې کېدو دي، ولسمشر ټرمپ پر خپله خواله رسنۍ ټروت سوشیال په یوه تازه پیغام کې وايي: "ایران د هرمز تنګي له لارې د تېلو تېریدو په برخه کې ډېر ضعیف کار کوي، ځینې به یې ان شرمناک هم بولي''

    نوموړي زیاته کړې، ''دا هغه څه نه دي چې موږ پرې موافقه لرو!"

    دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې راپورونه ښیي د هرمز تنګي له لارې د تېلو ټانکرونو تېریدل لاهم په محدود کچه دي او ډېری بېړۍ د تېریدو انتظار کوي، خو بي بي سي وکولی شول د دې تنګي له لارې د لږترلږه نهو کښتیو تېرېدلوتائید ومومي.

    بل لورمحمد باقر قالیباف هم پرلبنان د اسرائیلو پرلپسې بریدونه له اوربنده سرغړونه وبلله او پرون یې ویلي، چې که دا بریدونه ونه درول شي، ښايي له امریکایي لوري سره پر خبرو اغېز وکړي او نور به "معنی" ونه لري.

  3. د امریکا بهرنیو چارو وزارت له عراقه غوښتي چې د خپلو ملېشو د منحل کولو لپاره هڅې وکړي

    د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، نن د عراق له سفیر نزار خیرالله سره په لیدنه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر کرسټوفر لېنډاو په عراق کې د ایران له ملاتړه برخمنو ملېشو لخوا د امریکا پر تاسیساتو وروستي ''سخت ترهګریز بریدونه'' وغندل.

    د وزارت ویاند ټامي پیګوټ وايي: ''سره له دې چې د دغو بریدونو په ځواب کې د عراق د امنیتي ځواکونو هڅې منو، خو مرستیال وزیر ټینګار وکړ چې د عراق حکومت د دې بریدونو په مخنیوي کې پاتې راغلی، په داسې حال کې چې له حکومت سره تړلي ځینې عناصر لا هم ملېشو ته سیاسي، مالي او عملیاتي ملاتړ برابروي، چې دا کار د امریکا او عراق اړیکو ته زیان رسوي.''

    پیګوټ زیاتوي چې لېنډاو ټینګار کړی چې امریکا له عراقه تمه لري چې سملاسي د هغو ملېشو د منحل کولو لپاره هر ممکن اقدام وکړي چې په دغه هېواد کې فعالیت کوي.

  4. وروستی, د حزب‌ الله لخوا په خپره شوې اعلامیه کې د اسرائیل په شمال کې د راکټي برید پخلی شوی

    لږ مخکې، د اسرائیل بېړنیو خدمتونو ادارې وویل، دوی د شمالي اسرائیل پر لور د ترسره شوي برید ته غبرګون ښيي. د دغه هېواد رسنیو راپور ورکړی و، چې په حیفا سیمه کې د خطر زنګونه غږول شوي دي.

    د حزب‌ الله پلوي ټلوېزیوني چېنل 'المنار' لخوا خپره شوې اعلامیه کې چې د ایران له ملاتړه دې برخمنې ډلې ته منسوبه ده، د دې برید مسوولیت پر غاړه اخیستی.

    په اعلامیه کې ویل شوي چې حیفا ''د پرمختللو توغندیو په یو باران'' سره په نښه شوې ده.

    اعلامیه زیاتوي چې حزب الله دا برید ځکه کړی چې ''دوی اوربند ته ژمن پاتې شوي وو''، خو ''دښمن نه و پاتې شوی''.

    یوې جلا اعلامیې، چې همدې ډلې ته منسوبه ده، دا هم ویلي چې دوی د لبنان په بنت جبیل ښار کې پر اسرائیلي پوځيانو راکټونه توغولي دي. د اسرائیل پوځ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

  5. نتنیاهو وايي، له کابینې یې غوښتي چې له لبنان سره مخامخ خبرې پیل کړي

    نتنیاهو

    د عکس سرچینه، Reuters

    د اسرائیل لومړی وزیر بنیامن نتنیاهو وايي، خپلې کابینې ته یې ویلي، چې ''هرڅومره ژر ممکن وي'' له لبنان سره دې مخامخ خبرې پیل کړي.

