د لبنان او اسرائیل ترمنځ د خبرو درېیم پړاو واشنګټن کې پیل شو

په واشنګټن کې د لبنان او اسرائیل ترمنځ د خبرو نوی پړاو په داسې حال کې پیل شوی، چې د لبنان په سوېل کې کړکېچ ډېر شوی او د حزب‌الله د وسلو په اړه کورني اختلافات هم موجود دي. ټاکل شوې ده چې خبرې اترې د "اوربند د ټینګښت" پر موضوع متمرکزې وي، چې وروسته د اسرائیلي ځواکونو د وتلو، د بې‌ځایه شویو خلکو د بېرته ستنېدو او د بیا رغونې موضوعات وڅېړل شي.

لنډیز

Skip ویډیو and continue reading
  • ټرمپ او شي
  • ټرمپ او شي
  • ټرمپ او شي
  • ټرمپ
  • سرتېری
  • عراق
  • کښتي

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, بحرین: د سپاه پاسداران اړوند ۴۱ کسان مو نیولي دي

    د بحرین کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ایران د سپاه پاسداران اړوند ۴۱ کسان یې نیولي دي.‌

    د بحرین رسمي خبري اژانس د دغه وزارت په حواله خبر ورکړی، چې دا کسان تر هغې وروسته ونیول شول چې امنیتي چارواکو له سپاه پاسداران سره د یوې تړلې ډلې د څرک موندلو خبر ورکړ.

    د بحرین کورنیو چارو وزارت دوه اوونۍ مخکې اعلان کړی و، چې د ۶۹ کسانو تابعیت یې بهرنیو اړخونو پر وړاندې د ایران د خصمانه اقداماتو د ستایلو او یا له دغه هېواد سره د خواخوږۍ ښودلو له کبله لغوه کړی دی.‌

    ایران پر دوی د امریکا او اسرائيل د بریدونو په ځواب کې د بحرین په ګډون د فارس خلیج پر ټولو هېوادونو چې امریکا پکې پوځي اډې لري، د توغندیو او ډرونونو بریدونه کړي دي.‌

  2. وروستی, د لبنان ولسمشر په اوسنیو "حساسو شرایطو" کې له متحدو عرب اماراتو سره پر پيوستون ټینګار وکړ

    د لنبان ولسمشر جوزف عون د متحدو عرب اماراتو له رئیس شیخ محمد بن زاید ال‌نهیان سره د سیمې د وضعیت او وروستیو پېښو په تړاو تلېفوني خبرې کړې.

    هغه "په اوسنیو حساسو شرایطو کې له اماراتو سره د لبنان د خلکو پر پیوستون" ټینګار کړی دی.‌

    متحدو عرب اماراتو د دغه هېواد د نفتو پر فجیره تاسیساتو د برید تور پر ایران پورې کړی، خو تهران وايي له دغه برید سره هېڅ ډول تړاو نه لري.

    د لبنان ولسمشر په دغو تلېفوني خبرو کې له خپل امارتي سیال سره د دوی او امریکا/اسرائیل ترمنځ د مذاکراتو وروستي جزییات هم شریک کړي دي.‌

    دغه مذاکرات چې په امریکا کې ترسره شول، د ایران له ملاتړه د برخمن حزب‌الله غورځنګ له نیوکې او مخالفت سره مخامخ شوي دي.

    د یادونې ده چې په تېر یوه کال کې د لبنان له حکومت او متحدو عرب اماراتو سره د ایران اړیکي پام‌وړ ترینګلي شوي دي.

  3. د ایران د قضاییه قوې ویاند: تر اوسه مو ۲۶۲ ملکیتونه ضبط کړي دي

    د ایران د قضاییه قوې ویاند اصغر جهانګیر وایي،‌ له امریکا او اسرائيل سره د جګړې له پیل راهیسې په دغه هېواد کې ۲۶۲ ملکیتونه ضبط شوي دي.

