د لبنان او اسرائیل ترمنځ د خبرو درېیم پړاو واشنګټن کې پیل شو

په واشنګټن کې د لبنان او اسرائیل ترمنځ د خبرو نوی پړاو په داسې حال کې پیل شوی، چې د لبنان په سوېل کې کړکېچ ډېر شوی او د حزب‌الله د وسلو په اړه کورني اختلافات هم موجود دي. ټاکل شوې ده چې خبرې اترې د "اوربند د ټینګښت" پر موضوع متمرکزې وي، چې وروسته د اسرائیلي ځواکونو د وتلو، د بې‌ځایه شویو خلکو د بېرته ستنېدو او د بیا رغونې موضوعات وڅېړل شي.

لنډیز

Skip ویډیو and continue reading
  • ټرمپ او شي
  • ټرمپ او شي
  • ټرمپ او شي
  • ټرمپ
  • سرتېری
  • عراق
  • کښتي

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, د ایران پارلمان غړی: امارات نور زموږ ګاونډی نه بلکې "د دوښمن اډه" ده

    خضریان

    د عکس سرچینه، @ali_khezrian

    د ایران پارلمان د ملي امنیت کمیسون غړي علي خضریان تور پورې کړی چې متحده عرب اماراتو د ایران پر ضد جګړه کې "مهمې پوځي او استخباراتي همکارۍ" کړې دي.

    هغه ادعا کړې چې "داسې جدي شکونه شته" چې اماراتو له ځینو الوتکو د خپل بیرغ تر ړنګولو وروسته "نېغ‌په‌نېغه د ایران پر خاوره بریدونه کړي دي".

    ښاغلي خضریان ویلي، د ایران اوس د خپلې "امنیتي محاسبې" له مخې متحده عرب امارات هم د عراق د کردستان سیمې په څېر ګڼي. ده خبرداری ورکړی چې "لکه په اربیل کې د دوښمن اډې په نښه کېږي، هماغسې په اماراتو کې هم متخاصمې اډې د [ایران بریدونو] هدف کېدای شي".

    د ایران پارلمان د ملي امنیت کمیسون دغه غړي همداراز ویلي چې تهران نور امارات خپل "ګاونډی هېواد" نه ګڼي بلکې هغه یې د "دوښمن اډه" بللې ده.

    تر اوسه د متحده عرب اماراتو چارواکو د علي خضریان دې تازه څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

    ایران له څه باندې دوو میاشتو راهیسې د روانې جګړې پر مهال د دوبۍ نړیوال هوايي ډګر په ګډون څو ځله د متحده عرب اماراتو ځینې اډې او نورې سیمې د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیزو بریدونو هدف ګرځولې دي.

    دغه هېواد وخت ناوخت خپلو خلکو ته د ایران له توغندیو د ځان خوندي ساتلو خبرداري خپروي. نن یې هم خپلو وګړو ته په پیغامونو کې ویلي چې د هېواد "دافع هوا د توغندیو ګواښ ته د غبرګون په حال کې ده. مهرباني‌ وکړئ، ځانونه خوندي کړئ او د رسمي چینلونو له لارې تازه خبرداري او معلومات وڅارئ".

  2. وروستی, په ملګرو ملتونو کې د ایران استازی: د جګړې تلپاتې پای او د کلابندۍ لغو کول یوازېنۍ حل‌لاره ده

    هرمزتنګي‌ ته څېرمه ګڼې کښتۍ ولاړې برېښي او د ماښام وخت دی.

    د عکس سرچینه، Reuters

    په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي امیر سعید ایرواني د پنجشنبې په ورځ د امنیت شورا د هغې مسودې پرېکړه‌لیک ته غبرګون ښودلی چې د هرمز تنګي د تړل کېدو له امله د ایران پر ضد وړاندې شوی دی.

    ښاغلي ایرواني ویلي، "د هرمز تنګي لپاره یوازېنۍ عملي حل‌لاره روښانه ده: د جګړې دایمي پای، د سمندري محاصرې ختمول او د عادي تګ راتګ بېرته پیل".

    ده امریکا تورنه کړه چې د "بېړۍ چلونې ازادۍ" په نوم یې په امنیت شورا کې "سیاسي انګېزه لرونکی او نیمګړی" پرېکړه‌لیک د دې لپاره نه دی وړاندې کړی چې "کړکېچ حل کړي" بلکې په دې موخه یې داسې کړي چې خپلې سیاسي موخې پرې پرمخ یوسي او خپل "ناقانونه ګامونه قانوني وښيي".

