ټرمپ: له ایران سره د امریکا خبرې ښايي "په دوو ورځو کې" بیا پیل شي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د (نیویارک پوسټ) ورځپاڼې خبریال ته ویلي چې ښه ده په اسلام اباد کې پاتې شي ځکه چې په وینا یې، ښايي د امریکا او ایران ترمنځ خبرې "په دوو ورځو کې" بېرته پیل شي. ښاغلي ټرمپ تر دې مخکې له فاکس نيوز سره په مرکه کې ويلي چې له ایران سره جګړه 'پای ته نږدې شوې ده'. بل پلو د ایران دننه، رسنیو په تهران کې د یوې چاودنې رپوټ ورکړی او ویلي یې دي چې درې کسان پکې ټپیان شوي دي.

لنډیز

ژوندی پوښښ

  1. د ملګرو ملتونو سرمنشي له ایران او امریکا غوښتي چې بېرته خبرو اترو ته کېني

    د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو د بیا پیل کېدو غوښتنه کړې، او هیله یې څرګنده کړې چې دا به د جګړې پایته رسولو کې مرسته وکړي.

    نوموړي ټینګار کړی چې "د دې جګړې لپاره هېڅ پوځي حل نشته."

    ښاغلي ګوتېرېش دا هم ويلي چې د اوربند "باید په بشپړ ډول درناوی وشي" او "ټولې سرغړونې باید ودرول شي،" او زیاته کړې یې ده چې "یوې موافقې ته د رسېدو لپاره د خبرو اترو د بیا پیل کېدو غوښتنه کوم."

    د ملګرو ملتونو سرمنشي هم له ټولو هېوادونو غوښتي چې "د هرمز تنګي په ګډون د نړیوال قانون سره سم د بېړيو د ازاد تګ راتګ درناوی وکړي."

  2. ملګري ملتونه وايي، هېڅ هېواد حق نلري چې د هرمز تنګی بند کړي

    کښتۍ

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د ملګرو ملتونو د هغه ادارې مشر چې د نړیوالو کښتیو د خوندیتوب او امنیت مسؤلیت لري وايي،هېڅ هېواد د هرمز تنګي د بندولو قانوني حق نلري.

    د سمندري چارو نړيوالسازمان (IMO) عمومي منشي ارسنیو ډومینګیز ويلي، په داسې حال کې چې د امریکا بندیز "په ظاهراد ایران بندرونو ته د لاسرسي محدودولو لپاره دی"، خو هېڅ هېواد د اوبو لارې بندولو قانوني حق نلري.

    نوموړي د ای اېم او په مرکزي دفتر کې خبریالانو ته وویل، "د نړیوال قانون له مخې، هېڅ هېواد حق نلري چې داسې نړيواله لاره بنده کړي چې د نړیوالو کښتیو لپاره کارول کېږي."

    ارسنیو ډومینګیز زیاته کړې، د امریکا له بندیز دمخه ډېرې لږ کښتۍ له هرمز تنګي تېریدلې، د امریکا له خوا لګول شوی دا وروستی "خنډ" د اوسني بحران لپاره حل لاره نه ده.

  3. د لبنان د روغتیا وزارت: اسراییلي بریدونو کې د وژل شوو کسانو شمېر۲۰۸۹ ته لوړ شوی دی

    د لبنان د روغتیا وزارت وایي د مارچ له دوېمې نېټې راپدیخوا هلته د اسراییلو بریدونو کې د وژل شوو کسانو شمېر ۲۰۸۹ ته لوړ شوی دی.

    د امریکا او ایران ترمنځ اوربند سره سره اسراییلو په لبنان کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی. اسراییل وايي حزب الله سره د دوي جنګ اوربند کې نه دی شامل.

    د روغتیا وزارت وايي په وژل شوو کسانو کې ۱۶۶ کوچنیان هم شامل دي .

    وزارت زیاتوي چې ۶۷۶۲ نور کسان په دې بریدونو کې ژوبل شوي دي.