    هغه ویلي پر دغو املاکو سربېره د "مزدورانو او تورنو" اړوند بانکي اکونټونه هم تشخیص او توقیف شوي او دا چې دغه ملکیتونه او شتمنۍ به د محاکمو له پرېکړو وروسته "د ایران د ملت به ګټه مصادره شي.‌"

    د ایران قضاییه قوې د دغو املاکو او شتمنیو خاوندان د دښمن هم‌لاري بللي دي.

    تر اوسه د دوی د ضبط شویو شتمنیو په اړه د قانوني او قضايي بهیر بشپړ جزییات نه دي روښانه شوي.‌

  4. وروستی, "د عمان خصب بندر کې پر ایراني کښتیو د امریکا په برید کې ۶ تنه بې‌‌درکه شوي"

    د ایران د هرمزګان ولایت په لوېدیځ کې د لنګه بندر حاکم فواد مرادزاده ویلي، د عمان خصب بندر ته نږدې پر کوچنیو ایراني کښتیو د امریکا په برید کې ۶ تنه بې‌درکه شوي دي.

    دا برید پنجشنبه (د مې ۷مه) شوی او د ښاغلي‌مرادزاده په وینا د ایران باري او ښکاري کښتۍ پکې په نښه شوي دي.‌

    هغه ویلي،‌ په دې پېښه کې د لنګه‌بندر ولسوالۍ د مرکزي سیمو د اوسېدونکو اړوندې شپږ کښتۍ چې ټولټال ۲۰ کسان پکې سپاره وو، هدف ګرځول شوې.

    مرادزاده په دې پېښه کې د ۶ تنو د ټپي‌ کېدو خبر هم ورکړی.‌

  5. وروستی, د اسرائیل پوځ د لبنان سویل کې د څو کلیو اوسېدونکو ته د وتلو خبرداری ورکړی

    د اسرائیل پوځ د شنبې پر ورځ د لبنان په سویل کې د څو کلیو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې د دوی د ځواکونو لخوا دغلته د حزب‌الله خلاف د بریدونو تر پیل وړاندې په سملاسي ډول ووځي.‌

    د اسرائیل د پوځ عرب ژبي ویاند پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي:‌ "د ترهګر حزب‌الله لخوا له اوربنده سرغړونو ته په کتو، د اسرائیل پوځ اړ دی چې د هغوی خلاف ځواکمن ګام واخلي."

    هغه زیاته کړې، "د ځان خوندیتابه لپاره باید په سملاسي ډول له کورونو ووځئ او له کلیو او ښارونو لږترلږه ۱۰۰۰ متره لېرې په پرانیستې فضا کې واوسئ."

    د لبنان او اسرائیل ترمنځ د اوربند له هوکړې سره سره، د حزب‌الله او اسرائيلي ځواکونو لخوا پر یو بل بریدونه نه دي درېدلي.‌

    حزب‌الله د اسرائیل لخوا په بیروت کې د وروستي‌ برید او د لبنان سویل کې د هوايي بریدونو د دوام په غبرګون کې د اسرائیلي ځواکونو پر پوځي اډو د توغندیو او ډرون بریدونه کړي‌ دي.‌

    لبناني چارواکي وايي د دغه هېواد سوېل کې د جمعې ورځې بریدونو کې ۱۱ کسان وژل شوي دي.‌

  6. وروستی, په ایران کې د درملو د بیو لوړوالی

    اعتماد ورځپاڼې په یوه رپوټ کې ویلي چې په ایران کې د درملو بیې له ۳۰ تر ۳۰۰ سلنې لوړې شوې دي.‌

    د ایران د درمل جوړوونکو ټولنې د مدیره پلاوي غړی او ویاند وايي، د حکومت د مالي سرچینو کمښت د درملو د تولید او بازار ته د وړاندې کېدو برخه کې د سبسیډي د کمېدو په معنا دي،‌ او له دې سره د درملو بیې لوړې شوې دي.‌

    په دغه رپوټ‌ کې پر سرطان د یوه اخته کس له خولې ویل شوي "یو درمل چې تر جګړې مخکې په یو میلیون تومان وو - اوسمهال ۳۰ میلیون تومان شوي دي."