    د ایران دغه استازي له غړو هېوادونو وغوښتل چې "د فشار راوړلو پر ځای د منطق، انصاف او اصولو" له مخې عمل وکړي او د دې مسودې ملاتړ و نه کړي.

    د امریکايي استازي غبرګون

    بل پلو په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي مایک والټز تېره ورځ هغه رپوټونه وغندل چې ګواکې ایران د "فارس خلیج تنګي اداره" جوړه کړې او غواړي له هرمز تنګي تېرېدونکو بېړیو نه مالیه واخلي.

    هغه خبریالانو ته وویل، "د یوې شخړې د حل لپاره ټولې نړۍ ته ډله‌ییزه سزا ورکول د نه منلو، غیراخلاقي او د نړیوالو قوانینو خلاف ده".

    که دا پرېکړه‌لیک تصویب شي نو پر ایران د بندیزونو لګېدو او ان پر ضد یې د زور کارولو ته د لارې هوارېدو امکان هم شته؛ په ځانګړي ډول که تهران په هرمز تنګي کې پر سوداګریزو بېړیو بریدونه او ګواښونه بس نه کړي.

    د رپوټونو له مخې، په دې نوې مسوده کې له ایرانه غوښتل کېږي چې سمندري ماین‌ښخول ودروي او د هغو ماینونو ځایونه په ډاګه او په نښه کړي چې وار دمخه د تنګي په اوبو کې دننه اېښودل شوي دي.

    د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم د ملګرو ملتونو سرمنشي او د امنیت شورا مشر ته په لیک کې دا مسوده "یو اړخیزه او پاروونکې" بللې او ټینګار یې کړی چې نړیواله ټولنه باید اجازه ور نه کړي چې "تېري کوونکي هېوادونه امنیت شورا د خپلو ناقانونه ګامونو د توجیه کولو وسیله وګرځوي".

    تېره میاشت هم د امریکا له ملاتړه برخمن ورته پرېکړه‌لیک د روسیې او چین د ویټو له امله ناکام شوی و.

  3. وروستی, خپلو خلکو ته د متحده عرب اماراتو خبرداری؛ د توغندیو خطر دی، ځانونه خوندي کړئ

    په داسې حال کې چې د امریکا او ایران ترمنځ یو ځل بیا د جګړې اور بل شوی، متحده عرب اماراتو خپلو وګړو ته د خبرداري پيغامونه لېږلي. د اماراتو حکومت ویلي چې "دافع هوا د توغندیو ګواښ ته د غبرګون په حال کې ده. مهرباني‌ وکړئ، ځانونه خوندي کړئ او د رسمي چینلونو له لارې تازه خبرداري او معلومات وڅارئ".

    دغه هېواد په فجیره کې د تېلو پر زېرمو د وروستیو بریدونو مسؤل ایران بللی او په پرله‌پسې ډول رپوټونه ورکوي چې هوايي دفاعي سیسټم یې "ایرانیو توغندیو او ډرونونو" ته په ځواب ویلو بوخت دی.

    پرون د پنجشنبې په ماښام د قشم او بندر عباس سمندرغاړو او هرمز تنګي ته څېرمه د ایران او امریکا ترمنځ د بریدونو تر تبادلې وروسته د ایران پوځي چارواکو په دغه هېواد کې دننه خبري اژانسونو ته وویل چې دوی په بریدونو کې د متحده عرب اماراتو "احتمالي رول څېړي".

    تر دې لږ وروسته سپاه پاسداران ته نږدې یوه خبري اژانس د انقلابي ځواکونو له خولې په ابوظبۍ کې د چاودنې غږ د اورېدو خبر ورکړ.

    خو په خپله متحده عرب اماراتو د پنجشنبې په ورځ هلته د کوم برید یا چاودنې خبر نه دی ورکړی.

  4. وروستی, د امریکا او چین سرمشریزه کې به د ایران جګړه د ټرمپ او شي د اجنډا مهمه موضوع وي

    ټرمپ او شي جین پینګ

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ راتلونکې اونۍ بېجینګ ته ځي، چې له خپل چیني سیال شي جین‌ پینګ سره یوه تمه کېدونکې دوه اړخیزه سرمشریزه ترسره کړي.

    په ورته وخت کې امریکا هيله لري چې د ایران روانه جګړه د دې لیدنې پر فضا سیوری و نه غوړوي او د نړۍ د دوو لویو قدرتونو د مشرانو غونډه بې ثباته نه کړي.