    په یوه پیغام کې چې پر اېکس په هیبرو ژبه لیکل شوی، نوموړي پرون دمخامخ خبرو لپاره د لبنان له ''بیا بیا غوښتنو وروسته'' له کابینې دا غوښتنه کړې.

    په پیغام کې زیاته شوې، په خبرو کې به"د حزب الله پر بې وسلې کولو او د اسرائیل او لبنان تر منځ پر سوله ییزو اړیکو پام ورټول وي."

  6. نتن یاهو وايي حکومت ته یې ویلي چې لبنان سره مخامخ خبرې پیل کړي

    داسراییلو لومړی وزیر بنجمن نتن یاهو وايي خپلې کابینې ته یې ویلي دي څومره زر چې امکان ولري لبنان سره "مخامخ خبرې پیل کړي".

    په ایکس یو پیغام کې ده لیکلي چې "د لبنان پرله پسې غوښتنو" له امله یې خپلې کابینې نه غوښتي چې لبنان سره خبرې پیل کړي.

    ده وویل دا خبرې به " د حزب الله په بې وسلې کولو" او د اسراییل او لبنان ترمنخ سوله ایز اړیکو ټینګولو راغونډې وي.

    دا خبر په داسې وخت کې مخې ته راغلی دی چې پرون پر بیروت د اسراییلو بریدونو کې لسګونه کسان ووژل شول او د لبنان حکومت وايي د دې بریدونو له امله به ملګرو ملتو ته شکایت کوي.

    لبنان

    د عکس سرچینه، EPA

  7. پاکستان وايي لبنان ورڅخه د اسراییلي بریدونو مخنیوي کې مرسته غوښتې

    د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف دفتر ویلي دی د لبنان لومړی وزیر نواف سلام ښاغلي شریف سره تیلیفوني خبرې کړې دي. د پاکستاني چارواکو په وینا دې خبرو کې ښاغلي سلام له خپل پاکستاني سیاله وغوښتل چې پر لبنان د اسراییلو د بریدونو سم لاسي بندولو کې مرسته وکړي.

    اسلام اباد وايي دې تېلیفوني خبرو کې شهباز شریف" د اسراییلو روان تېری په کلکه غندلی دی".

    پاکستان د ایران او امریکا ترمنخ منځګړیتوب کوي او ټاکل شوې ده چې راتلونکو څو ورځو کې به د واشنګټن او تهران ترمنځ‌ اسلام اباد کې خبرې ترسره کېږي.

  8. لبنان د امریکا او ایران خبرو کې د برخې غوښتنه وکړه

    Lebanon

    د لبنان د ټولنیزو چارو وزیرې بي بي سي ته ویلي منځني ختیځ کې داوربند تړون په اړه خبرو کې د لبنان ګډون اړین دی.

    حنین السید وویل لبنان ګڼي چې " چې د امریکا او ایران ترمنځ‌ اوربند کې شامل دی". دې زیاته کړه اوس ضرورت د دې چې د سولې اواوربند هر ډول کېدونکو خبرو کې د لبنان حکومت هم شامل وي.

    دې په بېروت کې د اسرییلو لخوا د چارشنبې بریدونه "له بشري حقونو جدي سرغړونه" وبلله اوې ویل چې له دې امله به د ملګرو ملتو امنیت شورا ته شکایت کوي.

  9. وروستی, "د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب په څېر اسلام اباد باید کابل سره هم مسلې د خبرو له لارې حل کړي"

    سهیل افریدی

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدي د پاکستان له فدرالي حکومته غوښتي دي په څه ډول چې پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړی رول لوبوي، افغانستان سره دې هم خپلې مسئلې د خبرو له لارې حل کړي.

    په پېښور کې یوې خبري غونډې ته ده وویل ایالتي حکومت به د ټولو داسې هڅو ملاتړ کوي.

    ده وویل چې د دوی مشر عمران خان تل د سولې او امن دریځ خپل کړی خو له بده مرغه "تېر کې زموږ تګلارې د بندو دروازو شاته جوړې شوې چې ترننه یې موږ تاوان او زیان پورته کوو".