    اعتماد ورځپاڼه وايي،‌ د ځانګړو درملو کاروونکي‌ ناروغان له سختو ننګونو سره مخامخ دي.‌

    له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې د اوربند له هوکړې سره سره په ایران کې د درملو د کمښت او ګرانېدو ستونزه ورځ پر ورځ زیاتېږي.

  7. وروستی, "د جګړې له پیل درې ورځې وروسته اماراتو کې د ایراني ښوونځیو د فعالیت جواز لغوه شو"

    د بهرنیو هېوادونو د ښوونځیو سرپرست محمد سلیمي ویلي چې د جګړې له پیل درې ورځې وروسته په متحدو عرب اماراتو کې د ایراني ښوونځیو د فعالیت جواز لغوه شو.

    نوموړي ویلي: "شاوخوا ۲۳۰۰ زده‌کوونکي له دې پرېکړې اغېزمن کړي دي، چې له دې ډلې ۱۳۰۰ کسان د خپلو دوسیو په ترلاسه کولو سره ایران ته ستانه شوي او د هېواد دننه ښوونځیو ته تللي دي".

    هغه زیاته کړې پاتې ۱۰۰۰ زده‌کوونکي چې ایران ته نه شول ستنېدای، د ترکیې په استانبول کې د ایراني ښوونځیو د سرپرستۍ له لارې آنلاین تنظیم شوي دي.

    متحد عرب امارات د خلیج د هغو هېوادو په کتار کې دی چې د ایران د جګړې له کبله ډېر اغېزمن شوي.

    دغه هېواد له اقتصادي او ټولنیزو فشارونو لکه د بازارونو ګډوډۍ، د تېلو تولید کمښت او د ګرځندوی زیانونو سره مخ دی.

  8. وروستی, ډونلډ ټرمپ: د ایران د ځواب په تمه یو؛ خارګ ته نژدې د 'تېلو داغ' پراخېږي

    ټرمپ

    د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

    ډونلډ ټرمپ خبریالانو ته ویلي چې تمه لري ډېر ژر د جګړې د پای ته رسولو د موافقې په اړه د ایران ځواب ترلاسه کړي. خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې دا وړاندیز لا هم "تر ارزونې لاندې" دی.

    په همدې حال کې، د قطر لومړي وزیر د امریکا د مرستیال ولسمشر سره په لیدنه کې له ایران سره د توافق لپاره د ډیپلوماسۍ د بیا پیل غوښتنه کړې ده.

    همدارنګه سیرګي لاوروف خپل اماراتي سیال ته ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ خبرو اترو ملاتړ باید وشي، چې په منځني ختیځ کې د جګړو د بیا پیل مخه ونیول شي.

    دا په داسې حال کې ده چې په هرمز تنګي کې نښتې دوام لري او سپوږمکۍ انځورونه ښيي چې د خارګ ټاپو ساحل ته نږدې د تېلو یوه "داغ " پراخېږي.

  9. وروستی, نیویارک ټایمز: واشنګټن د خلیجي هېوادونو لپاره د ۱۷ میلیاردو ډالرو په ارزښت د دفاعي توغندیو معاملې منظورې کړې

    د امریکا پټریوټ توغندیو سیستم

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، ورځپاڼې زیاته کړې چې دا پلورنې د هغو پخوانیو معاملو د پراختیا ده چې کانګرس په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۴ کلونو کې تصویب کړې وې، په داسې حال کې چې امریکا او د هغې خلیجي متحدینو د روانې جګړې پر مهال دومره پټریوټ توغندیو سیستم (غونډال) توغندي کارولي چې د درې کلونو د تولید له اندازې سره برابر دي.

