له دې وړاندې، د متحده عربي اماراتو د کړکېچ او پېښو سره د مبارزې ادارې د توغندیو د برید خبرداری خپور کړی و او خلکو ته یې
سپارښتنه کړې وه چې خوندي ځایونو ته لاړ شي.
وروستی, ایران د امریکا هغه ادعا رد کړه چې له هرمز تنګي دې یې بېړۍ تېرې شوې وي
د عکس سرچینه، ISNA/WANA/Reuters
د ایران سپاه پاسداران ځواکونو ویلي، "په تېرو ۲۴ ساعتونو کې هېڅ کومه
سوداګریزه یا تېل وړونکې بېړۍ له هرمز تنګي نه ده تېره شوې" او په دې اړه
"د امریکايي چارواکو ادعاوې بېبنسټه او بيخي ناسمې دي".
دغو ځواکونو په یوه خبرپاڼه کې همداراز ویلي، "د سپاه پاسداران د
سمندري ځواکونو له ټاکلو اصولو هرراز بحري سرغړونه به له سخت خطر سره مخ شي او سرغړوونکو
بېړیو سره به له زور او ځواکه کار واخیستل شي".
وروستی, ولې ځينې ایرانیان وېرېږي چې اوس رژیم پياوړی او له دوی غچ اخیستلو ته چمتو شوی دی؟
د عکس سرچینه، g
هماغه رژيم لا هم په واک کې دی او تېښته ترې ناشونې ده. که په موټر کې یې او که پلی خو چې هر چېرې ځې، دوی په مخه درځي. که راډيو اورې او که تلویزون ګورې نو یا به د وژل شوو مشرانو څېرې وینې او یا د اوسنیو واکمنو مخونه او غږونه. هر ځای دوی نه ډک دی.
لومړی اعتراضونه وشول، بیا جګړه شوه، بیا اوربند وشو خو د ایران اسلامي جمهوري نظام و نه پرځېد او پر خپل ځای مېخ پاتې شو.
په ایران کې دننه چې بيبيسي له ځينو ایرانیانو سره خبرې کړې دي نو هغوی وايي چې له امریکا او اسرائيلو سره په جګړه کې د ایران واکمن رژيم کمزوری نه بلکې لا غښتلی شوی او رېښې یې ژورې شوې دي. دوی وايي، داسې ښکاري چې اوس نظام له دوی غچ اخیستنې ته په اوزګارېدو دی.
هغه ایرانیان څه وايي چې ګمان یې کړی و، اوسنی رژيم به نسکور شي او "بدلون" به رامنځته شي؟ په دغه رپوټ کې کتنه ورته شوې ده چې د همدغه لېنک په کېکاږلو سره یې لوستلی شئ
وروستی, سېنټکام: د امریکا دوه جنګي او دوه سوداګریزې بېړۍ له هرمز تنګي تېرې شوې
ایران وايي هرمز تنګيکې د امریکا د ګواښونو ځوابولو ته چمتو دي
د عکس سرچینه، Reuters
د ایران بهرنیو چارو وزارت وايي په هرمز تنګي کې د امریکا
له ګواښونو سره مقابلې ته چمتو دي.
د دغه وزارت ویاند اسماعیل بقایي په یوه بیان کې چې د
ایران نیمهرسمي خبري اژانس مهر هم خپور کړی ویلي، ایران ښودلې چې د هرمز تنګي "ساتونکی
او محافظ" دی.
هغه زیاته کړې: "بېړۍ او د بار وړلو شرکتونه ښه پوهېږي
چې د خپل امنیت تضمین لپاره باید د ایران اسلامي جمهوریت له اړوندو او باصلاحیته چارواکو
سره همغږي ولري."
نوموړي ویلي، هغه هېوادونه چې د قانون حاکمیت ته ژمن دي،
هېڅ دلیل نه لري چې د امریکا له خوا د "غیرقانوني اقداماتو" ملګرتیا وکړي.
ښاغلي بقايي د ایران د خاتمالانبیا مرکزي
قرارګاه د قوماندان نننۍ اعلامیې ته په اشارې زیاته کړې، "هغه کسان چې دا ډول
غیرقانوني اقداماتو او تحرکاتو ته د ځواب ویلو مسوول دي، ډېر ښه چمتو دي او پوهېږي
هم چې څنګه د ایران د امنیت او ګټو دفاع وکړي."
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا هم
ویلي، چې امریکایان باید تر اوسه پر دې پوهېدلي وي چې "د ایران د ملت په
تړاو د زور او ګواښونو ژبه نه شي کارولی."
د یادونې ده چې د ایران د خاتمالانبیا مرکزي قرارګاه قوماندان
نن ورمخکې ویلي و "که
هر بهرنی پوځي ځواک، په ځانګړي ډول د امریکا یرغلګر پوځ، هرمز تنګي ته د نږدې کېدو
او یا ورننوتلو
هڅه وکړي، نو له برید سره به مخامخ
شي."