    تمه کېږي چې په دې سرمشریزه کې به په پراخ ډول مهمو تشریفاتو کې د ټرمپ هرکلی وشي. دا غونډه ستراتیژیک اهمیت لري او ټاکل شوې وه چې د ۲۰۲۶ کال د مارچ په میاشت کې وشي خو د ایران جګړې او په منځني ختیځ کې د وروستیو بدلونونو له امله وځنډول شوه.

    ټرمپ ویلي چې دواړه مشران به د همدې موضوع په اړه خبرې وکړي او هغه د ایران په تړاو د چین د ولسمشر دریځ د "ډېر درناوي وړ" بللی دی.

    شننې ښيي چې ټرمپ هڅه کوي بېجینګ ته له تګ وړاندې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یو توافق رامنځته کړي، چې له همدې امله ښايي چین کوښښ وکړي چې د واشنګټن دا تمرکز د نورو اختلافي مسایلو په برخه کې د امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره وکاروي.

    په همدې تړاو، د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو د مرکز کارپوه اډګر کاګان ویلي: "اوسنی واقعیت دا دی چې د ایران قضیه د امریکا لپاره حیاتي اهمیت لري او چینایان په دې ښه پوهېږي."

  5. وروستی, د ایران د قضایه قوې مشر: "دوښمن په وروستۍ جګړه کې خپل هېڅ یو هدف ته ونه رسېد"

    غلام حسین محسني اژه‌ای

    د عکس سرچینه، wikipedia

    د ایران د قضایه قوې مشر غلام حسین محسني اژه‌اي ویلي چې "تېری کوونکی دوښمن" په وروستۍ جګړه کې خپل هېڅ هدف ته ونه رسېد او ایران د "خبیث او خیانتکار دوښمن" پر وړاندې ټینګ ودرېد."

    هغه د قضا چارواکو په یوه غونډه کې زیاته کړه چې د دې پړاو له مهمو پایلو یوه د هېواد په بېلابېلو برخو کې د "ملي همغږۍ او یووالي" زیاتوالی دی او ټینګار یې وکړ چې باید دا یووالی وساتل شي او خوندي شي.

    هغه په همدې تړاو خبرداری ورکړ چې هغه کسان چې په قصدي ډول ملي یووالی ګډوډوي نو د ده په وینا "د دوښمن پلي ځواکونه" ګڼل کېږي، د موجودو قوانینو او حقوقي لارو له مخې به ورسره چلن وشي.

  6. د ایران او امریکا ترمنځ له سمندري نښتې وروسته د تېلو بیې سملاسي لوړې شوې

    د جمعې ورځې د سهار په اسیايي بازارونو کې د تېلو بیې وروسته له هغې لوړې شوې چې د امریکا او ایران ترمنځ په هرمز تنګي کې متبادل بریدونه وشول.

    د امریکا پوځ اعلان وکړ د ایران بریدونه - چې توغندي، بې‌پیلوټه الوتکې او وړې چټکې کښتۍ پکې دخیلې وې - شنډ کړي دي او ویلي یې دي هغه مهال یې متقابل بریدونه وکړل کله چې د دوی بېړۍ د هرمز تنګي له لارې له فارسه د وتلو په حال کې وې.

    د خامو نفتو بیه، چې د نړۍ د نفتو مهم شاخص ګڼل کېږي، ۲.۳ سلنه لوړه شوه او د هر بیرل قیمت یې ۱۰۲.۴۰ ډالرو ته ورسېد، په داسې حال کې چې په امریکا کې معامله کېدونکي خام تېل هم ۲.۱ سلنه لوړ شول او د هر بیرل بیه یې ۹۶.۸۰ ډالرو ته ورسېده.

    دغه زیات شوی کړکېچ د امریکا او ایران ترمنځ اوربند نور هم له خطر سره مخ کړی دی؛ هغه اوربند چې ډونلډ ټرمپ د اپرېل په ۲۱مه د سولې خبرو ته د لا ډېر وخت برابرولو لپاره په نامحدوده توګه غځولی و.

    تېل

    د عکس سرچینه، Getty Images

  7. وروستی, انځورونه - د سپاه ادعا: "پر امریکايي بېړیو د برید" شېبه

    د فارس او تسنیم خبري اژانسونو، چې د ایران انقلابي ګارد ته نژدې بلل کېږي، د جمعې په سهار داسې ویډیویي انځورونه خپاره کړل چې د دوی په ادعا د هغو توغندیو د توغولو شیبې ښيي چې د امریکا د جنګي بېړیو پر لور د هرمز تنګي او قشم او بندر عباس نژدې ساحلونو کې ویشتل شوي دي.