    "نیویارک ټایمز" راپور ورکړی چې واشنګټن د خلیجي هېوادونو لپاره د ۱۷ میلیاردو ډالرو په ارزښت د دفاعي توغندیو د پلور معاملې منظورې کړې دي.

    د امریکايي چارواکو په وینا، متحده ایالاتو کویت، اماراتو او بحرین ته د زرګونو دفاعي شنډوونکو توغندیو د پلور موافقه کړې ده.

    دا تړونونه د یوې پراخې پوځي پلورنې برخه دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ د منځني ختیځ هېوادونو لپاره تصویب کړې او ټول ارزښت یې ۲۵.۷ میلیاردو ډالرو ته رسېږي.

    د جزئیاتو له مخې:

    • کویت ته ۹.۳ میلیارده ډالر ځانګړي شوي،
    • عربي متحده اماراتو ته ۶.۲۵ میلیارده ډالر،
    • او بحرین ته ۱.۶۲۵ میلیارده ډالر.

    په دغو معاملو کې نژدې ۴۲۵۰ دفاعي شنډوونکي توغندي شامل دي، چې د هر یوه اټکلیز قېمت شاوخوا ۴ میلیونه ډالر دی.

    همدارنګه قطر په جلا توګه د ۱۰۰۰ نورو توغندیو د پېرلو غوښتنه کړې چې ارزښت یې ۴ میلیارده ډالر ښودل شوی.

    ورځپاڼې زیاته کړې چې دا پلورنې د هغو پخوانیو معاملو د پراختیا ده چې کانګرس په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۴ کلونو کې تصویب کړې وې، په داسې حال کې چې امریکا او د هغې خلیجي متحدینو د روانې جګړې پر مهال دومره پټریوټ توغندیو سیستم (غونډال) توغندي کارولي چې د درې کلونو د تولید له اندازې سره برابر دي.

  10. وروستی, قطر له ایران سره د ډیپلوماتیکو هڅو د بیا پیل غوښتنه وکړه

    PHOTO

    د عکس سرچینه، x/MofaQatar_EN

    د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل تمیم له ایران سره د یوې موافقې لپاره د ډیپلوماتیکو هڅو د بیا پیل غوښتنه کړې ده.

    نوموړي دا خبرې په واشنګټن کې د امریکا د مرستیال ولسمشر جې ډي وینس سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

    د قطر د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې لومړي وزیر ویلي، ټول لوري باید د روانو منځګړیتوب هڅو سره همکاري وکړي، چې د خبرو اترو او سوله‌ییزو لارو له لارې د کړکېچ اصلي ریښو ته حل وموندل شي او داسې هر اړخیز توافق ته ورسېږي چې په سیمه کې دوامداره سوله تأمین کړي.

    د قطر د بهرنیو چارو وزارت په ایکس کې خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د لیدنې پر مهال دواړو لورو د سیمې پر وروستي وضعیت خبرې کړې دي.

    په دې ناسته کې د پاکستان له خوا په سیمه کې د کړکېچ د کمولو، امنیت او ثبات د پیاوړتیا لپاره د منځګړیتوب پر روانو هڅو هم بحث شوی دی.

    د بیان له مخې، د قطر لومړي وزیر ټینګار کړی چې ټول لوري باید د روانو منځګړیتوب هڅو کې فعاله ونډه واخلي، څو د خبرو اترو او سوله‌ییزو لارو له لارې د کړکېچ اصلي لاملونو ته د حل لاره هواره شي، او په پایله کې یو هر اړخیز تړون رامنځته او په سیمه کې تلپاتې سوله ټینګه شي.

    د بي بي سي عربي د راپور له مخې، قطر له اوږدې مودې راهیسې د امریکا لپاره د یوه مهم منځګړي رول لوبوي او له ایران سره د خبرو ترڅنګ یې له حماس سره هم اړیکې ساتلې دي، څو د غزې تړانګې او اسرائیل ترمنځ اوربند رامنځته شي.