د امریکا پوځ: ۱۵ زره پوځي پرسونل او ۱۰۰ الوتکې به له هرمز تنګي د بېړیو د تېرېدو د خوندیتابه ماموریت کې برخه واخلي
د عکس سرچینه، EPA/Shutterstock
د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ (سېنټکام) یوه اعلامیه کې
ویلي د دوی "ځواکونه
به د می له ۴مې [نن دوشنبې] له هرمز تنګي د سوداګریزو بېړیو د تګ راتګ
ازادۍ راستنېدو لپاره د 'ازادۍ پروژې' ملاتړ پیل کړي ."
په دغه ملاتړ کې ۱۵ زره پوځي پرسونل، پر رهبري شوو توغندیو څو سمبالې جنګي بېړۍ او له سلو ډېرې
الوتکې شاملې دي.
سېنټکام وایي د تېلو د نړیوالې سوداګرۍ څلورمه برخه او همدا
راز د سونتوکو او سرې پام وړ اندازه د دغه تنګي له لارې لېږدول کېږي.
د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ خپله اعلامیه کې زیاته
کړې چې "زموږ لخوا د دغه دفاعي ماموریت ملاتړ د سیمې امنیت او نړیوال اقتصاد
لپاره اړین دی، او موږ به [د ایران] سمندري کلابندي هم پر خپل ځای ساتو.»
وروستی, سېنټکام: د ایران د نیول شوې بېړۍ د عملې ۲۲ غړي ایران ته د ستنولو لپاره پاکستان ته سپارل شوي
د عکس سرچینه، U.S. Navy via Getty
د
امریکا پوځ د مرکزي قومندانۍ (سېنټکام) ویاند ټېم هاوکینز ویلي، د ایران د "توسکا" بېړۍ ۲۲
تنه عمله یې، چې د هرمز تنګي د سمندري کلابندۍ د ماتولو د هڅې پر مهال نیول شوې وه،
ایران ته د ستنولو لپاره پاکستان ته لېږدولې ده.
وروستی, د پاکستان او ایران بهرنیو چارو وزیرانو تلیفوني خبرې کړي
د عکس سرچینه، @ForeignOfficePk
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر سناتور محمد اسحاق ډار، تېره شپه ناوخته د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس
عراقچي سره ټلیفوني خبرې کړې دي.
دغه وزارت پر خپله اېکس پاڼه یوه خپاره کړي بیان کې لیکلي چې دا "خبرې د سیمې پر وضعیت او په سیمه کې سولې او ثبات لپاره د پاکستان پر
روانو دیپلوماتیکو هڅو متمرکزې وې."
بیان کې زیاته شوې چې د ایران بهرنیو چارو وزیر د ښکېلو لورو
ترمنځ د "رغنده رول او د رښتیني
منځګړتوب د هڅو لپاره"
پاکستان وستایه.
د پاکستان بهرنیو چارو
وزارت زیاته کړې چې ښاغلي ډار هم د پاکستان لخوا د رغنده تعامل ملاتړ ته د دوام ورکولو ژمنه تازه کړه او ویې ویل چې خبرې او دیپلوماسي د شخړو د سولهییز حل او په سیمه
او تر هغې هاخوا د دوامدارې سولې او ثبات د تامین
یوازینۍ لار ده.
ټرمپ وايي امریکا به د هرمز تنګي له لارې ايسارو بېړيو ته د خوندي وتلو 'لارښونه' وکړي
د ایران دولتي رسنيو راپور ورکړی چې د سولې وروستۍ طرحې
په اړه یې له امریکا ځواب ترلاسه کړی دی.
د تسنیم خبري اژانس په وینا د ایران د بهرنيو چارو وزارت
ويلي، د امریکا دا ځواب چې د پاکستان له لوري دوی سپارل شوی اوس تر کتنې لاندې دی.
امریکا لا تراوسه ایران ته د ځواب استول په رسمي ډول نه
دي تائید کړي. خو ويل کېږي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د يکشنبې په ورځ د اسرائیلو نيوز ته
ويلي وو چې دا وړانديز ورته د منلو وړ نه دی.
د ایران دولتي رسنيو ويلي، د تهران په ۱۴ مادييزه طرحه
کې له واشنګټنه غوښتل شوي چې خپل ځواکونو د ایران له پولو سره له نژدې سيمو وباسي، د ایران پر بندرونو
سمندري کلابندي پايته ورسوي او ټول تاوتریخوالی ودروي چې په هغو کې پر لبنان د
اسرائیلو بریدونه هم شامل دي.
په همدې مهال د جرمني د بهرنیو
چارو وزیر یوهانس واډې فول او عباس عراقچي تر منځ ټلفوني اړیکه کې د هورمز تنګي
خلاصېدو او د جګړې پای ته رسېدو په اړه خبرې شوې دي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر
ویلي " د یکشنبې پر ورځ یې له ایرانه وغوښتل چې د هورمز تنګی له سره خلاص او
له خپل هستوي پروګرامه تېر شي."