    خو بي بي سي نیوز فارسي وایي چې د دغو انځورونو د کره‌والي او دقیقې نېټې تایید نه شي کولی. بل لور ته د امریکا مرکزي قوماندې (سېنټکام) ادعا کړې چې په دې شخړه کې ښکېلو درېیو بېړیو ته هېڅ زیان نه دی رسېدلی.

  8. وروستی, ټرمپ: ایران ته د اټومي وسلو لرلو حق نه ورکوو، وبه ګورو چې لاسلیکولو ته یې چمتو دی که نه

    ټرمپ

    د عکس سرچینه، Reuters

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې امریکا په تېرو ورځو کې د ایران ګڼ شمېر چټکې کښتۍ له منځه وړي دي.

    هغه اشاره وکړه چې ایران نورې جنګي بېړۍ نه لري، او پر ځای یې کوچنۍ او چټکې کښتۍ کاروي.

    ټرمپ په واشنګټن ډي‌سي کې خبریالانو ته د یوې غونډې پر مهال وویل د ده تګلاره دا ده چې ایران ته د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ورنه کړل شي.

    هغه زیاته کړه: "موږ به هغوی ته د اټومي وسلې د لرلو حق ورنه کړو. ایرانیان په دې پوهېږي، او اوس به وګورو چې ایا هغوی دې ته چمتو دي چې پر دې موافقه لاسلیک کړي که نه."

  9. وروستی, له ایران سره د امریکا او اسرائیل نښته: یوه جګړه، د بریا دوه ادعاوې

      • Author, امیر عظیمي
      • دنده, بي‌بي‌سي نیوز فارسي
    ایران

    د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

    له ایران سره د امریکا او اسرائیل د جګړې دا وروستی پړاو ښايي پای ته رسېدلې وي - لږ تر لږه دا پیغام له واشنګټنه راځي.

    د مې پر پنځمه (سه‌شنبه)، له څو اونیو اوربند وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل چې د "شدیدې غوسې" په نامه عملیات په عملي ډول پای ته رسېدلي دي - که څه هم دا اعلان د هغه په یوه اوږده وینا کې تقریباً پټ پاتې شوی و.

    نو ښکاره پوښتنه دا ده: څوک بریالی شو؟

    ځواب پر دې پورې تړلی چې څوک کیسه بیانوي.

    په ایران کې دولتي رسنۍ دا جګړه داسې وړاندې کوي چې ګواکې هېواد د نړۍ د تر ټولو ځواکمن پوځي اتحاد پر وړاندې ودرېد او هغوی یې مات کړل.

    په واشنګټن کې بیا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هغه اداره هم د بریا ادعا کوي او څو ځله یې ویلي چې خپلې موخې یې ترلاسه کړې دي.

    خو د عامه څرګندونو تر شا، اوس خبرې اترې (مذاکرات) د جګړې پرتله ډېر مهم شوي دي او همدا به وټاکي چې رښتینې بریا په حقیقت کې د چا ده.

  10. وروستی, ټرمپ: درې امریکايي بېړۍ له هرمز تنګي تېرې شوې، اوربند لا هم پر ځای دی

    ټرمپ

    د عکس سرچینه، Reuters

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هرمز تنګي کې د وروستۍ نښتې په اړه په لومړني غبرګون کې ویلي چې "درې امریکايي ویجاړوونکې بېړۍ چې د نړۍ په کچه پرمختللي دي، په بریالیتوب له هرمز تنګي تېرې شوې، په داسې حال کې چې پرې ډزې کېدې".

    هغه ادعا کړې چې دغو درې بېړیو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی، خو د هغه په وینا "بریدګرو ایراني ځواکونو ته ستر زیانونه اوښتي دي."

    د امریکا ولسمشر همدارنګه ټینګار کړی چې پر دې سمندري نښتو سربېره، د هغه په باور د امریکا او ایران ترمنځ اوربند لا هم پر ځای دی.

    په همدې حال کې ایران وایي چې د امریکا ځواکونو ته یې "جدي زیانونه" اړولي دي.