    د وروستۍ جګړې پر مهال، ایران څو ځله په قطر کې بېلابېل ځایونه په نښه کړي او دلیل یې دا ښودلی چې هلته د امریکا پوځي اډې موجودې دي.

  11. وروستی, امریکا پر لسو کسانو او شرکتونو د ایران له وسلو جوړولو سره د مرستې په تور بندیزونه لګولي

    سکاټ‌ بیسنټ

    د عکس سرچینه، g

    د عکس تشریح، د خزانې وزیر سکاټ‌ بیسنټ ویلي: "د ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر قاطع رهبریت لاندې به موږ د امریکا د امنیت د ساتنې لپاره خپل اقدامات جاري وساتو او هغه بهرني کسان او شرکتونه به هدف وګرځوو چې د ایران پوځ ته هغه وسلې برابروي چې د امریکايي ځواکونو پر ضد کارېږي."

    د امریکا د خزانې وزارت اعلان کړی چې پر ۱۰ کسانو او شرکتونو یې بندیزونه لګولي دي، په دې کې په چین او هانګ کانګ کې ځینې ادارې هم شاملې دي، ځکه هغوی د ایران له پوځي هڅو سره مرسته کړې چې د وسلو او د "شاهد" ډرونونو د جوړولو لپاره اړین مواد برابر کړي.

    د رویټرز د راپور له مخې، دا اقدام چین ته د ډونلډ ټرمپ له پلان شوي سفر څو ورځې مخکې ترسره شوی چې له چیني ولسمشر شي جین‌پینګ سره به وګوري او په ورته وخت کې له ایران سره د جګړې د پای ته رسولو هڅې هم ټکنۍ شوې دي.

    د امریکا د خزانې وزارت په بیان کې ویلي چې دوی لا هم چمتو دي د ایران پر پوځي-صنعتي جوړښت اقتصادي فشارونه زیات کړي، چې تهران خپل تولیدي ظرفیت بیا ونه شي رغولی او خپل نفوذ له پولو بهر وغځوي.

    وزارت زیاته کړې چې دوی به د هر بهرني شرکت پر ضد اقدام وکړي چې له ایران سره په ناقانونه سوداګرۍ کې ښکېل وي، په ځانګړي ډول هوايي شرکتونه او همدارنګه به ممکن د هغو بهرنیو مالي بنسټونو پر ضد ثانوي بندیزونه ولګوي چې د ایران د فعالیتونو ملاتړ کوي، په دې کې هغه چینايي کوچني چاڼ‌خونې (چې "teapot refineries" بلل کېږي) هم شاملې دي.

    د خزانې وزیر سکاټ‌ بیسنټ ویلي: "د ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر قاطع رهبریت لاندې به موږ د امریکا د امنیت د ساتنې لپاره خپل اقدامات جاري وساتو او هغه بهرني کسان او شرکتونه به هدف وګرځوو چې د ایران پوځ ته هغه وسلې برابروي چې د امریکايي ځواکونو پر ضد کارېږي."

  12. وروستی, د لبنان روغتیا وزارت: د اسرائيل سویل کې په هوايي برید کې ۴ کسان وژل شوي

    د لبنان روغتیا وزارت وايي د دغه هېواد د سوېل په طورا ښار کې په ننني هوايي برید کې د دوو ښځو په ګډون ۴ کسان وژل شوي دي.

    ورمخکې د لبنان دولتي خبري اژانس او اېف‌پي ویلي وو چې په دې سیمه کې د اسرائيل لخوا پراخ بریدونه روان دي.

    پخپله د اسرائیل پوځ د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي، خو په یوه جلا بیان کې یې اعلان کړی، چې له لبنانه د توغندیو له ورتوغول کېدو سره د اسرائيل په څو شمالي ښارونو کې د خطر زنګ وهل شوی دی.

    په بیان کې راغلي، "د اسرائيل هوايي ځواکونو یو توغندی شنډ کړی او څو نور په بېدیاو کې لګېدلي دي. چا ته زیان نه دی اوښتی.