د عکس سرچینه، EPA/Shutterstock
د عکس تشریح، د ایران بهرنیو چارو وزیر د جرمني او فرانسې له بهرنیو چارو وزیرانو سره د جګړې درولو او هورموز تنګي په شرایطو خبرې کړې دي.
د ایران د پارلمان مرستیال: داسې قانون تصویبوو چې امریکا او اسرائیل به د تل لپاره له هورمز تنګي د تېریدو حق ونلري
د ایران د پارلمان مرستیال علي
نېکزاد له هورمز تنګي د یوې لېدنې پرمهال ویلي چې ' مجلس د داسې یوه قانون د تصویب
پر لټه کې دی چې له مخې به یې امریکا او اسرائیل هیڅ وخت هم له هورمز تنګي د
تېریدو حق ونه لري."
نوموړي زیاته کړې چې د نورو
هېوادونو بیړۍ به ایران ته د خدماتو په بدل کې د حق العبور له ورکولو وروسته د
تېریدو حق ولري.
په بیان کې راغلي: "د ایران له خوا پنټاګون ته د کلابندۍ په تړاو ضربالاجل، د واشنګتن پر وړاندې د چین، روسیې او اروپا
د چلند بدلون، کانګرس ته د ټرمپ انفعالي لیک، او د ایران د مذاکراتي شرطونو منل،
یوازې یوه معنا لري. ټرمپ باید د ایران اسلامي جمهوریت پر وړاندې د 'ناممکنه عملیاتو یا بدې هوکړې' ترمنځ انتخاب وکړي."
وروستی, اسرائیل د پوځي عملیاتو د پیل له اعلان سره د لبنان سوېل کې له اوسېدونکو وغوښتل چې خپلې مېنې پرېږدي
د اسرائیل پوځ د یکشنبې پر ورځ د
"بېړني
خبرداري" په خپرولو سره د لبنان په سوېل کې د ۱۱ ښارونو او کلیو له اوسېدونکو وغوښتل چې خپل
کورونه پرېږدي.
د اسرائیلو پوځ د هغه څه په غبرګون کې چې د لبنان د حزبالله له خوا یې د "اوربند
له تړونه سرغړونه" بللې،
اعلان وکړ چې د دې ډلې خلاف عملیات کوي.
دوی خبرداری ورکړی هر څوک چې د حزبالله ځواکونو یا تاسیساتو ته نږدې وي،
ښايي له خطر سره مخامخ شي.
اسرائیل د لبنان په سوېل کې خپلو
بریدونو ته هم دوام ورکړی.
حزبالله غورځنګ هم د لبنان په سوېل او د اسرائيل شمال کې پر اسرائيلي
ځواکونو د بېپېلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کوي.
وروستی, د علي خامنهيي ډاکتر: هغه د ژوند وروستیو ورځو کې کومه ځانګړې ناروغي نه لرله
د ایران د پخواني روحاني مشر علي خامنهيي ځانګړي ډاکتر علیرضا مرندي دا ادعا رد کړې چې ګواکې هغه د
ژوند په وروستیو ورځو کې پر کومې "ځانګړې او سختې ناروغۍ" اخته و.
مرندي دا څرګندونې یوه خپرونه کې د دې پوښتنې په ځواب
کې کړې، چې ویل
کېږي علي خامنهيي تر وژل کېدو مخکې پر داسې ناروغۍ اخته و چې که په بمبارۍ کې نه وای وژل شوی، نو د هغې
ناروغۍ له کبله هم ژوندی نه پاتې کېده.
ښاغلي مرندي په همدې خپرونه کې وویل
چې د ایران اسلامي
جمهوریت پخواني مشر "سرطان نه درلود".
خو هغه زیاته کړه کله چې د انسان عمر لوړېږي، بدن یې "ډېر نازک او کمزوری کېږي".
علیرضا مرندي وویل علي خامنهيي تر وروستیو ورځو پورې "روغ او پر پښو ولاړ" و او ده به تر جګړې
مخکې "اوونۍ کې یو ځل" لیده.
د متحدو عرب اماراتو د ملکي هوايي چلن اداره وايي فضايي ترافیک عادي حالت ته ګرځېدلي
د عکس سرچینه، Getty Images
متحد عرب
اماراتو ویلي چې د فبرورۍ ۲۸مه د ایران د جګړې له پیلېدو
سره پر الوتنو د لګول شويو محدوديتونو له کمېدو وروسته په دغه هېواد کې هوايي چلن بېرته
عادي حالت ته ګرځېدلی دی.
د اماراتو
د ملکي هوايي چلن ادارې ویلي چې دا پرېکړه د امنيتي او عملياتي وضعيت له هر اړخېزې
ارزونې وروسته شوې ده.
دې ادارې
ټينګار کړی چې "د الوتنو خونديتوب د تر ټولو لوړې کچې ډاډمنولو لپاره به د حالاتو
ريښتينې او وخت په وخت څارنه دوام ومومي."
دې ادارې
همدارنګه په دې موده کې د مساپرو او هوايي شرکتونو له همکارۍ مننه کړې ده.