    خو ټرمپ په خپل ټولنیز پلټفارم کې په یوه پوسټ کې ویلي چې د ایران ځواکونه "په بشپړ ډول له منځه وړل شوي" او همدارنګه یې د ګڼو کوچنیو بېړیو یادونه کړې چې د هغه په وینا د ایران د "نژدې ختم شوي سمندري ځواک" د ځایناستي په توګه کارېدې.

    هغه ویلي چې بې‌پیلوټه الوتکې چې د امریکا بېړیو ته نژدې شوې وې، په هوا کې "وسوځول شوې" او "لکه د یوې تیتلۍ په څېر چې خپل مرګ ته غورځي" سمندر ته لوېدلې.

    ټرمپ ایران "غیرعادي هېواد" بللی او مشران یې "لېونيان" ګڼلي دي. هغه بیا ادعا کړې چې که ایران اټومي وسلې ترلاسه کړي، حتمي به یې وکاروي، خو زیاته کړې یې ده: "هغوی ته به هېڅکله دا فرصت ورنه کړل شي."

    هغه خبرداری ورکړی چې که ایران ژر تر ژره تړون لاسلیک نه کړي، امریکا به په راتلونکي کې "ډېر سخت او شدید" ځواب ورکړي.

    په پای کې ټرمپ ویلي چې دا درې بېړۍ به بېرته د امریکا سمندري محاصرې ته ستنې شي، هغه کلابندي چې ده "پولادي دېوال" بللې ده.

    په همدې حال کې ایران هم ادعا کړې چې پر امریکايي بېړیو بریدونو هغوی "فوري تېښتې ته اړ کړي دي."

  11. وروستی, مرکزي قومانداني: ایران د هرمز تنګي کې پر امریکايي ویجاړوونکو بېړیو برید کړی، موږ "دفاعي بریدونه"‌‌ پرې وکړل

    بېړۍ

    د عکس سرچینه، EPA/Shutterstock

    د امریکا مرکزي قوماندانۍ "سېنټکام" ویلي چې ایراني ځواکونو هغه مهال څو توغندي، بې‌پیلوټه الوتکې او کوچنۍ کښتۍ وکارولې کله چې درې امریکايي ویجاړوونکې بېړۍ د هرمز تنګي له لارې د عمان خلیج په لور تېرېدې. دې ادارې ویلي چې په دې پېښه کې هېڅ امریکايي پوځي وسایط یا تجهیزات نه دي زیانمن شوي.

    سېنټکام زیاتوي چې امریکايي ځواکونو دا هغه بریدونه شنډ کړي چې هغوی یې "بې‌دلیله" بللي او په ځواب کې یې "دفاعي بریدونه" کړي دي.

    دې قوماندانۍ همدارنګه ویلي چې دوی "ګواښونه له منځه وړي" او هغه ایراني پوځي تاسیسات یې په نښه کړي چې د امریکايي ځواکونو پر ضد بریدونو کې ښکېل وو، په دې کې د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د توغولو ځایونه، د قوماندې او کنټرول مرکزونه او د استخباراتو، څارنې او کشف مرکزونه شامل دي.

    وړاندې، د ایران د "خاتم‌الانبیاء" قرارګاه ویاند اعلان کړی چې له امریکايي ځواکونو سره مستقیمه پوځي نښته شوې ده. هغه امریکايي پوځ تورن کړی چې د اوربند تړون یې نقض کړی او په جاسک سیمه او د متحده عربي اماراتو د فجیره بندر مخې ته یې د تېلو یوه ټانکر او یوه تجارتي بېړۍ په نښه کړې ده.

    دغه قرارګاه په یوه رسمي بیان کې ویلي چې امریکايي هوايي ځواکونو په خمېر، سیریک او قشم ټاپو کې پر ملکي سیمو هوايي بریدونه کړي دي، او ادعا یې کړې چې دا عملیات له "په سیمه کې د ځینو هېوادونو په همکارۍ" ترسره شوي دي.

    بیان زیاتوي چې د ایران وسله‌والو ځواکونو د هرمز تنګي ختیځ او د چابهار بندر سوېل کې پر امریکايي پوځي بېړیو ځوابي بریدونه کړي او هغوی ته یې "درانه زیانونه" اړولي دي.

    په پای کې ویاند امریکا او د هغې ملاتړو هېوادونو ته سخت خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې تهران به د هر ډول تېري په وړاندې چې د ایران حاکمیت یا د سیمې امنیت ته زیان ورسوي، "په ځواک سره او بې له ځنډه" ځواب ورکړي.