    د اسرائیل او لبنان ترمنځ د اوربند له هوکړې سره سره د لبنان په سویل بریدونه پای ته نه دي رسېدلې.

  13. عراقچي: امریکا له بې‌باکه پوځي ماجراجویۍ سره ډیپلوماسي قرباني کوي

    ایران - امریکا

    د عکس سرچینه، EPA

    د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي امریکا تورنه کړې چې ګوندې په "بې‌پروا پوځي ماجراجویۍ" سره ډیپلوماسي "قرباني" کوي.

    هغه پر اېکس یوه خپره کړې لیکنه ویلي: "هر وخت چې یو ډیپلوماټیک حل پر مېز وي، متحد ایالتونه یوې بې‌باکانه پوځي ماجراجویۍ ته مخه کوي."

    نوموړي زیاته کړې که د دغه ګام لامل هر څه وي، "پایله تل یوه ده: ایرانیان هېڅکله فشار ته سر نه ټیټوي، خو ډیپلوماسي ده چې تل قرباني کېږي."

    ښاغلي عراقچي همداراز د ایران د توغندیو د زېرمو په اړه د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې سي‌ای‌اې ارزونه هم ناسمه بللې او لیکلي یې دي: "زموږ د توغندیو زېرمه او د توغولو وړتیا د کب د ۹مې پرتله ۷۵ سلنه نه ده؛ سم شمېر ۱۲۰ سلنه ده."

  14. د میناب والي: پر یوه باروړونکې کښتۍ د امریکا برید کې یو کس وژل شوی څلور تری‌تم دي

    د ایران په سویل ختیځ کې د میناب والي محمد رادمهر وايي چې دغلته د امریکا د تېرې شپې بریدونو کې یو باروړونکی کښتۍ په نښه شوې، چې یو ماڼو پکې وژل شوی او څلور نور کسان ورک دي.

    د نوموړي په وینا په دې پېښه کې ۱۰ نور ماڼوګان ټپیان شوي دي.

    ښاغلي رادمهر ویلي چې دا برید میناب ته نږدې اوبو کې شوی دی.

    امریکا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

    ایراني او امریکايي ځواکونو تېره شپه هرمز تنګي کې پر یو بل ډزې کړې، خو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي اوربند لا هم پر ځای دی.

  15. وروستی, سېنټکام: د ایران د سمندري کلابندۍ په لړ کې د تېلو د ۷۰ لېږدونکو کښتیو مخه نیول شوې

    د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) وايي چې د ایران د سمندري کلابندۍ له پیل راهیسې یې د تېلو له ۷۰ څخه د ډېرو داسې لېږدونکو کښتیو مخه نیولې، غوښتل یې د ایران له بندرونو ووځي یا دغو بندرونو ته ورشي.

    سېنټکام پر اېکس خواله رسنۍ یوه خپاره کړي پیغام کې لیکلي: "دا سوداګریزې بېړۍ د څه باندې ۱۶۶ میلیون بېرله ایراني تېلو د لېږد وړتیا لري، چې اټکلي ارزښت یې له ۱۳ میلیاردو ډالرو اوړي."

    امریکا د اپرېل له ۱۳مې راهیسې د ایران لخوا د هرمز تنګي د تړل کېدو غبرګون کې، د ایران سمندري کلابندي پیل کړې او داسې هېڅ بېړۍ ته له هرمز تنګي د تېرېدو اجازه نه ورکوي چې مبدا یا مقصد یې ایراني بندرونه کوي.

  16. د متحده عرب اماراتو هوايي دفاع له ایرانه د توغول شویو ۲ توغندیو او ۳ بې پیلوټه الوتکو د شنډولو خبر ورکړ

    د متحده عربي اماراتو د دفاع وزارت د جمعې پر ورځ پر خپله اېکس (پخواني ټویټر) پاڼه لیکلي چې هوايي دفاعي ځواکونو یې دوه بالسټیک توغندي او درې بې پیلوټه الوتکې چې له ایران ورغلې وې، شنډې کړې دي.

