د امریکا یوه بله جنګي الوتکه په فارس خلیج کې نسکوره شوې
د امریکا هوايي ځواک یوه اې-۱۰وارتهاګ ډوله الوتکه هرمز تنګي ته نږدې ویشتل شوې او غورځېدلې ده، خو د امریکا پوځ وايي،چې پیلوټ یې ژغورل شوی دی.
په امریکا کې د بي بي سي شریکه رسنۍ سي بي اېس نیوز د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې دغه جنګي الوتکه، چې د یوې بلې نسکورې شوې ایف-۱۵ ډوله جنګي الوتکې د پیلوټانو لټون او ژغورنې په عملیاتو کې ښکېله وه، په نښه شوې او زیانمنه شوې ده.
پیلوټ یې د فارس خلیج د پاسه راښکتهاو په بریالیتوب سره ژغورل شوی. امریکایي چارواکو په دې تړاو نور جزئیات نه دي ورکړي چې الوتکه څنګه او چېرېوغورځېده.
د ایرانيپوځ عامه اړیکو دفتر په دې هکله یوه اعلامیه کې وویل: "یو ساعت وړاندې، د امریکايي د صهیونیستيیرغلګر دښمنیوه اې-۱۰ ډولهالوتکه د هرمز تنګي په سویلشاوخوا اوبو کې د هېواد د هوايي دفاعي شبکې سیسټمونو لخوا په نښه شوه."