  10. وروستی, پر ناټو د ټرمپ تازه نيوکې؛ د ناټو سرمنشي وايي ټرمپ سره یې "سپینې خبرې" کړې دي

    ټرمپ او ناټو

    د عکس سرچینه، Reuters

    ډونلډ ټرمپ د ناټو سرمنشي مارک روټې سره له یو غیر رسمي لیدنې وروسته یو ځل بیا پر ناټو له دې امله چې د ایران جګړه کې ښکېله نه شوه نیوکه کړې ده.

    له دې لیدنې وروسته په ټروت سوشل یو پوست کې ولسمشر ټرمپ ویلي "کله چې ناټو ته موږ اړتیا درلوده، ناټو نه وه او راتلونکې کې د اړتیا پر وخت همداسې کوي".

    د ناټو سرمنشي مارک روټې سي این این سره خبرو کې ویلي دي "د نظر د څرګندو اختلافونو سره سره یې ولسمشر ټرمپ سره پر ټولو مسئلو سپنې خبرې کړې دي".

    له دې لیدنې وړاندې ولسمشر ټرمپ د ناټو له پوځي ټلوالې د وتلو نظر هم مطرح کړی و. وړاندې د ناټو څو غړو هېوادو د هرمز تنګی پرانستلو کې د امریکا د مرستې غوښتنه رد کړې وه.

    سپینې ماڼۍ تر اوسه د دې خبرو په اړه څه نه دي ویلي. د ناټو سرمنشي له دوو ساعتو زیات وخت په سپینه ماڼۍ کې و، خو دا معلومه نه ده چې ټرمپ سره یې څومره وخت لپاره لیدلي دي.

    ددې خبرو په اړه تمه دا وه چې ټرمپ دې خبرې منلو ته راضی کړي چې د ناټو ټلواله کې پاتې کېدل د ده او د امریکا په ګټه دي. خو یو څه چې څرګند دي هغه دا دي چې ولسمشر ټرمپ اوس هم د ناټو او د دې اتحاد د غړو هېوادو په اړه چې د ده پر باور ایران سره جګړې کې یې مرسته نه ده کړې شکمن دی.

  11. وروستی, ایرانۍ رسنۍ: د جګړې له پیل راهیسې "تر ۳۰۰۰ ډېر" ایرانیان وژل شوي

    د ایران ځايي رسنیو د دغه هېواد د عدلي طب ادارې د مشرعباس مسجدي اراني له خولې خبر ورکړی چې هلته له امریکا او اسرائيل سره د جګړې له پیل یعني د تېرې میلادي میاشتې د فبرورۍ له ۲۸ راهیسې "تر ۳۰۰۰ زیات" کسان وژل شوي دي.

    د (هرانا) په نوم په امریکا کې مېشت د بشري حقونو سازمان بیا تر وړمې ورځې (اپرېل اوومې) د جګړې له پیله تر اوسه د ۱۸۰۱ ملکي کسانو د وژلو پخلی کړی. ویلي یې دي چې په دې شمېر کې لږترلږه ۲۵۴ ماشومان هم شامل دي.

    دغه بنسټ همداراز ویلي چې په دې موده کې ۱۲۲۱ امنیتي کسان هم وژل شوي او د ۷۱۴ نورو وژل شوو پېژندګلوي نه ده روښانه شوې.

    د خبري رسنیو لپاره له ایرانه کره او په وخت معلومات ترلاسه کول ګران دي. ځکه چې ډېر کله رسنیزو سازمانونو ته هلته د تګ لپاره ویزه نه ورکول کېږي او دې معلوماتو ته د هغوی لاس‌رسی ډېر محدود کړی دی. د نړۍ پر انټرنېټ د څار پاڼه (نېټ بلاکس) وايي چې په ایران کې لا هم پر انټرنېټ اوږدمهاله بندیز شته او نن یې ۴۱ ورځ ده.