  4. ټرمپ: که ایرانۍ "جنګی کښتۍ" کلابندۍ ته رانږدې شی له منځه به وړل کېږي

    ډونالډ ټرمپ

    د عکس سرچینه، Reuters

    د امریکا ولسمشر په ټروت سوشل خپل نوي پوسټ کې ویلي که " د ایران جنګي کښتۍ " د امریکا بحري کلابندۍ ته رانږدې شي" له منځه" به وړل کېږي.

    ده وویل دایران بحریه د اوبو په تل کې ده، ۱۵۸ بېړۍ یې په بشپړه توګه له منځه تللي، مونږ یواځې هغه لږ شمېر بېړۍ نه دي په نښه کړي چې هغوی یې "چټکې جنګي کښتۍ" بولي. ځکه مونږ هغه لوی ګواښ نه ګڼو.

    ده وویل که دا کښتۍ کلابندۍ ته رانږدې شي، پرضد به یې هغه سستم کاروو چې مونږ یې د مخدراتو قاچاق وړونکو په وړاندې کاروو.

  5. د پاکستان لومړی وزیر وايي "شخړې هواري لپاره اوس هم خبرې روانې دي"

    شهباز شریف

    د عکس سرچینه، Reuters

    د پاکستان لومړي وزیر، شهباز شریف، ویلي دي چې د ایران او امریکا ترمنځ شخړې هوارولو لپاره خبرې روانې دي.

    د پاکستان کابینې ته ده وویل چې اوربند اوس هم ټینګ دی او " د پاتې مسلو" هواري لپاره په بشپړه توګه هڅې ترسره کېږي.

    ښاغلي شریف له هغې وروسته دا خبره کړې ده چې اسلام اباد کې د دواړو خواوو ترمنځ شوې خبرې بې نتیجې پای ته ورسېدلې.

  6. د ایران د جنوبی بندرونو کلابندي پیل شوه

    د راپورونو له مخې د امریکا بحري ځواکونو د ایران د ټولو جنوبي بندرونو کلابندي پیل کړې ده.

    د امریکا پوځ ویلي دي چې د عمان او فارس خلیج په اوبو کې د ایران د بندرونو کلابندي پیل شوې ده.

    د امریکا مرکزي قوماندانۍ ویلي داګام د ډونالډټرمپ په امر اخیستل شوی دی چې ترمخه به یې دې بندرونو ته د کښتیو د تګ راتګ مخه نیسي.

    اخوا تهران خبرداری ورکړی دی چې " د دوی بندرونو ته ګواښ له امله به سیمه کې یو بندر هم خوندي نه پاتې کېږي".

    تهران دا هم ویلي دي چې دهورموز تنګي ته د هر ډول پوځي کښتۍ نزدې کېدل به د اوربند نه سرغړونه وي.

  7. وروستی, د ایران له بوشهر اټومي بټۍ د روسي کارکوونکو د وتلو وروستي پړاو

    د ایران له بوشهر اټومي بټۍ د روسي کارکوونکو د وتلو په وروستي پړاو کې له دغو تاسیساتو ۱۰۸ کسان وتلي او اوس پکې په ټولیز ډول یوازې ۲۰ تنه پاتې دي.

    دا خبر د روسیې دولتي خبري اژانس تاس د دغه هېواد د اټومي انرژۍ سازمان 'روس‌ اتم' د اجراییوي رییس الکسي لیخاچف په حوله ورکړی دی.

    نوموړي ویلي "دمګړۍ ۱۰۸ کسان اصفهان ته پر لاره دي او هر څه د پلان پر بنسټ مخ ته ځي."

    هغه زیاته کړې "په بټۍ کې ۲۰ کسان پاتې کېږي، زموږ د څانګې رییس، د هغه مرستیالان، امنیتي ځواکونه، د ساتنې او ودانیز کارکوونکي چې د تجهیزاتو د خوندیتابه مسوول دي."