  12. وروستی, د تهران لوېدیځ کې د چاودنې او هوايي دفاع غږونه اورېدل شوي

    وروسته له هغې چې د تهران د اوسېدونکو له خوا څو راپورونه ورکړل شول چې د پنجشنبې په نیمه شپه شاوخوا د چاودنې او د هوايي ضد ډزو غږونه یې اورېدلي، دولتي خبري اژانس ایرنا لیکلي: "له دوو زورورو غږونو وروسته، د څو دقیقو لپاره د هوايي دفاع پرله‌پسې د ډزو غږ د تهران په لوېدیځ کې اورېدل کېده."

  13. ایران: تراوسه مو د امریکا وړاندیزونو ته ځواب نه دی ورکړی

    د ایران د بهرنېو چارو وزارت ویاند ویلي دی ایران د پاکستان په منځګړیتوب ترلاسه شوي پیغامونه ارزوي او "تراوسه یې خپل خواب امریکایانوته نه دی ورکړی".

    ویاند اسماعیل بقایي دا خبره له هغې وروسته کړې ده چې پاکستان وویل " دامریکا د وروستیو وړاندیزونو په تړاو د ایران ځواب ته انتظار کوي".

    ددې نه وړاندې ډونالډ ټرمپ ویلي و چې حکومت یې ایران سره " ډېرې ښې" خبرې ترسره کړې دي. خو د ایران ولسمشر مسعود پېزشکیان بیا ویلي چې دامریکا کړنو د ډېپلوماسۍ لوری "ګواښونواو بندېزونو ته اړولی دی".

  14. "امریکا اوس هم د سعودي عرب فضايي حریم او پوځي اډو ته لاس رسی لري"

    په سعودي عربستان کې یوې سرچینې نن پنج شنبه د ځینوامریکايي رسنېودا راپورونه رد کړل چې ګوا کې د هرمز تنګي کې د امریکا د عملیاتو په ځنډولو کې ریاض رول درلود.

    ددې نه وړاندې امریکايی رسنیو ویلي و" چې د سعودي عرب له مداخلې وروسته ډونالډ ټرمپ د ازادۍ پروژې عملیاتو د ځنډول پرېکړه کړې".

    ددې عملیاتو هدف د هرمز تنګي کې د ایسارو کښتیو خلاصول ښودل شوي.

    د این بي سي تلویزون په وینا دا عملیات هغه وخت وځنډول شول چې ډونالډ ټرمپ سره تیلیفوني خبرو کې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان دې عملیاتو لپاره د خپل فضايي حریم او پوځي اډو د ورکولو اجازه ورنه کړه

    خو اوس د سعودي حکومت ته یوې نزدې سرچینې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي" دا خبر سم نه دی".

    دې سرچینې وویل چې امریکا معمول سره سم د سعودي عرب فضايي حریم او پوځي اډو ته لاس رسی لري.

  15. پاکستان: د ایران او امریکا ترمنځ زر د تړون هېله لرو

    د پاکستان د بهرنېو چارو وزارت ویلي دی " تمه لری چې د ایران او امریکا ترمنځ به د ځنډ پرځای زر تړون وشي".

    په اسلاباد کې اونیزې خبرې ناستې کې دخبرو پرمهال د وزارت ویاند طاهر اندرابي وویل " هیله لرو چې دواړه لوري به یو دایمي سوله ایز حل ته ورسیږي، داسې حل ته چې ورسره به نه یواځې زمونږه سیمه بلکې په نړیواله کچه هم سوله ټینګه شي".

    د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو په اړه د خبریالانو پرله پسې پوښتنو سره سره ده وویل چې" ددې خبروپه موضوع ګانو بحث کول یا یې په اړه تفصیل په ډاګه کول مونږ پورې اړه نلري". ده زیاته کړه د یو دریم ګړي په توګه به پاکستان د دواړو خواو باور ساتي.

    طاهر اندرابي

    د عکس سرچینه، X_FOREIGHNOFFICEPK

  16. د منځني ختیځ پر کړکېچ د روسیې اوعمان د بهرنېو چارو وزیرانو خبرې

    عمان روسیه

    د عکس سرچینه، FMOFOMAN

    د عمان او روسیې د بهرنېو چارو وزیرانو منځني ختیځ کې ټرېنګلتیا ته د پای ورکولو په سیاسي حل لارو خبرې کړې دي.