  12. وروستی, د ایران ولسمشر وايي: پر لبنان بریدونه د اوربند له موافقې "ښکاره سرغړونه" ده

    پزشکیان

    د عکس سرچینه، IRAN'S PRESIDENTIAL WEBSITE/WANA (WEST ASIA NEWS AGENCY)/HANDOUT VIA REUTERS

    د ایران ولسمشر پر لبنان د اسراییلو بریدونه د اوربند له موافقې "ښکاره سرغړونه" بللې ده او ویلی یې دي چې دا د احتمالي تړون په تړاو د نه ژمنتیا "خطرناکه نښه" ده.

    ولسمشر پزیشکیان دا خبره یوه ورځ وروسته له هغې کړې ده چې د اسراییلو پوځ وویل په لبنان کې یې پرهغه څه چې دوی د حزب الله اړونده ځایونه بللي، له ۱۰۰ زیات هوايي بریدونه کړي دي.

    پر ایکس خپل یوه پیغام کې مسعود پزیشکیان وویل چې د بریدونو دوام به خبرې "بې معنی" کړي او ایران به "له ماشې خپله ګوته نه لرې کوي".

    وړاندې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي وو" هرچېرې چې اړتیا وي پر حزب الله ډلې به خپل بریدونه روان ساتي".

  13. اروپايي ټولنه: اوربند کې باید لبنان هم شامل وي

    کالاس

    د عکس سرچینه، AFP VIA GETTY IMAGES

    اروپایي ټولنې پر لبنان د اسراییلو د بریدونو د بندولوغوښتنه کړې ده او خبرداری یې ورکړی دی چې دا بریدونه د ایران او امریکا اوربند ته هم خطر پېښوي.

    د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشرې کایا کالاس وویل " د اسرایلو کړنې د امریکا او ایران پر اوربند ډېر فشار راړوي، دې اوربند کې باید لبنان هم شامل وي".

    دې وویل " حزب الله ډلې لبنان جنګ کې راښکېل کړ، خو د اسراییلو د دفاع حق داسې تباه‍ۍ نه شی توجه کولی".

    دې دا هم وویل چې " حزب الله باید کړې موافقې. سره سم خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي".

  14. وروستی, پر لبنان د اسرائیلو بریدونو ته د اروپايي هېوادونو غبرګونونه

    له ایران سره د امریکا تر اوربند وروسته پر لبنان د اسرائيلو بریدونو ته غبرګونونه دوام لري او تازه فرانسې هم دا بریدونه غندلي دي.

    فرانسه

    د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نویل بارو پر لبنان د اسرائیلو بریدونه "یوه بشپړه تېروتنه" او د "نه منلو وړ" وبلل.

    هغه د دې ترڅنګ ټينګار کړی چې ایران باید د اټومي وسلو له ترلاسه کولو لاس‌په‌سر شي او د حزب الله په څېر د "نیابتي ډلو" ملاتړ پرېږدي.

    ښاغلي بارو ویلي، پر لبنان د اسرائيلو بریدونه ځکه هم د "منلو نه دي" چې دا د امریکا او ایران ترمنځ لنډمهاله اوربند زیانمنوي.

    ایټالیا

    په همدې حال کې د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني ویلي چې، "موږ د داسې ټکي پر لور یو ګام اخیستی چې بېرته نه شو راګرځېدلی خو اوس د سولې له یوه نازک امکان سره مخ یو چې باید په هوډمنه توګه یې سر ته ورسوو".

    اسپانیا

    د اسپانیې لومړي وزیر مانویل البارس هم اسرائيل له "اوربند او بشري حقونو نه سرغړونې" باندې تورن کړ. هغه همداراز ویلي چې په تهران کې د خپل سفارت د بېرته پرانیستلو تکل لري.

    برېتانیا

    پرون د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیري یووېټ کوپر هم پر لبنان د اسرائيلو بریدونه "په بشپړ ډول ناسم" بللي وو.

    پرون چهارشنبه د امریکا او ایران ترمنځ له دوه اوونیز اوربند وروسته خبر ورکړل شو چې ایران پر کوېت او اسرائيلو پر لبنان بریدونه کړي دي.