    ایران له امریکا او اسرائيل سره د ۴۰ ورځنې جګړې پر مهال د بوشهر اټومي بټۍ شاوخوا د څلورو بریدونو خبر ورکړی.

    د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس عمومي رییس رافایل ګروسي دغه بریدونه د ژورې اندېښنې وړ بللي، خو هغه یې نه دي غندلي.

  8. پاپ: له ټرمپ 'هېڅ وېره' نه لرم

    ایران-پاپ-امریکا

    د عکس سرچینه، Reuters

    له هغې وروسته چې د امریکا ولسمشر د ایران جګړې په تړاو د کاتولیکې کلیسا د مشر پاپ لیو پر دریځ سخت او غیر عادي لفظي برید وکړ، پاپ وویل، د ټرمپ له ادارې "هېڅ وېره نه لري" او د جګړې پر ضدې به خپل غږ پورته کوي.

    ډونلډ ټرمپ د ټروت سوشل ټولنیزې رسنۍ په یوه پوسټ کې پاپ "د جرم پر وړاندې کمزوری او د بهرني سیاست لپاره وحشتناک" وباله او وروسته یې خبریالانو ته وویل، هغه یې "لوی مینه وال نه دی".

    پاپ الجزایر ته پر لاره خبریالانو ته وویل، نه غواړي له ټرمپ سره په بحث کې ورګډ شي، خو د سولې لپاره به کار ته دوام ورکوي.

    پاپ د ایران جګړې سخت نیوکه کوونکی دی او د ایراني تمدن د ویجاړولو لپاره د ټرمپ ګواښ یې "د نه منلو وړ" بللې وه او له هغه یې غوښتي چې د شخړې د پای ته رسولو لپاره " لار" ومومي.

    تر ډېره، لږ داسې پېښېږي، چې یو پاپ په مخامخ ډول د نړۍ د مشرانو څرګندونو ته ځواب ووایي.

    په امریکا کې له ۷۰ میلیونو ډېر کاتولیکه مسیحان شته، چې د ټولو وګړو شاوخوا ۲۰ سلنه جوړوي.

  9. وروستی, نتنیاهو: اسرائیل د ټرمپ لخوا د ایران د سمندري کلابندۍ د پرېکړې ملاتړ کوي

    ایران-اسرائیل-امریکا

    د عکس سرچینه، Reuters

    د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، دوی به د ایران سمندري کلابندۍ لپاره د امریکا د ولسمشر د پرېکړې ملاتړ وکړي.‌

    هغه دا هم ویلي چې د ډونلډ ټرمپ مرستیال جی‌ډي وېنس په اسلام اباد کې له ایراني مرکچیانو سره تر ناکامه مذاکراتو وروسته، له ده سره د ترسره شویو خبرو اترو اړوند مالومات شریک کړي دي.

    د امریکا ولسمشر او د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) وايي، چې سره له ننه په فارس خلیج او عمان سمندرګي کې د ایران بندرونو ته د کښتیو پر تګ راتګ بندیز پلی کوي.

    خو تهران بیا ویلي چې هرمز تنګي ته به د هر ډول پوځي بېړۍ ورنږدې کېدل له اوربنده سرغړونه وګڼل شي.

  10. د ټرمپ د هرمز تنګي د تړلو ګواښ خطرونه زیاتوي او ستونزې حل ته نه پرېږدي

    ټرمپ-ایران

    د عکس سرچینه، Getty Images

    له هغې وروسته چې د امریکا د مرستیال ولسمشر جی‌ډي وېنس په مشرۍ ډېپلوماتیک پلاوی په اسلام اباد کې له ایران سره د امریکا د شخړې پای ته رسولو پر سر کومې هوکړې ته و نه رسېد او خبرې اترې ناکامه شوې، ډونلډ ټرمپ د بل ګام د اوچتولو پرېکړه وکړه.

    هغه دا پرېکړه پرون (یکشنبه) سهار پر خپله خواله رسنۍ (ټروت سوشیل) په څو پرله‌پسې پوسټونو کې ډاګیزه کړه.

