پاکستان ته له رسېدو وروسته د ایراني پارلمان مشر محمد باقر قالیباف پر اېکس یو تصویر خپور کړ، چې څلور ماشومان د الوتکې پر څوکیو ناست ښيي. له هر یوه تصویر سره د ښوونځي یو بېک او یو ګل هم ایښی.
په پاکستان کې د سولې خبرو په هکله څلور ټکي، چې باید پرې پوه شئ
د عکس سرچینه، Reuters
د ایران پلاوی په اسلام اباد کې د شنبې ورځې له خبرو مخکې پاکستان ته رسېدلی دی.
دلته هغه مهم ټکي یادېږي، چې د خبرو له پیل مخکې یې باید په هکله معلومات ولرئ.
پاکستان له تېرو څو اونیو راهیسې د دواړو لوریو تر منځ د منځګړي په توګه رول لوبولی. پاکستان له ایران سره تاریخي اړیکي لري او د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د پاکستاني پوځ مشر عاصم منیر (تر ډېرو زیات) ایران ښه پېژني.
ټرمپ وايي، امریکا د ایران له لوري لس نکته يي وړاندیز ترلاسه کړی، چې د ده په وینا "د خبرو لپاره د کارکولو وړ بنسټ دی."
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم د ۱۵ماده ییز وړاندیز یادونه کړې، چې د ټرمپ مرکچي پلاوي مشر په خبره کولای شي کړکېچ پای ته ورسوي.
له دواړو وړاندیزونو یو هم رسماً نه دی برالا شوی، خو په رپوټونو کې د دواړو محتوا افشا شوې او د دیپلوماتیکو خبریالانو په وینا ترمنځ یې خورا زیات واټن دی.
پر لبنان د اسرائیل پرلپسې بمبارۍ لا هم د سولې خبرو په هکله شکونه زیاتوي. د اسرائیل لومړی وزیر بنیامن نتنیاهو ټینګار کوي، چې د لبنان موضوع په اوربند کې شامله نه ده، او پر چهارشنبه اسرائیلي ځواکونو د دې هېواد بېلابېلو برخو کې بمبارۍ وکړې، چې د لبنان عامې روغتیا وزارت مسوولینو په وینا له کبله یې تر ۳۰۰ پورې کسان وژل شوي دي.
بل لور د جمعې پر مازدیګر لبنان وویل، راتلونکې اونۍ به واشنګټن کې له اسرائیلو سره د اوربند په هکله خبرې وکړي.
د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وینس اسلام اباد ته پر لار دی، چې په خبرو کې د امریکا استازیتوب وکړي. له ده سره ځانګړی استازی سټیو ویټکوف او د ولسمشر ټرمپ زوم او سلاکار جارډ کوشنر هم مله دي.
د اسرائیل او لبنان ترمنځ خبرې به پر سې شنبه واشنګټن کې پیل شي
د لبنان
د ولسمشرۍ دفتر
په یوه اعلامیه کې وايي، د سې شنبې پرورځ په
واشنګټن کې د اسرائیل
او حزب الله په شخړه کې د اوربند په تړاو د بحث لپاره خبرې کېږي.
امریکا
به د دېخبرو منځګړیتوب
کوي.
د لبنان ولسمشر
جوزف عون دفتر لیکلي چې دواړه هېوادونو استازيبه د امریکا
د بهرنیو چارو وزارت کې سره وویني،
"د اوربند اعلان او د مستقیمو خبرو د پیل لپاره به د نېټې
غوښتنه وکړي".
د راپورونو
له مخې د جمعې پر ورځ
په امریکا کې د لبنان او اسرائیل
سفیرانو او په لبنان کې د امریکا سفیر ترمنځ د خبرو د تنظیم لپاره ټیلیفوني اړیکه نیول شوې.
وروستی, د ایران دولتي رسنۍ وايي، د دغه هېواد مرکچي پلاوی د خبرو له پیل مخکې اسلام اباد ته رسېدلی, غونچه حبیبي ازاد او جک هورټون- بي بي سي فارسي او بي بي سي نیوز
د عکس سرچینه، X/@IraninSA
د ایران دولتي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، د دغه هېواد مرکچي پلاوی له امریکا سره د سولې خبرو له پیل مخکې د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته رسېدلی دی.
د ایران دولتي ټلویزیون پر ټیلګرام پاڼه په دې هکله ویل شوي، چې د ایراني پلاوي مشري د دې هېواد پارلمان مشر محمد باقر قالیباف کوي.
د رپوټونو له مخې له ده سره په پلاوي کې د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، د دفاعي شورا عمومي منشي علي اکبر احمدیان، د مرکزي بانک مشر عبدالناصر حمایتي او د ایراني پارلمان یو شمېر غړي ملګري دي.
د بي بي سي په مخکینیو رپوټونو کې ویل شوي وو، چې دا دواړه الوتکې له ایرانه پورته شوې او د افغانستان له فضايي حدودو تېرې شوې او بیا پاکستان ته داخلې شوې.