  15. وروستی, په پاکستان کې د ایران سفیر اسلام اباد ته د ایراني پلاوي د سفر په اړه خبر له خپلې اېکس‌پاڼې لرې کړ

    په پاکستان کې د ایران سفیر رضا امیري مقدم له خپلې اېکس‌پاڼې هغه خبر بېرته لرې کړی دی چې ویلي یې وو، نن شپه یو ایرانی پلاوی د مذاکراتو لپاره اسلام اباد ته ورځي.

    ښاغلي مقدم لیکلي وو، "سره له دې چې د اسرائیلي رژیم لخوا له اوربنده د پرله‌پسې سرغړونو له امله چې موخه یې د دغه ډېپلوماتیک نوښت ګډوډول دي، په ایران کې بدبیني خپره ده" خو بیا هم ایرانی پلاوی په خبرو اترو کې ګډون کوي.‌

    تر اوسه معلومه نه ده چې هغه دا خبر ولې پاک کړی دی خو ویلي یې وو چې، "ایرانی پلاوی به نن شپه د ایران د وړاندیز کړي ۱۰ ماده‌ييزې مسودې پر بنسټ د جدي مذاکراتو لپاره اسلام اباد ته راشي."

  16. وروستی, د لبنان پر صور ښار د اسرائيل د برید شېبه

    د ویډیو تشریح، د لبنان پر صور ښار د اسرائيل د برید شېبه

    دا بریدونه تر هغې وروسته شوي چې اسرائيلي ځواکونو خلکو ته خبرداری ورکړی و چې له دغه ښاره ووځي.

    ایرانیو چارواکو پر لبنان د اسرائيل بریدونه له اوربنده سرغړونه بللې ده خو اسرائيل وايي چې لبنان د امریکا او ایران ترمنځ د شوي دوه اوونیز اوربند برخه نه ده. د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دا یو ډول "ټول‌وژنه" بللې خو اسرائيل ټينګار کوي چې حزب الله ډله په نښه کوي چې پر دوی توغندیز بریدونه کوي.دې جګړې د لبنان لپاره ویجاړوونکې پایلې درلودلې دي او د شمېرو له مخې، تر اوسه یې له امله تر ۱.۲ میلیون ډېر خلک بې‌ځایه شوي او له ۱۵۰۰ ډېر وژل شوي دي.

  17. وروستی, د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال: پر لبنان د اسرائیل بریدونه له اوربنده ښکاره سرغړونه ده

    خطیب‌زاده

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سعید خطیب‌زاده د پرون چهارشنبې په ورځ د اسرائیل له خوا پر لبنان شوي بریدونه د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند له هوکړې "ښکاره سرغړونه" بللې.

    ښاغلي خطیب‌زاده د بي‌بي‌سي راډیو څلور په (ټوډې) خپرونه کې په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې ایران تېره شپه سپینې ماڼۍ ته دا پیغام لېږلی چې، "په یوه وخت کې دواړه کاره نه شئ کولی".

    هغه پر لبنان د اسرئيل د تېرې ورځې بریدونو ته په اشاره وویل، "تاسې داسې نه شئ کولی چې هم د اوربند غوښتنه وکړئ، شرطونه یې ومنئ او ټولې هغه سیمې چې اوربند پکې شامل دی، هم په ګوته کړئ، بیا په ځانګړي ډول د لبنان نوم واخلئ او متحد مو راپاڅي او ناڅاپه هلته یوه ډله‌ییزه وژنه پیل کړي".

    ښاغلي خطیب‌زاده پر لبنان د اسرائيل بریدونه یو ډول "ټول‌وژنه" وبلله.

    خو اسرائيل بیا په ټينګار سره وايي چې په دغو بریدونو کې د حزب الله ډلې مرکزونه په نښه شوي چې په وینا یې، پر اسرائيل توغندیز بریدونه کوي.

    د یادولو ده چې اسرائيل وايي، د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند په دوه اوونیزه هوکړه کې لبنان نه دی شامل خو د اوربند رامنځ‌ته کوونکي وايي چې د اوربند دا هوکړه لنبان هم رانغاړي.