    نوموړي لیکلي چې امریکا د ایران سمندري کلابندي پلې کوي او ګواښ یې کړی چې "[ایران ته] هېڅ ناقانونه باج‌ورکوونکی به په نړیوالو اوبو کې خوندي تګ‌راتګ ته پرېنښودل شي".

    ټرمپ دا ګواښ هم کړی چې د امریکا پوځ "چمتو" دی او په "مناسب وخت" کې پر ایران د بریدونو بیا پیلولو ته "ملاتړلی او د تیارسئ" حالت کې دی.

  11. وروستی, حزب‌الله وايي پر اسرائیلي ځواکونو یې د ډرونونو بریدونه کړي‌

    د لبنان حزب‌الله غورځنګ وايي د اسرائيل شلومي ښارګوټي کې یې د اسرائیلي ځواکونو پر پوستو د ډرونونو برید کړی دی.‌

    ورمخکې اسرائيل هم د دې سیمې اوسېدونکو ته د هوايي برید د خطر خبرداری ورکړی و.‌

    اسرائيل ههممهاله ویلي، چې ځواکونه یې د لبنان په سویل کې د حزب‌الله خلاف د پوځي عملیاتو د پراخولو په حال کې دي.

    د اسرائیل پوځ ادعا کړې، چې د لنبان پر بنت‌ جبیل برید کې یې د حزب‌الله ۱۰۰ وسله‌وال وژلي او سلګونه میله وسله نیولې ده.

  12. د ایران په پلوۍ د "لېګو" په بڼه تبلغیاتي ويډیوګانې

    ایران-امریکا-لیګو ګېم

    د عکس سرچینه، Explosive Media

    په لومړي نظر داسې ښکاري لکه د لېګو (Lego) په نوم فلم صحنې چې وي، که څه هم له رنګونو ډک کرېکټرونه یې په چټک ډول خوځېږي.

    خو دغه ډېرې لاس په لاس شوې ويډيوګانې چې د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ د "لېګو" پر بڼه جوړې شوي او د مړو ماشومانو، جنګي الوتکو او امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ انځورونه نندارې ته وړاندې کوي، په اصل کې د ایران په ګټه تبلیغات کوي.

    موږ د بي بي سي پاډکاسټ د "لوړې تبصرې" (Top Comment) په نوم خپرونه کې د چاودېدونکې میډيا (Explosive Media) په نوم ډېجېټل رسنۍ له یوه استازي سره خبرې وکړې چې دغه ويډیوګانې جوړوي او خپروي. هغه له موږ وغوښتل چې "ښاغلی چاودېدونکی" (Mr Explosive) یې وبولو.

    دی د ټولنیزو رسنیو یو داسې ځیرک کارکوونکی دی چې په پیل کې یې د ایران حکومت سره له کار کولو انکار کاوه. دغې رسنۍ پخوانیو مرکو کې ویلي وو چې دوی "په بشپړ ډول خپلواک" دي. خو له نورو پوښتنو وروسته بیا ښاغلي چاودېدونکي ومنله چې رژیم هم د دوی "پېرودونکی" دی. دا هغه څه دي چې پخوا یې هېڅکله نه وو منلي.

    د دغو ویډیوګانو اصلي پیغام د هغه څه پر وړاندې د ایران مقاومت ښودل دي چې دوی یې پياوړې نړیواله زورواکي بولي: یعنې امریکا.

  13. د ټرمپ لخوا د هرمز تنګي د تړلو له ګواښ وروسته د تېلو بیې بیا لوړې شوې

    ایران- هرمز - ټرمپ

    د عکس سرچینه، Reuters

    د سولې د خبرو اترو له ناکامۍ وروسته د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا د ایران د بندرونو د بندولو د امر په نیتجه کې د دوشنبې په ورځ د تېلو د یو بېرل بیه یو ځل بیا له ۱۰۰ ډالرو پورته شوې ده.