    د عمان د بهرنېو چارو وزارت وايی د بدر بوسعیدی او د ده د روسي سیال سرګی لاوروف ترمنځ دې تیلیفوني خبرو کې دواړو خواوو د داسې حل لارو پر موندلو تاکید وکړ چې د سیمې او نړۍ امنیت او ثبات د ترینګلتیاو له اغېزه لرې وساتي.

    عمان د امریکا او روسیې ترمنځ له جګړې وړاندې خبرو کې منځګړی و.

    د ایران د بهرنېو چارو وزیر عباس عراقچي څو ورځې وړاندې مسکو ته له سفر مخکې عمان کې هم چارواکو سره لیدلي و.

  17. وروستی, پزشکیان وايي چې د ایران ستر مذهبي مشر مجتبی خامنه‌اي سره یې لیدلي دي

    خامنه‌اي او پزشکیان

    د عکس سرچینه، IRNA

    د عکس تشریح، د ارشیف عکسونه

    د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان نن پنجشنبه په یوه وینا کې ویلي چې له خپل نوي مشر مجتبی خامنه‌اي سره یې لیدلي دي.

    که څه هم هغه دا نه ده په ډاګه کړې چې دا لیده کاته کله شوي او دواړه پر څه سره غږېدلي دي خو ښاغلي پزشکیان ویلي چې "دوه نیم ساعته" ورسره ناست و.

    ده دا څرګندونې په تهران کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ځينو استازو او سوداګرو ته په یوه "ناڅاپي غونډه" کې د وینا پرمهال کړې دي. پزشکیان ویلي چې په دې لیدنه کې "تر ټولو مهمه موضوع" ورته د ښاغلي خامنه‌اي "له مینې او صمیمته ډک چلند" و.

    مجتبی خامنه‌اي پر ایران د امریکا او اسرائيل په بمباریو کې د ده د پلار علي خامنه‌اي تر وژل کېدو شاوخوا یوه اوونۍ وروسته د هغه ځای‌ناستی شو. له هماغه راهیسې د مجتبی خامنه‌اي نه کوم نوی عکس او نه هم کوم غږ یا ویډيو خپره شوې خو ایرانۍ رسنۍ یې لیکل شوي پیغامونه خپروي.

    د جګړې په لومړیو کې داسې خبرونه هم وو چې ګواکې د ایران پر مشرتابه شوو بریدونو کې دی هم ژوبل شوی دی.

    معلومه نه ده چې د ایران د درېیم ستر مذهبي مشر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته له مجتبی خامنه‌اي سره دا د خپل ولسمشر لومړنۍ لیدنه وه او که څنګه.

  18. وروستی, رسنۍ: سعودي عربستان امریکا ته د خپل فضايي حریم او اډو د کارولو اجازه ور نه کړه

    د اېن‌بي‌سي په نوم امریکایۍ رسنۍ وايي چې په اصل کې سعودي عربستان ډونلډ ټرمپ دې ته اړ کړ چې د ایران پر ضد "د ازادۍ پروژې" عملیاتو په اړه خپل دريځ بدل کړي.

    د دې رسنۍ د رپوټ له مخې، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وروسته له هغه دغه عملیات ودرول چې په خلیج کې د واشنګټن یوه مهم متحد سعودي عربستان د دغو عملیاتو لپاره خپلو اډو او هوايي حریم ته د امریکايي پوځ لاس‌رسی وځنډاوه.

    دا خبره اېن‌بي‌سي نیوز د دوو امریکايي چارواکو له خولې کړې او ویلي یې دي چې ان د ټرمپ او د سعودي وليعهد محمد بن سلمان ترمنځ ټلیفوني خبرو هم دغه اختلاف حل نه شو کړای.

    د رپوټ له مخې، همدې اختلاف ټرمپ مجبور کړ چې "د ازادۍ پروژه" عملیات په لنډمهاله توګه تر هغه ودروي چې بیا د دغه مهم ستراتيژيک هوايي حریم د بېرته کارولو اجازه ترلاسه کړي.

    شهزاده سلطان هوايي اډه کې یو پوځي ښکاري چې د تلاشۍ ځای سره ولاړ دی او شا ته یې د پوځ لویه الوتکه هم ښکاري.

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، شهزاده سلطان هوايي اډه

    امریکا "د ازادۍ پروژه" نوم په هرمز تنګي‌ کې په روانه مې میاشت کې خپلو پیل کړو هغو عملیاتو ته کاروي چې وايي، له ایراني بریدونو یې د سوداګریزو او بار وړونکو بېړیو د "خوندیتوب" لپاره پیل کړي.