  18. وروستی, پاکستان کې د ایران سفیر: ایرانی پلاوی نن شپه د خبرو اترو لپاره اسلام اباد ته راځي

    مقدم

    د عکس سرچینه، Reza Amiri Moghadam

    په پاکستان کې د ایران سفیر وايي چې یو ایرانی پلاوی به نن شپه د خبرو اترو لپاره اسلام اباد ته ورشي.

    رضا امیري مقدم پر اېکس‌پاڼه لیکلي، "سره له دې چې د اسرائیلي رژیم لخوا له اوربنده د پرله‌پسې سرغړونو له امله چې موخه یې د دغه ډېپلوماتیک نوښت ګډوډول دي، په ایران کې بدبیني خپره ده" خو بیا هم ایرانی پلاوی په مذاکراتو کې ګډون کوي.‌

    ښاغلي امیري همداراز ویلي، "ایرانی پلاوی به نن شپه د ایران د وړاندیز کړي ۱۰ ماده‌ييزې مسودې پر بنسټ د جدي خبرو اترو لپاره اسلام اباد ته راشي."

    له امریکا سره د اوربند هوکړه کې د ایران په ۱۰ ماده‌ييز وړاندیز کې څه دي؟

    پرون فارس خبري اژانس د یوې باخبره سرچینې له قوله د ایران د هغه ۱۰ ماده‌ييز وړاندیز جزیات خپاره کړل چې ویل کېږي له امریکا سره داوربند د هوکړې په ترڅ کې وړاندې شوي دي.

  19. ټرمپ: امریکایي ځواکونه به د "واقعي" تړون تر پلي کېدو پورې د ایران شاوخوا پاتې شي

    د امریکا ولسمشر خپله ټولنیزه رسنۍ ټروت سوشیال کې په یوه پیغام کې لیکلي، تر هغه چې له ''واقعي تړون'' سره سم عمل و نه شي،"ټولې امریکايي بېړۍ، الوتکې او پوځي پرسونل به له اضافي مهماتو او وسلو سره اوله هرهغه څه سره چې د یو سخت کمزوري دښمن د تعقیب او له منځه وړلو لپاره اړین دي، د ایران دننه او شاوخوا کې پر ځای پاتې کېږي."

    هغه زیاته کړه، داسې "ډېر امکان نه شته" چې ایران به له داسې توافق سره سم عمل ونه کړي، خو خبرداری یې ورکړ چې که د هر دلیل له مخې داسې ونه کړي، "داسې ګوزارونه به وي چې زیات غوره او له هغه څه به خورا زورور وي چې مخکې لیدل شوي دي."

    ښاغلي ټرمپ زیاته کړې، د هرمز تنګي له لارې د خوندي تېریدل او د ایران له لوري د اټومي وسلو نه ترلاسه کولو دوه شرطونه داسې څه دي، چې "له ټولو دروغجنو څرګندونو سره سره'' چې اورېدل کېږي، له اوږدې مودې راهیسې پرې توافق موجود وو:

    "تر هغه وخته پورې، زموږ ستر پوځ د لا پیاوړتیا او ارام په حال کې دی او د راتلونکي بریا لپاره چمتووالی نیسي."

  20. وروستی, حزب الله وايي، د اسرائیل په شمال کې یې بریدونه کړي

    حزب الله وايي، د اسرائیل پر شمالي برخو یې د راکټونو بریدونه کړي. پر خواله رسنیو یوه خپره شوې اعلامیه کې د ایران ملاتړ لرونکې ملېشه ځواک ویلي، دا بریدونه یې له اوربنده د سرغړونې په غبرګون کې کړي.

    حزب الله دغه راز ګواښ کړی، چې د ''اسرائیل-امریکا یرغل'' تر پای ته رسېدو پورې به خپل بریدونه روان ساتي.

    اسرائیل د روانې شخړې په ترڅ کې پر چارشنبه پر لبنان تر ټولو سختې بمبارۍ وکړې، چې په ترڅ کې یې ۱۸۲ کسان ووژل شول.

    بل لور په اوربند کې د لبنان شاملولو یا نه شاملولو پر سر اختلافونه لا هم پر ځای پاتې دي.