    د برنټ خامو تېلو بیه اووه سلنه لوړه شوې او ۱۰۲ اعشاریه ۷ ډالرو ته رسېدلې. په داسې حال کې چې د لوېدیځ ټېکزاس انټرمیډې تېلو بیه اته اعشاریه اووه سلنه لوړه او ۱۰۴ اعشاریه ۹۴ ته رسېدلې ده.

    د تېرې چهارشنبې په ورځ د امریکا او ایران ترمنځ د دوه اونیو مشروط اوربند موافقې وروسته چې د هرمز تنګي پرانیستل هم پکې شامل و، د یو بېرل تېلو بیه تر ۱۰۰ ډالرو راښکته شوې وه.

    اوس وخت، د خبرو اترو ناکامۍدا اندېښنې راپورته کړې چې د انرژۍ نړیوال بحران به لا ژور شي.

    دا تنګی، چې د نړۍ د تېلو د لېږد پنځمه برخه ترې تېرېږي، وروسته له هغه چې ایران د امریکا او اسرائیلو د بریدونو پر وړاندې پر هغو کښتیو د برید ګواښ وکړ چې له دې لارې د تېرېدو هڅه کوي، د شخړې د یوې مهمې سیمې په توګه بدله شوې ده.بشپړ مطلب دلته لوستی شئ:

  14. وروستی, سټارمر: بریتانیا د ایران د بندرونو د کلابندۍ ملاتړ نه کوي

    Kabul

    د عکس سرچینه، Reuters

    د بریتانیا لومړی وزیر کیېر سټامر وايي د ایران د بندرونو د کلابندۍ ملاتړ نه کوي.‌

    هغه د بي‌بي‌سي ۵ راډیو سره مرکه کې ویلي، بریتانیا به د دې پر ځای د هرمز تنګي پر بېرته پرانیستل کېدو تمرکز وکړي، ځکه چې دا د انرژۍ د بیېو راټیټولو تر ټولو چټکه لار ده.

    ښاغلي سټارمر دې پوښتنې ته چې ایا دی شخصآ ډونلډ ټرمپ د انرژۍ د بیېو د لوړېدو مسوول ګڼي که څنګه؟، مستقیم ځواب ونه وایه.

    هغه وویل تر ټولو مهم کار چې کولی شي دا دی، چې هېوادونه سره راټول کړي چې په یوه خوله د کړکېچ د کمېدو او د هرمز تنګي د بېرته پرانیستل کېدو غږ پورته وکړي.‌

    د بریتانیا لومړي وزیر ایران هم په فارس خلیج کې د تګ راتګ د محدودېدو مسوول وباله.

    ښاغلي سټارمز همدا راز یو ځل بیا ټینګار وکړ چې بریتانیا به دې جګړه کې ورښکېله نه شي.

  15. وروستی, د ایران خاتم‌الانبیا مرکزي قرارګاه: په فارس خلیج او عمان سمندرګي کې به یا د ټولو د بندرونو امنیت خوندي وي یا د هېچا هم نه

    ایران-بندرونه

    د عکس سرچینه، Reuters

    په ایران کې د وسله‌والو ځواکونو د پوځي عملیاتو د پلان، همغږۍ او څارنې تر ټولو لوړې مرجع، خاتم‌الانبیا قرارګاه د یوه بیان په خپرولو سره په فارس خلیج او عمان سمندرګي کې د دوی د بندرونو کلابندۍ لپاره د امریکا طرحه غیر قانوني او سمندري داړه‌مارۍ ته ورته بللې ده.

    په دغه بیان کې راغلي چې "د ایران اسلامي جمهوریت وسله‌وال ځواکونه په زغرده او پرېکنده توګه اعلانوي چې په فارس خلیج او عمان سمندر کې به د بندرونو امنیت یا د ټولو لپاره وي، یا د هېچا لپاره هم نه."

    بیان کې زیاته شوې "که د فارس خلیج په اوبو او عمان سمندر کې د ایران اسلامي جمهوریت د بندرونو امنیت وګواښل شي،" نو په دې سیمه کې به "یو بندر هم خوندي پاتې نه شي."