    ډونلډ ټرمپ ویلي، په دغو عملیاتو کې دا دمه د دې لپاره کېږي چې وګوري له ایران سره یې "هوکړه نهايي او لاسلیک کېږي او که نه". خو ایرانیو رسنیو او ځينو چارواکو دا د ایران بری وباله او ویې ویل چې ګواکې ټرمپ "شا تګ وکړ".

    امریکايي چارواکو ویلي چې د تېرې یکشنبې په ورځ پر خواله رسنیو د ډونلډ ټرمپ دغه اعلان د فارس خلیج په عربي حوزه کې د هغه متحدان هم حیران کړل او دا ګام د سعودي عرب د مشرانو د غوسې لامل شو.

    د دوی په وینا، همدې ته په غبرګون کې سعودي امریکا ته خبر ورکړ چې اجازه به ور نه کړي چې د امریکا پوځ د دغو عملیاتو لپاره د ریاض په جنوب ختیځ کې د شهزاده سلطان هوايي اډه وکاروي.

    اېن‌بي‌سي نیوز همداراز ویلي چې د امریکا نور نږدې خلیجي متحدان هم د ټرمپ د دې طرحې له اعلانه خبر نه وو خو وروسته یې له قطري مشرانو سره په دې اړه خبرې وکړې.

  19. وروستی, پاکستان کې سرچینې: د امریکا وړاندیز ته د تهران ځواب به "ډېر ژر" اعلان شي

    پر دیوال د ایران، پاکستان او امریکا بیرغونه رسم دي، لاندې ترې "اسلام اباد مذاکرات" لیکل شوي او یو پوځي هم هلته روان برېښي.

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د امریکا او ایران ترمنځ د سولې خبرو په منځګړي هېواد پاکستان کې ځينې سرچینې باوري دي چې د امریکا وړاندیز ته د ایران ځواب نږدې شوی او "ډېر ژر" به وروستی او اعلان شي.

    سرچینه وايي چې که څه هم ایران د اوس لپاره له وړاندیزونو سره هوکړه کړې خو تر دې دمه یې خپله پرېکړه نه ده وروستۍ کړې.

    د جګړې پای ته رسولو لپاره د امریکا وړاندیزونو ته د ایران ځواب یا غبرګون ته نن هیله‌مندي ډېره شوې خو د دواړو هېوادونو د چارواکو له لوري په څرګندونو کې اشارې بېلابېلې ښکاري.

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې حکومت یې له ایران سره "ډېرې ښې" خبرې اترې کړې دي. خو د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان بیا ویلي چې امریکا د خپلې ډېپلوماسۍ او چال چلند ډول اوس د "ګواښونو کولو او بندیزونو لګولو" ته اړولی دی.

    ښاغلي پزشکیان زیاته کړې چې ایران اوس داسې ضمانت غواړي چې د هېواد پر ضد به یې "له دوښمنۍ ډکې کړنې" بیا نه تکرارېږي. خو له دې هر څه سره سره ایران د امریکا په وړاندیزونو باندې غور او فکر کوي.

  20. وروستی, د ایران د ستر مذهبي مشر سلاکار: هرمز تنګی باید د ایران په واک کې وي

    د ایران د انقلابي ګارد پخواني مشر او د اوسني ستر مذهبي مشر سلاکار محسن رضايي ویلي چې ایران به "د اټومي وسلو پر مسئلې له هېچا سره هم مذاکرات و نه کړي" او په وینا یې، د هرمز تنګي واک یا کنټرول باید د ایران په لاس کې پاتې شي.

    د ایران دولتي خبري اژانس (اسنا)‌ د ښاغلي رضايي له قوله ویلي، "که د هرمز تنګي کنټرول او مدیریت د ایران له لاسه ووځي نو دوښمن به یې بیا د ایران او د دغه هېواد د وګړو پر ضد د وسلې په توګه کاروي".

    هغه زیاته کړې، "ایران پر دې ټينګار کوي چې د سیمې امنیت باید په خپله د دې سیمې هېوادونه وساتي او ټول بهرني ځواکونه باید ترې ووځي، که هغه امریکايي دي او که اروپايي".

    تر دې وړاندې هم د ایران دغه چارواکي په توندو څرګندونو کې ویلي وو چې د ایران پوځ په "تیارسئ" حالت کې دی او "ګوتې مو پر ماشه ايښې دي".

    د هرمز تنګي نقشه

    د عکس سرچینه، Getty Images