    د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دې پېښو کې درې کسان ټپیان شوي دي.

    وزارت زیاته کړې چې دوی "د هر ډول ګواښونو پروړاندې بشپړ چمتووالی لري او د هغو ټولو هڅو په وړاندې به په کلکه ودرېږي چې د هېواد امنیت خرابوي، تر هغه چې د هېواد حاکمیت، ثبات او ملي ګټې خوندي وساتل شي."

  17. څو ساعته وړاندې د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ پراخېدو سره د ډالرو بیه ټیټه شوه

    د ډالرو بیې ټیټې شوې.

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، د ډالرو بیې ټیټې شوې.

    د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ د جنګي عملیاتو له بیا پیل سره سم د ډالر ارزښت راټیټ شو، خو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل چې د اوربند تړون لا هم پر ځای دی.

    د تېلو د بیو له لږ لوړوالي سره سره، سوداګر لا هم په خورا احتیاط هیله‌من دي چې دا کړکېچ به ژر هوار شي.

    شنونکي وایي، د سوداګرۍ مرکزونه بېرته خپلې منځنۍ کچې تاریخي حالت ته راګرځېدلي او نور د ډالر هغومره ملاتړ نه کوي لکه څو اونۍ وړاندې یې چې کاوه.

    د ډالر شاخص، چې د نورو مهمو اسعارو پر وړاندې د ډالر ارزښت اندازه کوي، ۰.۱۴ سلنه راټیټ شوی او ۹۸.۱۹۵ ټکو ته رسېدلی دی.

    د اونۍ په سر کې ۹۷.۶۲۳ ټکو ته ښکته شوی و، چې دا د فبرورۍ له ۲۷مې (د جګړې له پیل یوه ورځ وړاندې) راهیسې تر ټولو ټیټه کچه وه.

    سوداګرو د ډالر اخیستلو ته مخه کړې ځکه دا په سختو شرایطو کې یوه "خوندي شتمني" ګڼل کېږي، او بلخوا یې د هغو هېوادونو اسعار وپلورل چې اقتصاد یې په تېلو پورې تړلی دی (لکه جاپان او د یورو زون) هېوادونه.

    دا پرېکړه د هرمز تنګي د تړل کېدو شونتیا سره د تېلو د بیو له لوړېدو وروسته شوې ده.

    اوس بازارونه په تمه دي چې نن وروسته د امریکا د غیر زراعتي دندو راپور خپور شي.

    • یورو: ۰.۱۶ سلنه لوړه شوې او ۱.۱۷۴۳ ډالرو ته رسېدلې ده.
    • ین (جاپان): د توکیو د چارواکو له څرګندونو وروسته د ین ارزښت تر ډېره پر ۱۵۶.۸۵ ثابت پاتې شوی دی.
    • پونډ (بریتانیا): د جمعې پر ورځ د یورو او ډالر په وړاندې پورته لاړ. دا وروسته له هغه چې د بریتانیا د سیمه‌ییزو ټاکنو پایلو وښودله چې کارګر ګوند لوی زیان لیدلی. سوداګر اوس د لومړي وزیر کېير سټارمر راتلونکي ته په تمه دي.

    پونډ ۰.۲۶ سلنه لوړ شوی او ۱.۳۵۸۴ ډالرو ته رسېدلی دی.

  18. وروستی, روبیو: واشنګټن د جګړې پای ته رسولو لپاره د ایران ځواب ته په تمه دی

    روبیو روم کې له خبریالانو سره خبرې کولې

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، روبیو روم کې له خبریالانو سره خبرې کولې

    د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو ویلي چې متحده ایالات به د جمعې پر ورځ د جګړې پای ته رسولو په تړاو د واشنګټن وړاندیز ته د ایران ځواب ترلاسه کړي.