    د خاتم‌الانبیا مرکزي قرارګاه دا ټینګار کړی چې ایران به "تر جګړې وروسته هم په دایمي ډول د هرمز تنګي کنټرول له پاره یو پرېکنده میکانیزم پلی کړي."

    دغه بیان کې زیاته شوې "د دښمن اړوندې کښتۍ له هرمز تنګي د تېرېدو حق نه لري او وبه یې هم نه مومي" خو "نورې کښتۍ به د ایران اسلامي جمهوریت د وسله‌والو ځواکونو د مقرراتو عملي کولو سره له دغه تنګي د تېرېدو اجازه ولري."

    د یادونې ده چې تر دې لږ ورمخکې د امریکا پوځ مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) اعلان کړی و چې سر له ننه به د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په امر فارس خلیج او عمان سمندرګي کې ایراني بندرونو ته د کښتیو د تګ راتګ مخنیوی پیل کړي.

  16. وروستی, بریتانیا په هرمز تنګي کې د ایران د بندرونو کلابندۍ لپاره د ټرمپ د پلان پلیتابه کې برخه نه اخلي

    ایران - بریتانیا

    د عکس سرچینه، PA

    بي‌بي‌سي موندلې چې بریتانیا به د امریکا متحدو ایالتونو لخوا د ایراني بندرونو د پوځي کلابندۍ د پلان پلیتابه کې برخه وانخلي.

    د بریتانیا ماین‌پاکونکې بېړۍ او د ډرون ضد وړتیاوې به په سیمه کې فعالیت ته دوام ورکړي، خو بریتانوي بېړۍ او سمندري ځواکونه به د ایران د بندرونو په تړلو کې ونه کارول شي.

    د بریتانیا د دولت ویاند ویلي، دوی د هرمز تنګي د پرانیستل کېدو او د کښتیو د ازاد تګ راتګ ملاتړ کوي، چې د نړیوال اقتصاد او په بریتانیا کې د ژوندانه د لګښتونو ملاتړ لپاره ورته شدیده اړتیا ده.

  17. وروستی, ټرمپ یو ځل بیا د ایران پر سمندري کلابندۍ ټینګار وکړ

    د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپله خواله رسنۍ ټروت سوشیل یوه نوي خپاره کړي پیغام کې یو ځل بیا په راتلونکو ساعتونو کې د ایران پر سمندري کلابندۍ ټینګار کړی دی.‌

    هغه لیکلي: "متحد ایالتونه به د اپرېل ۱۳مه د امریکا د ختېځ پر وخت سهار ۱۰ بجې هغه کښتۍ ودروي، چې د ایران بندرونو ته ورځي یا ترې حرکت کوي."

    ورمخکې د امریکا پوځ مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) اعلان کړی و، چې د متحدو ایالتونو د ولسمشر په امر پر ختیځ وخت د دوشنبې د سهار له ۱۰ بجو (د کابل پر وخت د ماښام له ۷:۰۰ بجو) د ایران بندرونو ته د تګ راتګ مخنیوی پیلوي.

    خو دې قوماندانۍ زیاته کړې وه،‌ چې د هرمز تنګي له لارې به د خلیج نورو هېوادونو ته د کښتیو تګ راتګ له خنډ سره نه مخامخېږي.‌

  18. وروستی, د ټرمپ لخوا د هرمز تنګي د کلابندۍ ګواښ ته د تهران غبرګون

    ایران څه وايي

    د عکس سرچینه، Reuters

    ایران د امریکا متحدو ایالتونو لخوا د دوی د بندرونو د کلابندېدو پلان ته په غبرګون کې ټینګار کړی چې "هېڅ ډول ګواښ ته نه تسلیمېږي."