وروستی, قالیباف: د خبرو اترو پیلېدو لپاره د ایران دوه شرطونه لا نه دي عملي شوي
د ایران د پارلمان رئیس محمد باقر قالیباف وايي، له
امریکا سره مذاکراتو لپاره د ایران دوه شرطونه لا نه دي پلي شوي.
هغه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: "دوه اقدامه چې دواړو
خواو پرې هوکړه کړې وه، نه دي عملي شوي. لبنان کې اوربند او د مذاکراتو له پیلېدو
وړاندې د ایران د کنګل شویو شتمنیو ازادول. دغه دوه مسلې باید مخکې تر هغې چې خبرې
اترې پیلېږي، عملي شي."
تر دې ورمخکې د امریکا مرستیال ولسمشر جیډي وېنس په دغو
مذاکراتو کې د ګډون په موخه پاکستان ته د روانېدو پر مهال خبرو اترو ته خوشبیني
ښودلې وه.
که څه هم د ایران له اړخه د دغه هېواد د مرکچي پلاوي غړي
لا نه دي اعلان شوي، خو ویل کېږي قالیباف هم ښايي پکې وي.
له دې سره د ایران دولتي رسنۍ وايي، اسرائيل په لبنان کې
اوربند ته غاړه ایښې ده، خو پخپله اسرائيلي چارواکو لا تر اوسه په دې تړاو څه نه
دي ویلي.
وروستی, د اسرائیل له خونړیو بریدونو وروسته په لبنان کې د لټون عملیات دوام لري
د عکس سرچینه، Louisa Gouliamaki / Reuters
رویټرز خبري
اژانس د لبنان په سویلي صور ښار کې نن اخیستل شوي تصویرونه خپاره کړي دي.
د لبنان
روغتیا وزارت وايي، د سېشنبې پر ورځ د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند له اعلانېدو
راوروسته د دوی په هېواد کې د اسرائيل په بریدونو کې له ۳۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي.
دا د ایران د نوي مذهبي مشر مجتبی خامنه يي د فرمان نښه وه، چې تېره میاشت د مشر په توګه له ټاکل کېدو راهیسې په عام محضر کې نه دی لیدل شوی.
دا بینر وروسته له هغه ښايي لېرې شي، چې ایران د دوه اونیو اوربند او د پاکستان لخوا د تنګي بیا پرانیستلو له غوښتنې سره موافقه وکړه، چې د امریکا او ایران ترمنځ منځګړیتوب کوي.
ایران بیا بیا ویلي وو چې له لنډمهاله اوربند سره به موافقه ونه کړي او غواړي چې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو جګړه د تل لپاره پای ته ورسېږي.
سخت دریځي خوښ نه دي. له تهرانه راپورونه وايي، چې دوی د اوربند موافقې له اعلان وروسته د امریکا او اسرائیلو بیرغونو ته اور ورته کړ.
د لبنان د ولسمشرۍ دفتر یوه لوړپوړي
چارواکي بي بي سي ته تایید کړې چې لبنان به راتلونکې اونۍ له اسرائیل سره په
مستقیمو خبرو کې ګډون وکړي، په دې شرط چې تر هغې مخکې اوربند ته ورسېږي.
تر اوسه د دې غونډې دقیق وخت نه دی
ټاکل شوی.
د لبنان او اسرائیل ترمنځ مستقیمې
خبرې نوې خبره نه ده، خو دا ډول تعاملات عموماً نادر ګڼل کېږي.
معمولاً دواړه هېوادونه د منځګړو له
لارې، لکه د امریکا، اړیکې نیسي.
له ۲۰۲۴ کال د نومبر د اوربند
له هوکړې وروسته د خبرو د پیل لپاره هڅې روانې دي او مخکې هم امریکايي استازو د
دواړو لورو ترمنځ د نامستقیمو خبرو منځګړیتوب کړی دی.
یو لوړپوړي لبناني چارواکي هم
رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې لبنان پلان لري راتلونکې اونۍ په واشنګټن کې په یوه
غونډه کې د امریکا او اسرائیل له استازو سره ګډون وکړي، چې د اوربند د اعلان په
اړه خبرې وشي، خو دقیق وخت یې نه دی مشخص شوی.
هغه زیاته کړې د لبنان دریځ دا دی چې اوربند د هر ډول راتلونکو خبرو
لپاره لومړنی شرط دی، چې هدف یې له اسرائیل سره پراخ توافق ته رسېدل دي.
وروستی, چین څنګه ایران له امریکا سره د اوربند ابتدايي منلو ته قانع کړ؟
د عکس سرچینه، Getty Images
په
داسې حال کې چې د ایران او امریکا استازي په اسلاماباد کې د منځني ختیځ د جګړې د
پای ته رسولو لپاره خبرو ته تیاری نیسي، رسمي سرچینې او کارپوهان وايي چې چین د دې
مذاکراتو لپاره لاره هواره کړې او د تلپاتې اوربند په ترلاسه کولو کې به یو مهم
رول ولري.