    روبیو روم ته د سفر پر مهال خبریالانو ته وویل: "موږ به وګورو چې د دې ځواب پایله به څه ده. هیله لرو چې دا به داسې څه وي چې موږ د جدي مذاکراتو پر لور رهي کړي."

    روبیو د هرمز تنګي په اړه وویل چې د ایران له لوري د دې سیمې کنټرول "د منلو وړ نه دی".

    دا څرګندونې له هغو راپورونو وروسته وشوې چې ګواکې ایران له متحده ایالاتو سره د جګړې په درشل کې، د انرژۍ د دې د دې مهمې لارې د څارنې لپاره شرطونه مخې ته کړي دي.

  19. وروستی, چين وايي، په هرمز تنګي کې یې پر یوه بېړۍ برید شوی

    لین جیان

    د عکس سرچینه، Lin Jian

    د چین د بهرنیو چارو وزارت ومنله چې په هرمز تنګي کې یې پر هغې بېړۍ برید شوی چې د تېلو اړوند چارو چینايي کارکوونکي‌ پکې سپاره وو. بیجېنګ په منځني ختيځ کې د جګړې له امله د بېړیو پر اغېزمنېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.

    د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند، لین جیان په یوه خبري غونډه کې وویل چې په دې بېړۍ کې چینايي عمله وه خو په وینا یې، تر اوسه په دې پېښه کې چا ته د مرګ‌ژوبلې د اوښتو خبر نه دی ورکړل شوی.

    دا برید داسې مهال کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ راتلونکې اوونۍ بېجینګ ته روان دی. دی به هلته له خپل چینايي سیال شي جین‌ پینګ سره په سرمشریزه کې ګډون وکړي.

    داسې لیدنه چې ښکاري، وار د مخه پرې د ایران جګړې سیوری غوړولی دی.

  20. وروستی, عراق د تېلو وزارت پر مرستیال د امریکا هغه تورونه رد کړل چې وايي، ایران سره یې د تېلو خرڅلاو کې مرسته کړې

    د عراق د تېلو وزارت د امریکا له لوري د دغه وزارت پر مرستیال وزیر لګول شوي تورونه رد کړي چې ګواکې د ایران ملاتړ یې کړی او په ترڅ کې یې پر هغه بندیزونه هم لګولي دي.

    د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل چې د عراق د تېلو وزارت پر مرستیال علي معارج بهادلي یې بندیزونه لګولي او ادعا یې وکړه چې ګواکې هغه له خپل دولتي مقامه "ناوړه ګټه" پورته کړې چې د ایران او د هغه د نیابتي ډلو په ګټه یې د عراق تېل په ناقانونه ډول انتقال کړي دي.

    واشنګټن همداراز هغه تورن کړی چې ایراني تېل یې د عراق له تېلو سره ګډ کړي چې د ایران په ګټه وپلورل شي او دغه هېواد ته یې ګټه ورسېږي.

    خو د عراق د تېلو وزارت په یوه خبرپاڼه کې دا تورونه رد کړي او ټینګار یې کړی چې د تشو تورونو پر ځای باید اسناد او شواهد وړاندې شي او د حقایقو پر بنسټ روڼ چلند ارزښت ورته لري.

    دغه وزارت همداراز ویلي چې د دې مسئلې ارزونې ته چمتو دی خو دا یې هم روښانه کړې چې د نفتو د صادراتو، ورته د بازارموندنې اړوند چارو مسؤلیت هېڅ د ښاغلي بهادلي د دندې برخه نه ده.

    تر دې مخکې د عراق د تېلو او بازارموندنې شرکت هم رد کړې وه چې ګواکې د عراق په بندرونو کې دې د ایران په ملاتړ د نفتو د ګډولو داسې کوم کار ترسره شوی وي.

    د یادولو ده چې امریکا په وروستیو کلونو کې د ایران پر تېلو بندیزونه لګولي او هڅه کوي هر هغه هېواد ته "جزا" ورکړي چې د ایران د نفتو د پېر یا پلور په اسانچارۍ کې مرسته کوي.