وروستی, د چین او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو په بیجینګ کې سره لیدلي

د عکس سرچینه، TASNIM
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره نن په بیجینګ کې لیدلي دي.
دا خبر د چین دولتي خبري اژانس (شينهوا) ورکړی خو د هغوی د لیدنې په اړه یې نور جزیات نه دي خپاره کړي.
دې نه مخکې د ایران فارس خبري اژانس ویلي وو چې ښاغلی عراقچي به له وانګ يي سره پر "دوه اړخیزو اړیکو او په سيمهييزه او نړیواله کچه رامنځته شوو بدلونونو" باندې خبرېاترې سره وکړي.
د عراقچي دا سفر داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ راروانه اوونۍ چین ته سفر وکړي او هلته له خپل سیال شي جینپینګ سره وګوري.
دا سفر مخکې کېدونکی و خو ټرمپ پر ایران د امریکا او اسرائيلو له بریدونو وروسته وځنډاوه.


