پاکستان
په نړیواله کچه د هغو وروستیو هڅو له امله ستایل شوی چې د جګړې د دواړو لورو ترمنځ
یې لنډمهاله اوربند رامنځته کړ، که څه هم ځینې یې حیران هم کړي دي.
خو
پاکستانی چارواکي وايي د چین پټه او خاموشه ونډه به اوس هم هغومره مهمه وي لکه
څنګه چې د هغې په مرسته د وروستۍ شېبې هوکړه ممکنه شوه، هغه هوکړه چې د سهشنبې شپې
ته نژدې د ناکامۍ له خطر سره مخ وه.
یوه
لوړپوړي پاکستاني چارواکي چې د خبرو له جزیاتو خبر دی ویلي: "د
اوربند په شپه، هیلې کمې شوې وې، خو چین مداخله وکړه او ایران یې قانع کړ چې یو
ابتدایي اوربند ومني."
هغه
زیاته کړه: "زموږ هڅې مهمې وې، خو د پرمختګ لپاره کافي نه وې، او بالاخره دا پرمختګ
هغه وخت ترلاسه شو چې بیجینګ ایران قانع کړ. " دغه سرچینه د حساسې دیپلوماتیکې موضوع له
امله د نوم نه ښودلو غوښتنه کړې وه.
د یوه
دوامدار توافق لپاره به پاکستان اړ وي چې دواړه لوري د سختو اختلافاتو له لارې
رهبري کړي، په ځانګړي ډول د هرمز ستراتیژیک تنګي د پرانیستلو او د ایران د اټومي
پروګرام د دوام په موضوعاتو کې.
دغه
سرچینې او ځینې کارپوهان وايي چې د خبرو مېز ته د پاکستان له کېنولو سره ټولې
سترګې د چین پر رول دي.
سرچینه
زیاتوي: "له چین څخه د تضمین کوونکي په توګه غوښتنه شوې ده. ایران تضمین غواړي. "
د افغانستان او پاکستان ستونزه
د پاکستان د سنا د بهرنیو چارو او دفاع کمېټې پخواني مشر مشاهد حسین سید وویل: "پاکستان او چین د لومړۍ ورځې څخه د شخړو د پای ته رسولو لپاره نږدې همغږي لري."
وروسته له هغې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د سعودي، ترکي او مصري چارواکو سره له خبرو وروسته تېره میاشت بیجینګ ته سفر وکړ، چین د پاکستان د منځګړیتوب هڅې وستایلې.
وروسته چین هڅه وکړه چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د روانې جګړې د کمولو لپاره هم خبرې پیل کړي او په اورومچي کې یې د دواړو هېوادونو له استازو سره وکتل.
چین او روسیې هم د اوربند له اعلان څو ساعته مخکې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو پرېکړه لیک ویټو کړ، هغه تنګی چې ایران پکې د جګړې له پیل راهیسې عملي بندیز لګولی و.
"سختې خبرې"
چین د سولې په هڅو کې د ښکاره رول له اخیستو ډډه کړې او یوازې یې ویلي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره هڅونې کوي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې وزیر وانګ يي د اړوندو هېوادونو له استازو سره ۲۶ ټیلیفوني اړیکې نیولې او ځانګړي استازي یې څو ځله سیمې ته سفرونه کړي دي.
کارپوهان وايي چې په راتلونکو اونیو کې د چین د رسمي تضمین کوونکي رول منل لا هم ډاډمن نه دي.
خو خبرې لا هم له جدي ستونزو سره مخ دي، ځکه دواړه لوري په ډېرو مهمو موضوعاتو کې ژور اختلاف لري.
یو مهم اختلاف د لبنان په اړه دی؛ پاکستان او ایران غواړي چې لبنان هم په اوربند کې شامل شي، خو اسرائیل دا ردوي.
اسرائیل چې پاکستان یې په رسمي ډول نه پېژني، لا هم بریدونه کوي او وايي هدف یې د ایران ملاتړ لرونکی لبناني حزبالله دی. امریکا بیا ویلي چې راتلونکې اوونۍ به په واشنګټن کې د اسرائیل او لبنان د چارواکو ترمنځ جلا خبرې ترسره کړي.
سرچینه زیاتوي: "مذاکرات ډېر پېچلي او حساس دي… د توافق لپاره به ټول لوري باید دردناکې قربانۍ او امتیازات ورکړي. "
صابرزاده
د ایرانیانو
لپاره د "ریښتیني سولې او ثبات رامنځته کولو" پر اهمیت ټینګار کړی.
له بلې خوا ابنالرضا د تاجکستان له سیاسي
دریځ او بشري مرستو مننه کړې چې د راپور په وینا "د ایران د دولت او خلکو په ملاتړ کې" ورکړل شوې، خو په دې اړه نور جزئیات نه دي
ورکړل شوي.
د تاجکستان رسمي سرچینو تر اوسه د دې خبرو
راپور نه دی ورکړی.