    د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي‌ ویلي، دواړه خواوې د اسلام اباد په خبرو کې یوې هوکړې ته نږدې شوې وې، خو د نوموړي‌ په وینا تهران له "ډېرغوښتنې، په پرله پسې د شرطونو د بدلېدو او کلابندۍ" سره مخامخ شو.

    هممهاله د اسلام اباد په خبرو کې د ایران د مرکچي‌ پلاوي مشر محمد باقر قالیباف هم پر خپله اېکس پاڼه یوه خپاره کړي‌ پیغام کې د امریکا دې پرېکړې ته غبرګون ښودلی.‌

    هغه لیکلي:‌ "د سون‌توکو له اوسنیو بیېو خوند واخلئ. له دې په اصطلاح "کلابندۍ" سره به،‌ ژر دا هیله وکړئ‌ چې تېل له ۴ تر ۵ ډالره وای."

    ښاغلي قالیباف ورمخکې هم ټينګار کړی و چې ایران به د ګواښونو تر فشار لاندې تسلیم نه شي.‌

    هغه د ډونلډ ټرمپ‌ لخوا په هرمز تنګي‌ کې د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو د ټولو کښتیو د کلابندولو ګواښ ته په غبرګون کې خبرداری وکړی و، هره پوځي‌ کښتۍ چې دغه تنګي‌ ته ورنږدې شي،‌ 'سخت' چلند به وګوري.

  19. ډونلډ ټرمپ: ایران لا هم غواړي اتومي وسلې ترلاسه کړي

    وروسته له هغه چې په پاکستان کې د سولې خبرې اترې پرته له کومې موافقې پایته ورسېدې، ډونلډ ټرمپ د ایران د اټومي وسلو پروګرامپه اړه نورې څرګندونې کړې دي.

    د امریکا ولسمشر ويلي، ایران لاهم غواړي چې اټومي وسلې ترلاسه کړياو دا اراده یې په اسلام اباد کې د غونډې پرجریان کې څرګنده کړې ده.

    ټرمپ زياته کړې، "دوی لاهم دا غواړي، او دوی تېره شپه دا روښانه کړه. ایران ته به اجازه ورنکړل شي چې اټومي وسلې ولري."

    ټرمپ وړاندېویلي وو چې له ایران سره مستقیمې خبرې ناکامې شوې ځکه چې تهران "د اټومي وسلو پرېښودو ته لیواله نه و."

    مخکې له دې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ويلي وو چې دواړه خواوې یوې موافقې ته "ډېر نژدې" شوي وو، خو ایران له "ډېرو سختو دریځونو، بدلیدونکو غوښتنو او خنډونه" سره مخامخ و.

  20. وروستی, د ټرمپ له خوا د ایران پر بندرونو د بنديز له اعلان وروسته د خامو تېلو بيې لوړې شوې

    د تېلو بازار د اسلام آباد د خبرو اترو د ناکامۍ او د هرمز تنګي د بندولو خبرونو ته په چټکۍ سره غبرګون ښيي؛ د تېلو بیه له ۱۰۰ ډالرو پورته شوه

    د دوشنبې په ورځ د انرژۍ بازارونو د بیا پرانیستلو سره سم د یو بېرل خامو تېلو بیې له ۱۰۰ ډالرو، وروسته له هغه واوښتې چې د امریکا او ایران ترمنځ خبرې اترې پرته له کومې نوې موافقې پایته ورسېدې او ډونلډ ټرمپ د ایران د بندرونو د بندولو اعلان وکړ.

    په نړيوال بازار کې د خامو تېلو بيله نژدې اته سلنه لوړه شوې او شاوخوا ۱۰۲ ډالرو ته ختلې ده. د امریکا خام تېل هم له اتو سلنو ډېر لوړ شوي دي.

    د اوونۍ په پای کې د خبرو اترو ناکامۍ د جګړې د دوام او د انرژۍ د کړکېچ د زياتوالي په اړه اندېښنې ډېرې کړې دي.

    داسې وېره ده چې د ایران پر بندرونو له بنديز وروسته ښايي د تېلو بيې نورې هم لوړې شي.